نظــر

د امریکا د فارن پالیسي تاریخ ته یو ځغلنده نظر! (۱)

د اوسني وخت حکومتونو او د نړۍ هیوادونو اقدامونه، فیصلې، حالات او چارې ډیر ژر پر نورو هیوادونو خپلې اغیزې خپره وي نو لهاذا په داسې نړۍ کې اوس په ځانته اوسیدلو څوګ نشي پاتې کیدای.

اړین دي چې نړیوال حالات، ماحول او اړیکۍ د دغه کوربه هیواد هم اغیزمن کړي نو ځکه هر آزاد هیواد چې ترسو موجود وي تر هغه پورې به هغه هرومرو فارن پالیسي (بهرنې چارې) ولري ترڅو د نورو هیوادونو دریځ د کوربه هیواد په هکله بدل کړي

او ورسره خپل ځان د نړیوال بدلیدونکیو واقعو سره هم بدل کړي.

کوم کوربه هیواد چې د بل هیواد سره د کومو اصولو په رڼا کې معاملات، مداخله او خپل ملي مفادات ساتي یا د بل هیواد سره د هغه اصولو په رڼا کې اړیکۍ ټینګې کړي چې د ملي مفاداتو په ګټه کې یې وي، د بهرنیو چارو په نوم یادیږي یا په خاصه اصطلاح د فارن پالیسي نوم ورکول کیږي.

د فارن پالیسي نه بغیر یو هیواد هغه بحري کښتې ته ورته وي چاته چې خپل منزل معلوم نه وي او هغه د تیزو بحري څپو او د طوفاني شرهاره هواګانو په رحم او کرم روانه وي!!!

د بهرنیو چارو یا فارن پالیسي په هکله به دلته د یو څو غربي سیاسي مفکرینو تعریفونه وړاندې کړو ترڅو تاسو د هغوي له انده هم خبر شئ او بیا به د امریکا په فارن پالیسي تاریخ ته یو ځغلنده نظر وړاندې کړو :

– پروفیسر ګبسن یې دا ډول تعریفوي : بهرنۍ چارې یا فارن پالیسي یو پياوړۍ پلان وي د کوم په بنیاد چې په علم او تجربې ایښودل شوی وي ترڅو د یو هیواد اړیکۍ د بل هیواد سره ټینګې کړي.

– سي سي روډ یې دا رنګه تعریفوي : د هغو اصولو مجموعه کوم چې د دې لپاره ټاکل شوي وي ترڅو د یو قام یا د یو هیواد د ملي مفاداتو ساتنه وکړي او ورسره د نورو(هیوادونو) عادات هم بدل کړي.

– پروفیسر ټایلر وايي:

A foreign policy is of a sort which will go on so long as there are sovereign states

ترڅو پورې چې یو آزاد هیواد یا ریاست وي تر هغه پورې به فارن پالیسي هم موجوده وي.

پس د بهرنیو چارو یا د فارن پالیسي وړوکې شانته تعرف څخه ؛ اوس به راشو اصلي موضوع ته د امریکا فارن پالیسي (بهرنې چاری) تاریخ ته.

د Imperial overstretch phenomena او د امریکا آزادي :

متحده امریکا چې کله د غربیانو په اند کولمبس ډیسکور یا کشف کړه ( که څه هم غرب وايي هغوي دا سیمه کشف کړه خو په حقیقت کې دا د هغوي له پلوه تیرۍ و کوم چې هغوي د هغه ځاې په اوسیدونکیو وکړ- امریکا کې ریډ انډین او نور اقوام د مخکې څخه اوسیدل!) نو څرنګه چې کولمبس د هسپانې په مرسته په لیار کې غلط شوې راغلې و نو ځکه دغه ځاې د هسپانې کالوني شوه او یا یې پرې قبضه وکړه. وروسته دغه ځاې د پورتګالیانو رحم او کرم ته پاتې شو او بیا د انګلستان د یو داسې استعمار برخه وګرځول شوه چې په درسته سیمه کې یې لمر نه ډوبیده!

