نظــر

دامريكا شكست په كنفرانسونو نه جبيره كيږي

Us_convay_under_attackد تيرو لسوكلونو جګړې ، وژنې ، دكورونو او كليو ورانيدل ، دخلكو بې كوره كيدل ، زندانونه ، د شتمنيو له منځه تلل ، د لسګونه زره انسانانو له منځه تلل ، او پداسې حال كې د سلګونو مليارده ډالرو له ضائع كيدل چې هيڅوك ورڅخه خوښ ندي ، دا هر څه دهغه كانفرانس نتائج دي چې په  ۲۰۰۱ م كال كې امريكا د جرمني په ( بن )  چې افغانستان  كې د يوه ګوډاګې حكومت د جوړولو په نيت جوړ كړ، تر څو د هغه له لارې د افغانستان اشغال ته قانونيت بڼه وركړي .

خو كله چې لس كاله وروسته د( بن ) د لومړي كانفرانس چارج ختم شو ، او نوریې ددې جګړې اوږدولو ته برق نشو وركولى نو امريكا او ورسره ملګرو يې يو ځل بيا په ( ۴ / ۱۲ / ۲۰۱۱ م )  تاريخ په هماغه ( بن ) كې پدې اراده يو بل كانفرانس جوړ كړ چې دهغه له لارې دخپلو تيرو لسو كلونو ناكامۍ په برياليتوبونو معرفي كړي ، او هم دغه جګړه په نوي شكل او نويو وسايلو تر نوي شعار او پلمې لاندې د سيمه ييزو لوبغاړو په وسيله روانه وساتي خو خپله دجګړې له ميدانه پښې سپكې كړي .

امريكا د ( بن ) د دوهم كنفرانس له لارې هڅه وكړه چې د لسو نورو كلونو لپاره له اروپا او نورو ملګرو څخه يې ددې جګړې د مصاريفو دتمويل ضمانت ترلاسه كړي ، او هم د كابل لاسپوڅى ادارې ته مشروط اطمينان وركړي چې ټينګ شي ، دا جګړه پر مخ بوځي، او پرې نږدي چې دامريكا دتيرو لسو كلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي .

خو حقيقت دا دي چې پدې سيمه كې دامريكا پلان له ماتې سره مخ دي او دجهاد او مجاهدينو د بري  مخه نور د شګو په بندونو نه نيول كيږى .

په سيمه كې دامريكايي پلان ماتې :

امريكا غوښتل پر افغانستان باندې له يرغل څخه درې مهم او خطرناك هدفونه چې په لاندې ډول  ترلاسه كړي :

اول هدف : د افغانستان اسلامي امارت له منځه وړل .

او دا ځكه چې اسلامي امارت د سياست ، حاكميت ، ديپلوماسۍ ، او بين المللي تعامل په ډګرونو كې پر ټولو هغو اصولو او قوانينو چې غرب وضع كړي او متعارف كړي ول،  اسلام او شرعي نظام ته ترجيح وركړه . غرب چې څو پيړۍ يې په مسلسل او هر اړخيز ډول د مسلمانانو پر فكرونو كار كړي وو ، او د زرګونو ملياردو ډالرو په مصرفولو يې حقيقي اسلام د سياست ، قيادت ، او حاكميت له صحنې ايستلی وو، او په اسلامي نړۍ كې يې داسې يو نسل روزلى و چې د غرب سياست ،مفكورې ،او نظام ته يې پر اسلامى شريعت او اسلامى فكر او عقيدې ترجح وركوله، او عملاً يې په اسلامي نړۍ كې داسلامۍ نظام پر ځاى غربي ډوله نظامونه حاكم كړي ول . خو داسلامي امارت په قيام سره نه يوازي په افغانستان كې دغرب فكري او سياسي پانګوونه په اوبو لاهو شوه ، بلكه داسلامي نړۍ نور ولسونه هم ديته وهڅيدل  چې اسلام اوس هم حاكميدلى شي ، او شريعت اوس هم دنافذيدلودی، او د بشر دستونزو دحل صلاحيت لرى .  نو بايد هغوئ هم د افغانانو په څير په خپلو هيوادونو كې دطاغوتي نظامو پر خلاف مبارزه وكړى، او هلته هم دافغانستان په څير اسلامي نظام حاكم كړي .  

