ټکنالوژي

سامسنگ د نړۍ تر ټولو چټک وای فای (Wi-Fi) جوړ کړی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې۲۲مه،۱۳۹۳ل):څنگه چې ټولو ته معلومه وي د وای فای سرعت ډیر کم وي نسبت هغه ته چې د کمپنیو له خوا يې وعده ورکول کیږي. د سامسنگ نوې پنځول شوې ټکنالوژي به د نړۍ تر ټولو چټک وای فای وي.

د کمپنۍ په وینا دوی نوی ۶۰ گیگا هیرتز (GHz) ټیکنالوژي لرونکی وای فای جوړ کړی. دغه ټیکنالوژي په یوه ثانیه کې د ۵۷۵ میگا بایټ (MB) حجم لرونکی فایل د انتقالولو وړتیا لري. دغه سرعت د اوسني سرعت پنځه چنده دی.

د دې سرعت او ټیکنالوژۍ پر مټ به یو گیگا بایټ (GB)حجم لرونکی فلم له دریو ثانیو څخه په کمه موده کې له یوې دستگاه څخه بلې ته انتقالیږي.

مهمه خبره دا ده چې سامسنگ کمپنۍ اعلان کړی چې ۶۰ گیگا هیرتز وای فای په ټیکنالوژۍ سمبالې دستگاوې به د روان زیږیدیز کال په شروع کې بازار ته وړاندې شي.

کمپنۍ په پام کې لري چې دغه نوې ټیکنالوژي څخه په ټولو دستگاوو کې لکه طبي دستگاوې، موبایل او انټرنیټ کې استفاده وکړي.

اکثره د ډیرو استعمالوونکو له امله د انټرنیټ سرعت ډیر کمیږي؛ خو دغه نوې ټیکنالوژي د ډیر استعمال سربیره خپل اوچت سرعت ساتي او سرعت يي د استعمالوونکو زیاتوالي له امله نه کمیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x