ورزش

کرکټ: د هندوستان او ویسټ انډیز درېیمه لوبه له پیله مخکې لغوه شوه

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د هندوستان او ویسټ انډیز ترمنځ درېیمه یوه ورځنۍ لوبه له شروع کیدو مخکې د توپان له ویرې لغوه شوه. دغه توپان چې «هد هد» نومیږي د هندوستان شرقي سیمه يې زیانمنه کړې ده.

ټاکل شوې وه چې دغه لوبه نن د هندوستان ویشاکپټنم سیمه کې تر سره شوې وای. ویشاکپټنم د هندوستان یوه ساحلي سیمه ده او دغه سیمه کې د یکشنبې په ورځ سخت توپان شروع شو.

له ډیلي څخه ویشاکپتنم ته پروازونه بند شوي. د پروازونو د بندیدو له امله دواړه ټیمونه په ډیلې کې دي چیرته چې دوي دوهمه لوبه کړې وه پاتې شول.

دواړو ټیمونو مسولینو ته ویل شوي چې د څلورمې لوبې لپاره باید درمشاله سیمې ته ولاړشي.

د هندوستان کرکټ بورډ مشر وویل: «د توپان له امله د هندوستان کرکټ بورډ فیصله وکړه چې دغه لوبه لغوه کړي. مونږ پوهیږو چې دا یو خواشینوونکی خبر دی خو مونږ د هوا دغه حالت نشو کنټرولولی».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x