خو غرب ته دغه وضعيت په هيڅ صورت دمنلو وړ نه وو، ځكه چې كه چيرې دافغانستان اسلامي امارت يو ځل   د يو كامياب مثال او ماډل په حيث تبارز كړی واى  نو بيا به په ټوله اسلامي نړۍ كې غرب پلوي نظامونه يو په بل پسې پرځيدل، او مسلمان ولسونه به دغرب له ورستې ډيموكراسۍ د اسلام غيږې ته راګرځيدل،  چې دا به په ټوله  اسلامي نړۍ كې دغرب د سياستونو د ناكامۍ او دهغه دملګرو نظامونو د  زوال سبب ګرځيده .

هماغه وو چې غرب له پيله  د طالبانو او اسلامي امارت په وړاندې د دښمنۍ موقف ونيو، له يوې خوايې پر طالبانو بيلابيل بنديزونه ولګول ، دهغوئ د نظام دكمزوري كولو ټول فرصتونه يې استعمال كړل، او له بل لوري يې دهغوى مخالفه جبهه وپاللـه ، په رسميت يې وپيژندله ، او د هغوئ جګړه يې تمويل كړه .

خو دا چې د طالبانو مخالفه جبهه دملت له لوري تجريد شوې وه ، او ويې نشو كولاى خپل مخالفت ولسي كړي او په ټول افغانستان كې د امارت په خلاف مزاحمت ايجاد كړي ، نو غرب په خپل لاس په کارشو، او پر افغانستان يې خپل پوځي يرغل وكړ . او ددې لپاره چې اسلامي امارت او د طالبانو اسلامي تجربه په مكمل ډول له منځه يوسي د سيمې هيوادونه او خپل غربي ملګري يې  له ځان سره په دې جګړه كې ورشامل كړل ، او هم يې د اسلامي نړۍ مفسدو اوغرب پلوو حاكمانو ته وويل چې كه په افغانستان كې دطالبانو دتجربې په له منځه وړلو كې لدوئ سره شريك نشي نو ډير ژر به په خپلو هيوادونو كې همدې ته ورته تجربې او مثالونه وويني .

دويم هدف : په منځنۍ آسيا كې د امريكا د جيواستراتيژيكو مصالحو تامين ، او دسيمى دانرژۍ په منابعو او دهغې د انتقال په لارو پداسې ډول تسلط پيداكول چې لاريې پر روسيي او ايران سپره نه وي .

دغه هدف امريكا او ټول غرب ته ځكه اهميت لري او په جګړې ارزي چې په روانه پيړۍ كې به دمنځني ختيځ ( عربې نړۍ ) نفتي منابع  وچيږي ، خو له بل لوري په ( منځنۍ آسيا ) او د ( كسپين) د بحيرې په حوزه كې دومره نفتي ذخاير كشف شوي چې دڅو پيړيو لپاره ښايې دنړۍ دخلكو ضرورت پوره كړي .

غرب د خپل پانګه وال او امپرياليستي نظام د درلودلو له امله غواړي چې په هر ډول وي بايد ددغې سيمې نفتي منابع د دوئ په ولكه كې وي ، تر څو يې پر ټولې نړۍ نفتي كنټرول او برلاسى ثابت شي ، او په بين المللي ډول د نفتو ماركيټ  داسې  وچلوي چې نرخونه او شرائط يې غربيان وټاكې ، او پدې ډګر كې يواځې هغو لويو كمپنيو ته د فعاليت زمينه برابره كړي چې يا خو دغربيانو دي ، او يا يې ګټې غربيانو ته رسيږى .

غرب خپل دغه هدف ته يواځې هغه وخت رسيدلى شو چې يا يې افغانستان په مستقيم ډول اشغال كړى واى، او يا خو يې هم دلته يو  غرب پلوى حكومت تاسيس كړى  واى ، ځكه چې غرب نه غواړي د (کسپین) د بحيرى او دمنځنۍ آسيا د نفتو او ګازو ليكه د  روسيې له لارې ( بالتيك ) او يا هم د ايران له لارې د هند سمندرته تيره شي . چې پدې كار سره به يې خپله مرۍ د روسانو او اټومي كيدونكي ايران په لاس کی وركړې وي . له همدې امله امريكا او غربي ملګرو يې لومړی افغانستان په پوځې ډول اشغال كړ، او بيا يې دلته خپل اشغال ته د مشروعيت وركولو په مقصد يو ګوډاګى حكومت  جوړ كړ .

دريم هدف : په افغانستان كې مجاهدين او د جهاد نظريه له منځه وړل .