انګلستان چې د استعمار په آپیمي نشه کې راغلې و هر ځاې به یې خوله اچوله او هر څوګ به یې داړل د همدې له امله هغوي په یو وخت کې څو ځایه په نښتو او جګړو کې ګرفتار شول، انګلیس خپل ځان دومره خپور کړې و چې بلاخره د Imperial overstretch phenomena په منګولو کې ونښته او امریکا یې دلاسه ولاړه او یا یې خپله ورکړه ترڅو خپل ټول پام د میسور زمري ته راواړوي او د لاس څخه یې د سرو زرو مرغۍ ونه وځي.

له پورتنې ستونزې سره دویمه ستره ستونځه انګلیس ته دا وه چې هغوي د بانک آف انګلینډ ډیر پور وړې و او د دغه پور ختمولو لپاره هغوي په امریکا کې ټیکس ډير لوړ کړ، دغه لوړیدل ول چې د امریکا مړ ضمیر بلاخره رابیدار شو او د taxation for representation لومړۍ شعار یې ورکړ خو کله چې حالات نور هم تریخ شول نو هغوي د چایو د میلۍ څخه په اوځګاریدلو د خپلې آزادۍ لومړۍ سفر پيل کړ! ( Tea party د امریکا د آزادۍ جګړۍ پیل- کله چې هغوي د انګلیس د چایو څخه ډکې کښتې اوبو کې خالي کړې او دا د ټي پارټي په نوم یادیږي)

د امریکا ایالات، کوم چې د آزادۍ په وخت کې یوازې دیارلس (۱۳) کالونیانې یا آیالتونه ول او اوس پنځوس (۵۰) دي، د انګلیس دیارلس مستعمرې کالونیانې وې دغو کالونیانو بلاخر د امریکا متحده ایالات جوړ کړ او په ۴ جولاي ۱۷۷۶ يې د آزادۍ اعلان وکړ، دغه د آزادۍ اعلان درې مادې درلودې :

۱- د انسان حقوق او د انقلاب قانوني پیژندل

۲- د انګلیس جیورج ۳ خلاف یو څو رنجشونه یا د شکایاتو لیست

۳- د دستور مطابق یا په ظاهري توګه د آزادۍ اعلان!

د امریکا فارن پالیسي په مختلفو پړاونو کې:

د امریکا متحده آیالتونو چې څرنګه د ډیرې مودې د انګلیس د استعمار لاندې شپۍ او ورځې تیرولې بلاخره په ۱۷۷۶ کې خپله آزادي اعلان کړه او ورسره یې د انګلیس خلاف خپله د آزادۍ جګړه ولوبوله . بلاخره د امریکا متحده آیالاتو په ۱۷۸۸ کې خپل دستوري قانون هم عملي کړ او داسې یې د یو آزاد هیواد شپې او ورځې پيل کړی.

مونږ به د امریکا فارن پالیسي په مختلفو پړاونو کې وګورو چې په مختلفو وختونو کې د هغې څرنګه پالیسیانې وې، په مختصره توګه زه دغه پړاونه په لاندې توګه ویشم :

۱- لومړۍ پړاو : د آزادۍ څخه تر اولنې نړیوالې جګړې پورې (۱۹۱۷-۱۷۷۶)

۲- دویم پړاو : د مورنې ډاکټرائین څخه تر لومړې نړیوالې جګړۍ پورې (۱۹۱۷-۱۸۲۵)

۳- دریم پړاو : د اولنې نړیوالې جګړې څخه تر د اسرائیل جوړیدو پورې(۱۹۴۸- ۱۹۱۷)

۴- څلور پړاو : سړه جګړه (۱۹۹۱-۱۹۴۷)

۵- پنځم پړاو : د شوروي د ماتیدلو څخه تر دی مهاله (۲۰۰۱-۱۹۹۱)

