نظــر

تړون او د طالب ترحم

لیکوال: ډاکټر عطاء محمد رحیمي

د هېواد تر اوږدو، ناندریزو او خورا شرموونکو ټاکنو مخکې د ګډ حکومت دواړو نوماندانو په خپلو تبلیغاتي منډو ترړو کې په ډاګه ویل چې دوی به له امریکا سره امنیتي دفاعي تړون لاسلیکوي.دوی دا تړون له اقتصادي او سیاسي اړخه د هېواد بنسټيزه اړتیا ګڼله او داسې يې انګېرل چې له دې سره به جوخت د پیسو باران ګړندی شي، د نورو نړیوالو دوښمنانو په وړاندې به سرې سترګې ګرځو او ښکاره وبه ورته وايو چې ګورئ زموږ په غېږه کې نو څوک پروت دی؟ هیڅوک به کاږه هم راته ونه ګوري.

اشرف غني د تړون د لاسلیک په مهال رسنیو ته وویل چې له دې تړون سره به په هېواد کې اقتصادي وضعیت بدلون ومومي او یواځې د امریکایانو د ترانسپورت مصارف او د پوځې اډو مالیات مو تر خوله تېر دي. خو د ده له خبرو لږ وروسته د امریکا سفیر د کمرو سترګو ته د اشرف غني ټولې خبرې بابېزه وګڼلې او ښکاره يې وویل چې زموږ ښاغلي به له ماليې او ترانسپورتي مصارفو خلاص او آن افغان لوری دا هم نه شي کولای چې زموږ نقیله وسایط وپلټي چې څه راوړ يا يې وړو؟

د حامد کرزي د دورې په پای ته رسېدو سره د طالبانو دریځ هم لا روښانه کېده، هغوی په خپلو اعلامیو او ځانګړو پیغامونو کې په ټينګار ویلي دي چې که په افغانستان کې یو بهرنی وي، نو د افغانستان تش په نوم دولت مشروعیت نه لري، د دوی مبارزه به روانه وي او که احیاناً خبرې کېدلې هم نو د غلام د کم مسوولیتۍ او کم صلاحیتۍ له وجې به يې له بادارسره خبرې کېږي. خو که چېرته بهرنیان په تېښته بريالي شي نو دوی بین الافغاني تفاهم او جوړجاړي ته حاضر دي.

دا ټول ولس ته ديوې ارامۍ تمه ښکارېده، ولس انګېرل چې که چېرته له امریکا سره دفاعي تړون لاسلیک نه شي نو طالبان به هم د خپلو اعلامیو او خبرپاڼو په تاييد له افغان پاتې دولت سره په خبرو شي او یوه نسبي سوله به رامنځ ته شي. خو د اشرف او عبدالله د ګډ حکومت لا څلورویشت ساعته نه وپوره چې تړون يې لاسلیک کړ او دې تړون د افغان ولس د سولې اړوند ټولې هيلې په خاورو ومنډلې او د طالبانو جنګي روحیه يې لا احساساتي او پياوړې کړه.

د ګډ حکومت له پیل سره جوخت تر نن ورځې پورې سلګونه داخلي او بهرني عسکر د مرګ کندې ته ورټېل وهل شوي دي، او په غالب ګومان د ګډ حکومت له جوړښته راوروسته په دې څو ورځو کې د تېرو کلو په پرتله دغه لږ ورځې د ډېرو سرتېرو بریدونو شاهدې وي. یواځې د څو اوونیو په اوږدو کې د سرتېرو بریدونو شمېر تر لسو واوښت چې ګډ حکومت ښويېدلې اداره د تړون د لاسلیک خوند څکي.

اشرف غني د دې بریدونو اړوند غلی دی، هغه خو آن د امریکايي بادارانو په پکتیا او لغمان کې په جنایاتو هم خوله پټه کړه او دا چوپتیا يې دا په ډاګه کوي چې نور نو د امریکایانو په وړاندې د شکایت او غږاوچتولو حق ځکه نه لرو چې قانوني د اوسېدو سند مو ورکړی. اوس نو باید د دوی هره پټکه او هر جنایت په سړه سینه وزغمو.  او اشرف غني يې ځکه زغمي چې بې بې ګله يې تر څنګ ارامه او مریم او طارق يې د کلیسا د پاپانو نرمې پښې کېکاږي، نه يې په سنګین کې زوی مړ شوی او نه يې په پکتیا کې د لور جسد نیم موندل شوی!

هغه څوک چې د امریکايي روزنې په پایله کې يې ټوپک اوږې ته کړی او د پنځه ویشت زره افغانۍ په بدل کې خپلې اسلامي وجیبې ته لغته ورکوي او آن د باطل په دفاع کې خپل سره بایلي باید دا درک کړي چې په سنګین کې جنګېدونکی د اردو عسکر اشرف غني او امثالهم ته يې زره ارزښت نه لري. اشرف غني په دې نه خپه کېږي چې په یوه ورځ په سرپل کې څلوېښت عسکر تر تېغ تېرېږي یا هم په یوه ورځ شل نفره په سرتېري بريد کې د مرګ کندې ته ورټېل وهل کېږي، خو د وژل شويو ځوانانو کورنۍ داسې تصور کوي چې د کورنۍ غړی يې له دولته په دفاع کې وژل شوی او باید وستایل شي خو پر دې بیا نه غږېږي چې د کوم دولت په دفاع کې؟

په دولتي نظامي ځواکونو کې ډېر داسې ځوانان شته چې پوهېږي دوی په نېغه لاره نه دي روان، د هېواد حالاتو او چارواکو شخصي اهدافو ته هم ګوري ځکه خو يې کله کله ضمير د تکبیر چيغه وکړي او د ټوپک له شپېلۍ راوتلې ګرمه مرمۍ يې په یو باطل ټټر ننوتې ده.

د طالبانو له لوري یواځې په دې څو ورځو کې خونړي بریدونه دا په ډاګه کوي چې ګډ حکومت يې د دفاع توان نه لري، خو دې حکومت د تړون په لاسلیک دومره وکړل چې د طالبانو مبارزې ته يې یوه نوې ساه ورکړه. هر وخت چې د چاپلوسو رسنیو له لوري په کومه موضوع دولتي فوکس ډېر و، سړی پوهېږي چې د مسئلې سرچپه کول رښتونی دی، مثلاً کله چې په رسنیو کې پرلپسې داسې تبلغېږي چې په پلاني ځای کې دومره او په پلاني ځای کې دومره طالبان تسلیم شوي دي دا په ډاګه کوي چې دولتي عسکر ډېر تسلیم شوي دي، ځکه دولت غواړي خپله تشه د مقابل له لوري په توهین او دخلکو په توجه اړولو ډکه کړي، په دې څو ورځو کې د طالبانو بریدونو دولتي مسوولین آن تر اشرف غني په اندېښنه کې کړي دي، ځکه هغه هم امریکايي سناتورانو ته په چینګه خوله اعتراف وکړ چې افغانستان له سخت امنیتي ګواښ سره مخ دی، ځکه خو دوی هم د طالبانو د ښکنځلو پروژه تېزه کړې ده او خصوصاً يې د سرتېرو بریدونو اړوند د اخیستل شویو مفتیانو له خولو تصویري لرې کړې دي.

خو دوی باید د ستر، دیني، ملي او تاریخي خیانت په بدل کې دغه تندریز ګوزارونه د طالب له لوري د ترحم تر ټولو ستره نمونه وبولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abid

فه عراق كي چي كوم مجاهدين جهاد كوي هغوي دامارت سره كوم تعلوق شته اوكنه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x