غربيان داوسني عصر په اسلامي نړۍ كې له هيڅ شي څخه ويره نه لري ، نه داسلامي نړۍ له پوځونو ويريږى ، ځكه چې  هغه دهمدوى په خوښه او دهمدوى دمصالحو د تامين لپاره جوړ شوى دى . هغوئ د اسلامي نړۍ له ځوانانو او نوي نسل څخه هم ويره نه لرى ، ځكه چې هغه يې هم په لوبو، تن پرورۍ ، عشرتونو ، فحاشۍ ، او پداسې ډول زده كړو مصروف كړي چې دين او معنويت ته وركې ځاى نشته ،  يواځى مادي اهداف لري ، او دنياوى مناصبوته رسول يې سترهدف دى .

غربيان د مسلمانانو له شتمنيو ، معادنو، نفت او ګازو، او اقتصادي فعاليتونو څخه هم په ويره كې ندي ، ځكه چې پدې هر څه يې دخپلو قوانينو او ملټى نشنل ( ګڼ ملتيزو) كمپنيو او ګوډاګيو حكومتونو له لاري كنټرول حاصل كړی، او هر څه يې پداسې شكل مهار كړي چې په هيڅ صورت د دوئ دمصالحو په خلاف نشي استعماليدلى .

خو غربيان چې په اسلامي نړۍ كې   له كوم شي ويره لري هغه د جهاد او  مجاهدينو شتون دى ، ځكه چې جهاد او مجاهدين د مسلمانانو د خپلې عقيدې تمثيل كوي ، او د اسلام دحاكميت لپاره لاره هواروي . غربيان لدې امله هم په افغانستان كې له جهاد او د مجاهدينو له تجمع څخه په ويره كې دې چې لكه څنګه چې جهاد دكمونيزم ټغر ټول او دهغه فلسفه يې ورباطله كړه ، همداسې كولى شي داسلامي نړۍ هيوادونه دغرب له تسلط څخه هم خلاص كړى .  

دا هم غرب ته ور معلومه وه چې په اوس وخت كې افغانستان يواځينى هغه خاوره ده چې هم یى ټول ملت يې له جهاد سره بلد دى ، او هم د اسلامي نړۍ دمظلومو ، مقهورو، مجاهدينو او مهاجرينو لپاره خوندي ځاى دى . دغرب د فكر تحقيقاتي مراكزو، او دفيصلي د صادرولو مراجعو ته دا ورمعلومه شوې وه چې كه افغانستان د اسلامي امارت تر قيادت او حاكميت لاندې همداسې پاتې شي ، نو لرې نده چې افغانان به دغرب لخوا د يرغمل شوي اسلامي نړۍ د ولسونو لپاره د آزادۍ د الهام مصدر وګرځي . نو ځكه يې لومړى جهاد ته د ( تروريزم ) نوم وركړ ، او بيا يې دجهاد او مجاهدينو په خلاف په ټوله نړۍ كې نړيواله جګړه اعلان كړه .

امريكاد پورتنيو دريو لويو هدفونو ترڅنګ نور سيمه ييز اهداف هم درلودل چی دهغو له جملې څخه د سيمې په هيوادونو كې تر خپلې څارنې او پالنې لاندې داقليتونو لپاره د وړو ( دولت ګوټيو) جوړول او بيا هغوئ د ميشتو اكثريتونو په خلاف جنګول هم وو .

خو آيا  امريكا د خپلې لس كلنې جګړې او سلګونو مليارده ډالرو په مصرفولو او د زرګونه خپلو پوځيانو او د لسګونه زره افغانانو په وژلو خپلو هدفونو ته ورسيده؟

آيا اسلامي امارت او د طالبانو ( سياسي ، نظامى ) پديده له منځه لاړه ؟

آيا دغرب ورسته ډيموكراسي په افغانستان كې حاكمه شوه؟

آيا له غربه راصادر شوي ليبرال او له خپل ملته پردي شوي افغان ( سگشويان) دافغانستان پر كليو، ولسواليو ، ولسونو ، مسلط شول؟

آيا د ديرش كلن جنګ ټغر يې ټول كړ ؟او كه يې جګړه د نامعلوم وخت لپاره نوره هم وغزوله ؟

آيا امريكايانو د منځنۍ آسيا او د كسپين دحوزې د تيلو منابعو ته لاره پيداكړه ؟

آيا هغه د تيلو نل ليكه په لنډو دافغانستان  له لارې تيره شوه چې غرب يې د خپل راتلونكى ماشيني  ژوند لپاره دوينې شريان ګڼې ؟