لومړۍ پړاو : د آزادۍ اعلان څخه تر لومړۍ نړیوالې جګړۍ پورې (۱۹۱۷-۱۷۷۶)

د امریکا متحده آیالاتو د فارن پالیسي دغه لومړۍ پړاو که مونږ بیا په څو مختلفو پړاونو کې وویشو ترڅو په آسانې سره پرې پوه شو :

۱- د آزادۍ اعلان څخه تر فرانس- امریکا معاهدې منسوخ کولو پورې (۱۷۹۳-۱۷۷۶)

۲- د تهامس جیفرسن اولس مشرې څخه تر مورنې ډاکټرائین پورې ( ۱۸۲۵-۱۸۰۰)

۱- د آزادۍ اعلان څخه تر فرانس- امریکا معاهدې منسوخ کولو پورې (۱۷۹۳-۱۷۷۶)

د متحده آیالاتو امریکا چې کله په څلورم جولائ ۱۷۷۶ء کې د خپلې آزادۍ اعلان وکړ نو امریکایانو تر میاشتو بلکه کلونو پورې ډیر مشکلات او ستونزې د انګلیس استعمار خلاف وګالل. د څلورم جولای ۱۷۷۶ء څخه نیولې تر ۳ سپتامبر ۱۷۸۳ پورې هغوي د خپلې آزادۍ جګړه ولوبوله. په دغه جګړه کې به کله د انګلیس استعمار برتري اخسته او کله به د متحده آیالاتو مشر جیورج واشنګټن . خو ډیر ځله داسې وشول چې د انګلیس یو جنرال هوئ (Howe) به په وخت فیصله نشوه کولای او د باغیانو ختمولو مهم به یې راتلونکي پسرلي پورې ځنډاوه چې دغه به بیا د امریکايي باغیانو مشر جیورج واشنګټن ته مواقع ورکړې ترڅو خپل ځان تیار او د رسد لیارې ځانته برابری کړي. په دغه اوه کلنه اوږده جګړه کې امریکایانو ته د یو بهرني قوت بلخصوص د یو اروپايي طاقت د همایت اړتیا وه، بلاخر هغه دوي ته د فرانسې په شکل کې پیدا شوه. د فرانسې په خلګو کې د امریکایانو د دغه بغاوت او د آزادۍ په جګړه پلي کولو په هکله ډير زیات جوش او خروش ؤ بلکه د فرانسې دانشوره طبقه او خلګو هم د خپل حکومت د فیوډالي، او د مراعات لرونکیو خاندانو خلاف د اتڼ میدان ته مټۍ، او پینسې بډ وهلې او سرونه یې ورته د بغاوت په غوړیو غوړ او د آزادۍ په نشه کې مست کړي ؤؤ چې دغه بلاخره د فرانسۍ فیوډالانو او مراعات یافته خلګو د دربارونو څخه په (۱۷۸۹ء) کې دوړۍ پورته کړې.

که څه هم د فرانسې شهنشاه لويي په داسې تخت ناست ؤ چې تقریباً ټول وینۍ وهلې ؤ خو بیا هم د هغه د متحده آیالاتو امریکا حمایت نظریاتي نه ؤ بلکه جغرافیاوي ؤ د هغه شهنشاهۍ د مرګ په بستره پرته ؤه خو په هغه کې لا دومره زور باقي ؤ چې د انتقام جذبۍ ترې وخوټکیږي او په همدی وجه هغه د امریکایانو حمایت وکړ ترڅو د انګلیس څخه د ۱۷۶۳ء بدل واخلي!

امریکایانو د فرانسې دغه موقف نور هم پياوړي کولو لپاره فرانسې ته خپل یو ډیر قابل ترین ډیپلومات او راتلونکې صدراعظم تهامس جیفرسن په ۱۷۷۶ء کې ولیږداوه، هغه په خپل فراست، چالاکۍ، فهم او دانشمندې باندې ډیر ژر د فرانسې حمایت او امداد حاصل کړ چې بلاخره د همدې حمایت او امداد په دولت هغوي د انګلیس څخه د پاریس په معاهده کې خپله آزادي یا یې خپل ځان په هغوي تسلیم کړ.

