نظــر

د امريکايانو دوستي بيا روا کېږي

explosion_in_Kandaharهغه ورځ د کندهار په چوڼۍ سيمه کې ځانمرګي بريد د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر عام وګړي مړه او ټپيان کړل. د ښار سړکونه له ښوونځي د رخصت شويو ماشومانو په وينو سره شول او د ميرويس روغتون سيمټي انګړ يو ځل بيا له بورو ميندو ډک شو.
په بريد کي د وژلو شويو کسانو ګرځنده ټليفونونه  لا تر ډېره ناوخته پورې شرنګېدل .

هغه ټليفون ته نو څوک څنګه ځواب ووايي چې خاوند يې تړلې زنه پروت دى او ځوانه کونډه يې ورته پرلپسې زنګونه وهي.

چا دومره وس درلود چې يوې بې وزلې تور سرې ته ووايي چې نوره کونډه شوې يې.
اې. هغه ورځ د نور کله په پرتله هوا زياته سړه وه. خو بورو ميندو تر مازديګره  د روغتون د انګړ په ساړه سيمټ سلګۍ وهلې. چا ورته ويلي واى چې ادې!  بوره شوې يې. ؟
د ماخوستن تر اذانونو پورې لا بورو ميندو خپل په وينو لړلي اولادونه  وو نه ليدل چې د دويم ځانمرګي بريد له امله لسګونه نورې ميندې  هم په چيغو روغتون ته ورسېدې. طالبانو د دواړو  پېښو مسوليت ومانه خو دويمه هغه يې چاودنه وبلله.
کلونه وشول چې زمونږ ميندې د خپلو ځوانيمرګو اولادونو سر ته ژاړي. داسې ورځ به په هېواد کې ډېره کمه وي چې مونږ دي په مرميو سورى مړى نه وي خښ کړى. او داسې ورځې به هم ډيرې کمې وي چې جونګړې مو د چاودنې درب نه وي لړزولې.
مونږ دا هرڅه په هېواد کې د يو شرعي قانون د نفاذ په خاطر ګالو خو له بده مرغه چې تر اوسه لا په دې نه يو پوهېدلي چې شرعي قانون دى څه شى ؟
که نور پرېږدو له نن څخه څه باندې لس کاله وړاندې امريکايان د لسګونو نورو هېوادونو د سرتېرو په بدرګه خلاصې تڼۍ په هېواد را ننوتل. او لا تر اوسه دلې دي.
هغه وخت په هېواد کې د طالبانو شتون، د هغوى کړنو او فعاليتونو امريکا ته دا بهانه په لاس ورکړه چې افغانستان ته راشي. او تر اوسه پورې لا هم په همدغه پلمه دلته شپې سبا کوي.
دواړه غاړې افغانان وژني. يو يې د شپې په کورونو ورخېږي.د ماشومانو او ميرمنو  په مخ کې يې په ټوپکو وولي بل يې په ځانمرګي بريد او چاودنه وژني.
يو يې له اسمانه پر کورونو ماينونه اوروي بل يې د شېلې تر غاړې کشوي او هلته يې سر غوڅوي.
دواړه وژنې کوي او دواړه يو بل ته په افغانستان کې د پاتې کېدو د پاره  پلمې ور جوړوې.

افغانستان ته د ناټو ټآنکرونه هم له پاکستانه راځي او طالبان هم  د پاکستان په دوړو خپل سپېره موټر سايکلونه زمونږ د کليو په ګودرونو کې مينځي.  
کله کله خو چې د بې ګناه وګړو د وژلو د پاره يوې غاړې ته وسلې ور تمامې شي نو دويمه يې د هوا له لارې ورته په ټوپکو او نورو درنو وسلو ډک کانټينرونه هم کښته کوي.
له څه باندې لسو کالو را په دې خوا زمونږ په وژلو کې د ښکېلو دواړو ډلو يارانه ټينګه روانه ده او داسې ښکاري چې دواړه ډلې غواړي  د ياراني وروستى پړاوو يې هم د نورو هغو په څېر بريالى وي.
له هغه وخته چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو خبره کړې ملګرې ډلې يې هم د کلاشنکوفونو قيدونه له ضربې څخه ډزو ته اړولې دي.،
لکه څرنګه چې په لومړي سر کې طالبانو امريکا ته افغانستان ته د راتلو د پاره ښه پلمه په لاس ورکړې وه او تر اوسه پورې يې  لا د عامو وګړو په وينو په افغانستان کې د امريکا څراغ بل ساتلى همداسې غواړي چې خپلو دغو يارانو ته د بېرته تلو د پاره هم يوه ښه پلمه ور جوړه کړي.
د وروستۍ پلمې پيل په دوحه کې د طالبانو د دفتر پرانيستل او له امريکايانو سره د خبرو کولو هڅه ده.
اوس که کرزى ژاړي که خاندي، که افغان ولس مري که پاتې کيږي، که شرعي نظام راځي که محوه کېږي طالبان به له امريکايانو سره خبرې کوي . او خامخا به يې کوي.  
اوس به يو ځل بيا زمونږ ملا کاکا په جومات کې د (وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ) پر ځاى هماغه خبره چې په افغانستان کې يې د روسانو د يرغل پر مهال کوله چې (( امريکايان اهل کتاب دي . له دوى سره دوستي روا ده)) بيا  تکراروي.
اوس که افغان دولت هر څومره له امريکايانو څخه د افغانستان خوشي کول وغواړي دوى به يې خوله د افغانانو د مېلمه پالنې په ستن ورګنډي.
دوه زره څوارلسم کال به راشي، امريکايانو ته به له افغانستان څخه د وتلو ښه زمينه برابره وي او جګړه ماران به دا ځل د مکې پر ځاى په قطر کې په قران لاسونه کېږدي.
ښکاري داسې چې دغه جنګ هم د وطن اخيري جنګ نه شو.

سيد شاه سقيم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x