آيا امريكا په افغانستان او سيمه كې په پوځي او امنيتي لحاظ دومره مسلطه شوه چې دخپلو كمپنيو د فعاليت لپاره زمينه برابره كړي ؟

آيا د انرژۍ په نړيوال ماركيټ دامريكا تسلط ټينګ شو؟

آيا په افغانستان كې يې جهاد او مجاهدين له منځه يوړل ؟

او كه يې د يو بل داسې مجاهد نسل دراټوكيدلو حالات برابر كړل چې په هيڅ صورت له غرب سره جوړي ته نه تياريږي ، او دجنګ لپاره يې داسې لارې چارې انتخاب كړي چې دغرب پوځي او  معلوماتي ټكنالوژۍ ته يې ماتې وركړه ؟

آيا جهاد او مجاهدين يواځي په افغانستان پوري محدود پاتې شول ؟

او كه په ټوله سيمه كې داسې خواره شول چې هيڅ ځاى ورڅخه دغرب مصالح خوندي ندي ؟

آيا دغرب ولسونه او حكومتونه په اقتصادي لحاظ پياوړي شول ؟ او كه يو په بل پسې د افلاس په لوري ور روان دي؟

آيا دامريكا اقتصاد  وده  وكړه؟ او كه يې د بوديجې كسر تر ټولو لوړې اندازې ته ورسيد؟

آيا د اروپا ( يورو زون ) غښتلى شو؟ او كه د زوال او شړيدلو له تهديد سره مخ دى ؟

كه له حقايقو سترګې پټې نشي نو ددى ټولو پوښتنو ځواب منفي دى . او دغرب او امريكا ټول پلانونه دلته په افغانستان او سيمه كې له داسې ماتې سره مخ دي چې كنفرانسونه يې نشي جبيره كولى . امريكا او غرب پدې جګړه كې نه يواځې خپلو هدفونو ته ونه رسيدل ، بلكى خپل ډير څه يي داسې له لاسه وركړل چې هيڅكله به يې بيا اعاده نه كړي .

پدې جګړه كې غرب هم خپل پوځيان له لاسه وركړل ، هم يې خپل اقتصاد له لاسه وركړ ، هم يې خپل نړيوال هيبت له لاسه وركړ ، اوهم يې خپل د ډيموكراسۍ بشري حقوقو، آزادۍ ، او نوي نړيوال نظام شعارونه له لاسه وركړل،هغه  چې تر ډيرې مودې  يي دهغو په پورته كولو خپل تفوق ساتلي وو.

امريكا د قضيې ريښتني او واقعي حل ته نه حاضريږي

امريكا په خپلې روانه جګړه كې دغلبې ټولې لارې او وسائل تجربه كړل  . خپل پوځي قوت او د جنګي ټكنالوژي زور يې تجربه كړ،

د پوځيانو ډيرول يې وازمايل ،

اجيره  اردو او امنيتي قواوي يې وازمايلې،

اربكيان ، قومى مليشي او د شخصي امنيتي كمپنيو لنډغر يې وازمايل ،

تر دوو سوو د سياسي احزابو تاسيس يې وازمايه ،

دقومونو پر اساس د حكومتي ونډو تقسيم يې وازمايه ،

د سولې لپاره تش په نامه ارګانونه او شوراګانې يې تجربه كړي،

له اجيرو ملايانو او ناكاره پيرانو څخه يې كار واخيست،

تعليمي نصاب يې څوڅو ځله تبديل او اسلامي او جهادي مفاهيم يې پدې نيت ورڅخه لري كړل چې نوی نسل له جهاد سره نا آشنا پاتې شې، او د آزادۍ او قربانۍ انګيزه وانخلى،

د رسنيو ، مطبوعاتو، تلويزيوني او راډيويې كانالونو سيلاب پر يوه كم سواده ولس راسپور كړ،

د مقاومت دله منځه وړلو لپاره يې د ګاونډيو هيوادونو او په هغو هيوادونو كې دځينو سياسي او قومي احزابو مرسته حاصله كړه ،

پر سخت دريځو او معتدلو يې دمجاهدينو د ويشلو ډيرې هڅي وكړي او پدې لاره كې ښه ډير ډالر وشيندل ،

نړيوال كانفرانسونه يې جوړ كړل ،

خو نه يې مجاهدين مات كړل ، او نه يي مقاومت له منځه يووړ، او نه يې هم پر ټول افغانستان خپل تسلط ټينګ كړ .