د تهامس جیفرسن د هوښیارې په دولت بلاخره د فرانسې څخه لومړۍ امداد په مئی ۱۷۷۶ء کې د امریکا متحده آیالاتو ته پیل شو او په څوارلسو بحري بیړیو کې ورته د جګړۍ ساز و سامان ورسول شول.

په ۶ فبروري ۱۷۷۸ء کې فرانسې او د امریکا متحده ایالاتو یوه معاهده وکړه چې د دغې معاهدې په ترڅ کې فرانسې د امریکا آزادي تسلیم کړه او امریکا ته یې تجارتي مراعات ورکړل، د دغه معاهدې له رویه که چیرې په دغه جګړه کې فرانسې برخه واخسته نو دواړه به تر هغه دمه پورې خپلې ګوتۍ د ماشې څخه او تورې به په تګي کې نه ایږدوي او دواړه به تر هغه پورې د انګلیس سره صلح یا معاهده نه کوي ترڅو پورې چې دواړه پرې متفق شوي او د امریکا متحده آیالاتو آزادي نه وي اخستې!

د دغه معاهدې نه پس په جون ۱۷۷۸ء کې انګلیس د فرانسویانو په بحري بیړیو ګولې وورولې او داسې د دواړو ترمنځ یو جګړه پیل شوه په دې حال کې هسپانې هم دغه جګړۍ ته ودانګل ترڅو د انګلیس څخه هغه پخوانې علاقې بیرته واخلي کومې چې ترې هغه قبضه کړې وی. د دغه اروپايي طاقتونو په مداخله کې دغه جګړه په هغه لور روانه شوه چې ته به وایې ګویا چا په اور تیل اچولي وي.

په جولائ ۱۷۸۰ء کې د فرانس لويي XVI د Comte Jean Rochambeau په سربراهې کې ۶۰۰۰ فوځیان امریکا ته ولیږدول، فرانسویانو د انګلیس بحري طاقت هم محاصره کړې و او د نیویارک ښار او ورجینیا ترمنځ یې د انګلیس فوځ منقطع کړې و او داسې انګلیس فوځ ته رسد نه شو رسیدی بلاخره انګلیس د کارنوالس په سربراهې کې په پارک ټاون کې په ۱۷۸۱ء کې سره د ۸۰۰۰ فوځیانو اسلحه وغورځوله.

د کارنوالس په ماتې امریکا آزادي حاصله نه کړه بلکه دغه جګړه دوه کاله نوره هم وغځیده بلاخر ۱۷۸۲ ء کې امریکایانو د پاریس مذاکراتو لپاره بینجمین فرینکلین، جان آیډمز او جان جئ ولیږدول او په دریم سپتامبر ۱۷۸۳ کې انګلیس د پاریس په معاهده کې د دغو دیارلسو ایالاتو ریاست تسلیم کړ!

د آزادۍ په حاصلولو متحده آیالاتو خپل ډير زور د قانون جوړولو پلو ته کړ او داسې هغوي خپل قانون په ۱۷۸۹ء کې هم نافذ کړ.

کله چې امریکایانو آزادي واخسته هغوي ټول زور خپل کورنۍ کارونو ته راواړو ترڅو هیواد کې دننه امن راولي، خپله نوي اخستل شوې آزادي وساتي نو دې لپاره اړین ؤ ترڅو دوي خپل ځان د اروپايي طاقتونو څخه لیری کړي مګر دوي په دغه وخت کې د فرانسۍ او لويي سره په یوه معاهده کې نښتي ؤؤ، خو کله چې په ۱۷۹۳ء کې لويي په قتل ورسول شو او انګلیس، هسپانیه، او هالینډ د فرانسې خلاف جګړه پیل کړه، اوس امریکا کوم چې د فرانسې اتحادي ؤ هغه ته پکار ؤ ترڅو د فرانسې لپاره د ویسټ انډیز دفاع وکړي خو د امریکایانو د آزادۍ جګړۍ له امله اقتصادي حالت ډیر خراب شوي ؤؤ او داسې د لويي د مړینې نه پس جیورج واشنګټن په ۲۲ آپریل ۱۷۹۳ء کې د ۱۷۷۸ء معاهده منسوخ کړه!!!

