نړۍ

ترکیې امریکا ته د خپلو هوايي اډو کارولو اړوند خبرونه رد کړل

نن ټکی اسیا (سې شنبه، د تلې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د ترکیې رسمي سرچینو هغه راپورونه رد کړي، چې وايي امریکایانو ته یې اجازه ورکړې، تر څو د اسلامي دولت په ضد جګړه کې د ترکیې د پوځي اډو څخه استفاده وکړي.

او زیاته کړې چې اوس هم ترکیه او امریکا په خپلو پخوانیو هغو معاهدو باندي عمل کوي، چې له کبله یې امریکا کولای سي چې د ترکیې د انجرلیک په نامه پوځي او هوايي اډې څخه یوازي د کومکونو او لوجستیکي برخه کې استفاده وکړي، او هغوی نه سي کولای چې ددغه اډې څخه په پوځي بریدونو او بمبار کې استفاده وکړي.

د الاناضول په نامه خبري اژانس ویلي چې دغه سرچینو ورته په دې خبره ټینګار کړی چې ترکیې هیڅ کله د امریکا سره د انجرلیک هوايي اډې په اړه نوې معاهده نه ده کړې، بلکې ویلي چې اوس هم په پخوانیو معاهدو باندي عمل جاري دی، چي یوازي امریکا د کومک او تمویل په برخه کې ځینی کار اخیستلای سي.

باید وویل سي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همدا خبره په نیویارک کي وکړه، او وې ویل چې دوی داسی کومه معاهده لا نه ده کړې، خو خبري رواني دي، ترکیه خپل شرطونه او وړاندیزونه لری.
د ترکیې له خوا د امریکې سره د نوي معاهدې په اړه دا منفي غبرګون وروسته تر هغه را څرګند شو، کله چې د امریکې د ملي امنیت سلاکاري سوزان رایس د امریکايي چینل (ای بي سي) سره په مرکه کې وویل چې ترکیې امریکا ته دا اجازه ورکړې تر څو د ترکیې د پوځي اډو څخه د اسلامي دولت په ضد کار واخلي، او په سوریا او عراق کې بمبار وکړي.

مګر د ترکیې چارواکو ددې خبرو تردید کړی او ویلي چې زمونږ موقف واضح دی، تر څو چې په سوریه کې اصل هدف د بشار الاسد حکومت ړنګول نه وي ټاکل شوی، او تر څو چې په سوریه کې د مهاجرینو لپاره سیمه نه وي ټاکل شوې، او هلته د بشار الاسد د الوتکو مخه نه وي نیول شوې، تر هغو ترکیه د انجرلیک په ګډون د نورو پوځي مرکزونو د استخدام اجازه امریکا ته نه ورکوي، او نه دې ته چمتو ده، چې د اسلامي دولت په خلاف جوړ شوي ایتلاف کې پراخ ګډون وکړي.

باید وویل شې چې د ترکیې په خلاف د سعودي په شمول د عربي نړۍ اکثره هیوادونه د امریکا سره پرته له شروطو درېدلی، او په عراق او شام کې د اسلامي دولت په مرکزونو بمبارونه پیل کړي، او د دغه دولت په ضد یې د ټول عسکري عملیاتو خرچه په غاړه اخیستې ده. خو ترکیه وايي چې دوی درې شرطونه لري، چې په لاندي ډول دي:

۱- په سوریه کې د عملیاتو اصل هدف باید د بشار الاسد حکومت ړنګول وي؛
۲- د بشار الاسد په خلاف باید معتدل تنظیمونو ته وسلې ورکړه شوي، او هغوی ته پوځي روزنه ورکړه شي؛

۳- د سوریې په شمال کې د مهاجرینو لپاره غیر پوځي سیمي وټاکل شي، او د هغي سیمي فضا په پوځي الوتکو باندي محرمه شي.

د شنونکو په نظر ترکیه دا ویره هم لري چې د اسلامي دولت په خلاف جګړه کې به د ترکیې مخالف کردي تنظیمونه لا تقویه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د ترکی اوسنی سیاست ، ډير کمزوری او بی ثباته دی هم غواړی چه شیطان خوشاله وساتی او هم د الله ج د رضایت د تر لاسه کولو یادونه کوی ، هم وایی چه عربی هغه هیوادونه چه پخوا د عثمانی خلافت په محوطه کی وو ، د نړیوال لمړی جنګ وروسته د لویدیز استعمارګرو د خپلو استثماری ګټو ( تیلو ) په حساب یی ورله جغرافیاوی پولی جوړی کړی او د همدی امله داعش اوس هغه پولی لیری کول غواړی ، خو ترکیه په څنګ کی د دی هم مخالفه ده او خبره له اسلام څخه نشنلستی ته اړوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x