امريكا د قضيې دحل لپاره ټولې كږي لارې  وازمايلې ، خو دحل ريښتني او  واقعي لارې  ته ځان  نه وربرابروي . دحل يواځينى لاره دا ده  چې غرب خپلې قواوې له افغانستانه وباسې، خپل اشغال پاى ته ورسوي ، او پريږدي چې افغانان دخپل دين ، خپلو ملي اصولو، خپل فرهنګ ، اوخپلو معتقداتو پر اساس دخپل ځان لپاره نظام جوړ كړي ،او همدغه يواځينى حل دى او بس ، امريكا به آخر همدې حل ته رجوع كوي كه څه هم چې ډيره موده وروسته وي .

خو امريكا دخپلو امپريالستي مقاصدو د تحقق په مقصد دحل لدې واقعي لارې مخ اړوي، او پدې جګړه كې يې مثال دهغه بايلونكي قمارباز دی چې خپل اميدونه يې په خپلې وروستى روپۍ پورې تړلي وي ، او فكر كوي چې ګوندې  چانس ورسره ياري وكړي او خپل ټول بايللى مال د همدې وروستۍ روپۍ په ( دو) كولو راګرځوي . خو چی کله هغه روپۍ  يې هم  بایلی نو بیا غمجن ولاړشي او پرخپلو ملګرو لعنتونه وايې چې دې تاوان ته يې دى سوق كړي وو.

د روانې جګړې يواځينى حل د اشغال ختمول دي او بس ، ځكه چې پدې خاوره پردي بوټى نه زرغونيږي . دلته دانګريزانو بوټي هم وچ شول ، دلته د روسانو بوټي هم وچ شول ، او دا دى له ورايه ښكاري  چې د امريكايانو بوټي هم ريښې ونه غزولې . نو ښكاره خبره ده چې د ( بن) په څير كنفرانسونه يواځې د وخت او ډالرو د ضائع كولو په معني دي او بس .

د بن كنفرانس خپل اهداف ترلاسه نه كړل .

د بن دوهم كنفرانس دلاندې اهدافو د تحقق لپاره ترسره شوي وو:

۱ –   مجاهدين د مذاكراتو ميز ته راكاږل ، او د كابل له ادارې سره يې په يوه نظام كې شريكول .

۲ –  ددې ضمانت حاصلول چې دامريكايې پوځونو تر وتلو وروسته دې د امريكايانو او اروپايانو لس كلنې لاسته راوړنې لكه  ددوي اساسي قانون ،ديموكراسي ،اجيره اردو، دښځو غربي ډوله آزادي، سياسي پلوراليزم، د ارتداد آزادي ( ديني پلوراليزم ) او د غرب نور تاثيرات له منځه نه وړل كيږي .

۳ –   دناټو هيوادونه او دامريكا نور ايتلافيان دې تر  ( ۲۰۲۴ م ) پورې د افغانستان جګړه تمويل كړى .

۴ –   د افغانستان ګاوندي هيوادونه دې په افغانستان د امريكايې پوځي اډو په شتون قانع كړل شي .

خوپورتني هدفونه يو هم  حاصل نه شول ، ځكه چې طالبانو چې د قضې يو اړخ دي مشاركت ونه كړ،حكه  چې دكنفرانس په اجنډا كې د قضيې اساسي حل هيڅ ځاى نه درلود .

امريكا دخپلو لاسته راوړنو دنه له منځه تللو ضمانت هم ځكه حاصل نه كړ چې نه په قضيه كې مخالف لوري شتون درلود، او نه ورته  د امريكا مطالبې د منلو وې .

دجنګ تمويل هم په داسې شرايطو پورې وتړل شو چې پوره  كول يې د كابل د ادارې له توانه وتلی كار دى . او د پوځي اډو په اړه د ګاونډيو د موافقي ارمان يې هم ځكه پوره نشو چې ټولو ګاونډيو منفي موقف وښود.

نو ويلاى شو چې په افغانستان كې امريكا ماتې خوړلي، د سيمى اوافغانستان لپاره يې ټول پلانونه ناكامه شوي دي ، او كنفرانسونه نور دامريكا مشكل نشي ورحل كولی ، ښه به دا وي چې امریکا پر خپلې استراتيژۍ بيا له سره كتنه وكړي، او د قضيې پر اساسي  او واقعي حل تمركز  وكړي .

( شپونکی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x