په دغه لومړي پړاو کې د امریکایانو بهرني دغه چارې وی ترڅو یو داسې هیواد پیدا کړي ترڅو نه یوازې ترې د خپل بغاوت او د آزادۍ جګړۍ لپاره د جګړې سامان واخلي او په هغه هیواد خپل ځان تسلیم هم کړي نو د دې لپاره هغوي یو داسې حمایتي پیدا کړ ، چا چې انګلیس هم نه یوازې خپل دښمن ګاڼه بلکه خپل انتقام یې هم ترې اخستل غوښته نو ځکه فرانسه او امریکا په دغه اتحاد کې سره یوځای شول. د امریکا په دغه کورنې جګړه یا د آزادۍ په جګړه کې چې څومره هم ګولې او بارود استعمال شول ټول د فرانسې څخه ول!!!

خو کله چې امریکا خپله آزادي واخسته او کله چې ورته د فرانسې اړتیا پیښه شوه نو جیورج واشنګټن د اتحاد معاهده وشلوله او ځان یې د جګړۍ څخه لیرې کړ، له دغه ځاې څخه د امریکا غیر جانبدارانه پالیسي شروع کیږي او درست زور یې پخپل کورني حالت ښه کولو کې لګیږي!!

۲- د تهامس جیفرسن د اولس مشرې څخه تر مورنې ډاکټرائین پورې ( ۱۸۲۵-۱۸۰۰)

د امریکا لومړۍ صدر اعظم جیورج واشنګټن دوه ځله تر ۱۷۹۷ء پورې خپل دفتر کې پاتې شو، د خلګو د سخت ټینګار باوجود هغه د سیاست څخه ریټائرډ (تقاوت) شو، د هغه نه پس د امریکا دویم صدر اعظم جان کې آیډمز جوړ شو خو په ۱۷۹۸ء کې هغه په کورونو، ځمکو او غلامانو نوي ټیکسونه ولګول چې له دې فعل څخه ډير خلګ متاثر شول وروسته د ۱۸۰۰ په انتخاباتو کې تهامس جیفرسن په دغه معاملاتو کې دهقانان، دکانداران او غریب خلګ خپل همنوا جوړ کړل او له دې وجهې هغه په انتخاباتو کې صدر اعظم راووت.

د تهامس جیفرسن په دوره کې د زرعت او غرب پلو تللو حوصله افزايي وشوه، د امریکا قرضونه ډیر زیات کم کړل شول، د ووټ (رایه) اچولو لپاره یې د جائداد شرط ختم کړ او د غلامانو او قرضدارانو لپاره یې نرم قانونونه وضع کړل.

په دغه ۲۵ کلونو (یعني د ۱۸۲۵-۱۸۰۰ پورې) کې د متحده امریکا بهرنې چارې په لنډو ټکو کې په لاندې توګه پرمخ ولاړی :

الف : د متحده آیالاتو امریکا سیمې دوه چنده (Double) کول

ب : اقتصادي بندیزونه (Embargoes) او درآمدي ټیکسونه (Tariffs)

ج : د ۱۸۱۲ جګړه

د : د مونروی نظریه یا Monroe Doctrine

الف : د متحده آیالاتو امریکا سیمې دوه چنده (Double) کول :

د تهامس جیفرسن په دوره کې امریکا خپلې مجموعه سیمې کومې چې هغې د خپلې آزادۍ په وخت کې ترلاسه کړې وی دوه چنده (Double) کړې. تهامس جیفرسن د لوزیانیا سیمه د ناپیلیون بوناپارټې فرانسې څخه په ۱۸۰۳ء کې په یو کروړ او پنځوس لکه ډالره (۱۵۰۰۰۰۰۰$)باندې واخسته.

