د نن سرلیکنه

ولسمشر اشرف غني ولي د ولسي وګړو پروژل کیدو خاموش دی؟- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: تیره ورځ د امریکايي ځواکونو په بمباري کې په پکتیا او لغمان ولایتونوکې ۱۲ ولسي وګړي ووژل شول.

په پکتیا کې د وژل شویو له جملې څخه یې پنځه تنه د یوې کورنۍ غړي ول چې غره ته د لرګیو راټولو لپاره تللي ول.

د امریکایانو په بمباري کې د نوموړیو ولسي وګړیو وژنه خپله د پکتیا دولتي چارواکو هم تائید کړې او د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي په دې اړه رسنيو ته په خپل اعتراف کې ویلي چې ټول وژل شوي کسان هغه سیمه ییزکلیوال دي چې معمولا د لرګیو راوړلو لپاره غره ته تلل ول خو هلته د امنيتي ادارو د ناسمې همغږۍ له امله د بهرنیو ځواکونو لخوا په نښه او ووژل شول. د وژل شویو کسانو خپلوانو د هغوی جسدونه د اعتراض په ډول د پکتیاولایت مرکزته د اعتراض په ډول نقل کړي ول خو هلته هیڅ دولتي چارواکي له هغوی سره د قاتلینو د دغې وحشیانه کړنې په غندلو کې هیڅ ډول غم شریکي او مرسته نه وکړه.

همداراز په ورته پیښه کې بهرنیو ځواکونو د لغمان ولایت د علیشنګ په ولسوالي کې څلورتنه هغه سیمه ییزکارګر ووژل چې په سیمه کې دیوه پله پرجوړولو بوخت ول.

په دواړو خونړیو پیښوکې هم دولتي چارواکي او هم د صحنې عیني شاهدان د وژل شویو کسانو د ولسي توب سپیناوی کوي او وايي چې هغوی د عادي کلیوالو په توګه د خپل کاروبار پرمهال د بهرنیانو لخوا وژل شوي، خو بهرني چارواکي د دولتي او محلي چارواکو د شاهدي برخلاف وژل شوي کلیوال کارګران نه،بلکې وسله وال مخالفین بولي.

د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ پرمهال به هم د بهرنیو یرغلګرو لخوا د ولسي افغانانو پرضد دا شان وحشیانه پیښې رامنځته کیدلې، خو کرزی به کم ترکمه د هغوی په اړه یو د خواشیني پیغام صادراوه.

نوی ولسمشر اشرف غني له امریکایانو سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو سره دا جرأت هم له لاسه ورکړ چې د افغانانو پرخلاف د امریکايي ځواکونو د دغه ډول خپلسریو غندنه وکړي؛ځکه نوموړي د امنیتي تړون په لاسلیکولو سره امریکايي ځواکونوته د قضايي حصانت او خوندیتوب قانوني حق ورکړي،داسې حق که هغوی خپله ولسمشر اشرف غني هم ووژني افغان چارواکي حق نه لري چې امریکايي قاتلین د ولسمشر د وژنې په جرم تعقیب او تر مواخذې لاندې ونیسي.

د ولسمشر اشرف غني او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون ټول محصول همدغه خبره ده چې امریکایانو د یاد تړون له لاسلیکولو وروسته د افغانانو د وژنې قانوني حق ترلاسه کړ او ولس مشر اشرف غني د یوه قانون پوه متفکر په توګه په دې خبره پوهیږی چې د ولسي افغانانو د وژنې په اړه پر امریکايي ځواکونو هرډول نیوکه او اعتراض د هغوي پرقضايي خوندیتوب اعتراض او د امنیتي تړون د معاهداتو صریح نقض دی، له همدي امله دا خبره هم د لاسلیک کړي امنیتي تړون له تعاهداتوسرغړاوی بولي چې د امریکایانو لخوا په پکتیا،کونړ،لغمان او… ولایتونوکې د وژل شویو او وژل کیدونکو ولسي وګړو په اړه د خواشینۍ او یا تشې غندنې پیغام صادر کړي.

د نن ټکي اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x