شعـــــرونه

روپۍ جانه

لیکوال: اسد الله رزین

دلته پیسې هلته پیسې هرخوا پیسې چلیږي
په ژبه ورد په زړه کې ذکربیخې ښې چلیږي

بل څه ته مه ورګوره دوی پسې ځه دوی پیداکړه
ډیرڅه به ووینې ترې تیرسه خو روپۍ پیداکړه
غیرت روپۍ عزت روپۍ دلې هورې چلیږي
په ژبه ورد په زړه کې ذکر بیخې ښې چلیږي

نورارزښتونه منځ خالې دي په کتونه ارزي
یومخ زاړه ترتاریخ تیر په یادیدو نه ارزي
ټول پرې اخته بس دروپۍ جانې نشې چلیږي
په ژبه ورد په زړه کې ذکربیخې ښې چلیږي

کورکې بازار کلي کیږدۍ کې همدغه خبره
د هرچا خوښه  په  زړه پورې ښایسته خبره
بل موسم نشته ددغه  موسم وږمې چلیږي
په ژبه ورد په زړه کې ذکربیخې ښې چلیږي

کامیابه مینه شا او خوا ترې مینان پراته دي
ترهرڅه تیرتردی جاریږي شیدایان پراته دي
شعرسره  هم اوس  دبیبې دادانغمې چلیږي
په ژبه ورد په زړه کې ذکربیخې ښې چلیږي

بل شئ په کارنه ده همدغه ده د دزړو غوښتنه
(رزینه ) دغه تمنا دغه کمی د ټولو خولو غوښتنه
نورې مزې  شوې بې مزې دغه مزې چلیږي
په ژبه ورد په زړه کې ذکر بیخې ښې چلیږي

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x