په دغه وخت کې د فرانسې مغروره فاتح ناپیلیون ته د پیسو اړتیا پیښه شوی وه ترڅو خپله جګړه وغځوي نو هغه ځکه دغه سیمه په امریکا خرڅه کړه.

د لوزیانیا سیمه په شپږویشتو(۲۶) لکو مربع کیلو میترو کې پرته وه او په دغه ځاې کې دوه بندرونه : نیو او لینز هم شامل ول!

د دغه سیمې په اخستلو امریکایانو ته یوه زرخیزه ځمکه، ځنګلات، غرونه، او د سیندونو نظام (سیندونو لیارې) په لاس ورغللی، دغه سیمه تقریباً په ۸۰ کلونو کې بیا د امریکا تر ټولو اهمه سیمه او په نړۍ کې یو د زیاتو زرعي پیداوارو سیمو څخه وګڼل شوه.

ب : اقتصادي بندیزونه (Embargo) او درآمدي ټیکسونه (Tariffs)

کله چې د فرانسې مغروره فاتح او ځوان ناپیلیون بوناپارټې د هغه په اند The nation of shopkeepers (د دکاندارانو قام- یا د تجارانو قام) انګلستان باندې د حملې تیارې ونیو او خپل فوځ یې د انګلش چینل په غاړه په مورچه کې واچوه. دې سره انګلیس او فرانس په یوه جګړه کې ښکیل شول. په دغه حالاتو کې په ۱۸۰۵ء تهامس جیفرسن د خپلې دویمې دورې په پیل کې وویل :

امریکا به د فرانسې او انګلیس په کش مکش کې غیر جانبدار وي.

خو د بل خوا دواړو جانبینو، انګلیس او فرانس، دا کوښښ وکړ ترڅو غیر جانبداره کښتۍ د یو بل په بندر کې داخل نه شي. انګلیس څوګ چې د خپل بحري قوت په توګه په درسته نړۍ کې مشهور ؤ او چا چې د نړۍ بحري ستراتیژیکي لیارې په خپل محور کې درلودی بلاخره زیاتره دغه کښتۍ لټولی او پخپله قبضه کې به یې اخستې.

که څه هم د انګلیس بحري قوت معلوم ؤ خو په دغه وخت کې د بحري بیړیو بهرتي کولو لپاره څوګ تیار نه ول، که کوم یو به و هغوي به هم وتښتیدل او یا به د امریکا په بحري بیړیو کې پټيدل. د دغه کار په دولت انګلیس د امریکایانو بحري کښتۍ لټولې او خپل کسان به یې په زوره بوتلل او ورسره به يې کله کله د امریکایانو بحري ملاح یا کسان هم په زوره بوتلل، دغه کار امریکایان وزورول او تهامس جیفرسن انګلیس ته وویل چې خپلې جنګي بحري بیړۍ دی د امریکا د بحري حدودو څخه وباسي!

د تهامس جیفرسن د دغه بیان په ځواب کې انګلیس نور امریکايان هم د ځان سره بوتلل، امریکا او تهامس جیفرسن بلاخره مجبور شو چې د انګلیس خلاف اقتصادي بندیزونو په وجه د فشار لاندې راولي، ځکه هغه د کانګرس څخه یو ایکټ (قانون) په دسمبر ۱۸۰۷ء کې پاس (ومني) کړ چې د Embargo Act په نوم یاد شو. د دغه قانون په دولت د ټولو ملکونو سره تجارت باندې پابندي ولګیدله!

خو دغه قانون د امریکا په زراعت او امریکایانو باندې ښې اغیزی ونه لرلې، د دغه قانون په دولت په نیو انګلینډ او نیویارک کې اندیښمنې خپرې کړی او د شمال او جنوبو خلګو ونشو کړای ترڅو خپل فاضل زرعي پيداوار، تمباکو، غوښه په نورو هیوادونو خرڅه کړي.

د پورتني قانون اثرات په امریکا او امریکايي خلګو ښه ونه لګیدل نو ځکه تهامس جیفرسن په ۱۸۰۹ء کې یو بل قانون امضاء کړ چې د Non- intercourse Act په نوم یاد شو، د دغه قانون په اند امریکایان او امریکا د فرانسې او انګلیس او د هغوي ماتحتو سیمو نه علاوه د نورو خلګو او د نورو سیمو اوسیدونکو سره تجارت اجازت ورکړ.

د انګلیس بحري بیړو امریکایان نیول او خپلو بیړیو کې یې تری کار اخسته او بل د امریکایانو په اند د کاناډا لخوا د انګلیسي ایجنټانو په واسطه ریډ انډینز راجږیدل، دغه دوو واقعو له وجهې امریکایانو کې د یو جګړۍ لپاره روحیه تیاره شوه چې بلاخره هغوي د انګلیس خلاف په ۱۸۱۲ کې یوه جګړه وکړه چې ذکر به یې وروسته راشي.

د دغو پالیسو په دولت امریکایانو ځان د اروپايي طاقتونو څخه لیری کول غوښته، د هغوي د پرمختګ څخه يې ځان مستفید کول غوښته ؛ یوازینې وجهې یې دا وې ترڅو کورني حالات سم کړي، خپله آزادي برقراره وساتي او د پرمختګ په لیار روان شي ځکه هغه وخت کې هغوي د یو اروپايي طاقت سره د مقابلې توان نه درلود، هغوي په قرضونو کې ډوب ول، کور کې دننه ورته ریډ انډینز راپورته کیدل او بیا وروسته امریکا د کورنۍ جګړۍ پلو ته لاړل.

ج : د ۱۸۱۲ء جګړه

کله چې د ناپلیون فرانسې او د انګلیس ترمنځ جګړه پيل شوه متحده آیالاتو خپل ځان د دغه جګړۍ څخه ګوښه اعلان کړ، خو درستې تجارتي لیارې د انګلیس په لاس کې وې او د دغه امله د امریکا اروپاء سره تجارتي اړیکو صدمه ولیدله، ورسره انګلیس د امریکا ډير بحري کسان نیولي ول او خپلې کښتۍ یې ورباندې چلولې، ورسره په متحده ایالاتو کې د خلګو ترمنځ دا سوچ جوړ شوې و یا د کومې پروپاګندې په واسطه خلګو ذهنونو کې دا اچول شوي ؤ چې د ریډ انډینز په راپورته کولو کې د انګلیس ایجنټانو لاس د ګاونډي هیواد کاناډا څخه لري. نو ځکه د خلګو خواهش ؤ ترڅو په کاناډا حمله وکړل شي او فتح کړل شي، هلته به د نويو ابادکارانو ته هم ځای پيدا شي او د انډینز څخه به انګلیسي اثر و رسوخ هم ختم کړل شي دغه سره د انګلیس امریکايي ملاح بهرتي کول ول چې امریکایان یې یوې جګړۍ ته چمتو کړل او هغوي داسې دغه جګړۍ ته اماده شول.

دغه جګړه یوی خوا ته هم فائده ونه رسوله او نه پکې کوم یو په ښکاره توګه فاتح راووت، پس د ډیرو جګړو څخه اول امریکایان صلح ته اماده ول خو انګلیس ورسره ونه منله خو کله چې ډیوک آف ویلینګټن د ناپیلیون بوناپارټې یا فرانسې سره په جګړه بوخت ؤ نو دغه جګړۍ د انګلیس خزانه تقریباً خالي کړې وه نو ځکه د ډیوک اف ویلینګټن په مشوره دغه صلح وکړل شوه.

که څه هم د دغه جګړۍ په پاې کې یوه خوا هم فاتح راونه وتله خو د دغه جګړۍ څخه وروسته په امریکا کې د صنعتي کیدلو دور پيل شو، سړکونه او د ریل ګاډیو پټلۍ وغځیدلې، خپلو نويو صنعتونو د ژغورلو په خاطر په ۱۸۱۶ء کې هغوي په برامداتو ټیکسونه ولګول.

د میډیسن په دور کې امریکا د هسپانې څخه د فلوریډا ځمکه هم واخسته او داسې د هغه په دوره کې امریکا خپلې ټولې سیمې دوه چنده کړی.

د : د مونروی نظریه یا Monroe Doctrine

د ۱۹ پیړۍ په پیل کې لاطیني امریکا انقلابونو کې راګیره شوه، د متحده ایالاتو آزادۍ او امریکايي انقلاب څخه وروسته د لاطیني هیوادونو په زړونو کې هم د انقلابونو لپاره ځاې او همدغه یې موخه پاتې شوه. کله چې ناپیلیون بوناپارټې هسپانې ته په ۱۸۰۸ء کې شکست ورکړ نو دغه خبر د لاطیني امریکایانو لپاره یو ګرین سګنل ( د اجازت اشارت) ؤ.

په ۱۸۲۲ء کې څلورو هسپانوي مستعمرې : ارجنټینا، چیلي، میکسیکو او شمالي کیلیفورنیا آزادي واخستله، متحده ایالاتو هم په دغه انقلابونو کې دلچسپي اخسته او دا یې د استعمار خلاف خپله تجربه په دویم ځل کتله.

صدر اعظم جیمز مونروی د خپلو خلګو په فشار دغه لاطیني امریکايي هیوادونو آزادي يې تسلیم کړه او ډیر ژر یې دلته خپل وزیران د تبادلې لپاره ولیږدول او دغې بیا د هغو هیوادونو د خپلواکۍ او د هغوي د آزادۍ توثیق وکړ!

کله چې اروپاء کې د روس، پرشیا او د آسټریا یو مقدس اتحاد جوړ شو، دوي غوښتل چې دغه انقلابونه د هغوي هیواد کې وردننه نشي، ځکه دا بیا د بادشاهت لپاره ستر خطر و، تر کومه پورې چې د دې ځای پوری خطر ؤ نو امریکایانو ته هیڅ خطر نه ؤ خو کله چې دغه اتحاد پریکړه وکړه ترڅو د هسپانۍ دغه مستعمرې بیرته په حال کړي نو امریکایان یې ورسره ولړځول.

د انګلیس په مفاد کې نه و چې دغه مستعمرې بیرته هسپانۍ ته حواله کړل شي ځکه د هغې دلته سخت زیات تجارتي ګټۍ وی نو د دغه لپاره هغوي امریکایانو ته وړاندیز وکړ ترڅو په یوځاې د دغو لاطیني امریکا دفاع وکړي.

متحده آیالاتو او خصوصاً د هغوي وزیر خارجه جان کوئینسي آیډم دغه پریکړه وکړه او خپل صدر اعظم جیمز مورنی ته یې وویل :

یو طرفه پریکړه او دفاع به اغیزمن، د دیانت څخه ډک، او پر وقاره وي او د بل خوا به مونږ فرانسې او روس ته هم وویل شو چې مونږ د انګلیس لکۍ نه یو!

خو کله چې په ۱۸۲۳ء کې دغه خبر خپور شو چې انګلیس به د مقدس اتحاد او فرانس خلاف د لاطیني امریکا دفاع کوي نو صدر اعظم جیمز مورنی هم دغه وخت کانګرس (امریکايي پارلمان) ته خپل کلنۍ تقریر کاوه نو هغه د دغه تقریر څخه ګټه واخسته او یوه پریکړه یې وکړه چې وروسته بیا د مورنی ډاکټراین په نوم یاده شوه او د کومې په مرسته چې امریکا تر لومړۍ نړیوالې جګړۍ پورې او د ۱۹۲۰ء څخه بیا تر دویمې نړیوالې جګړۍ پورې عمل وکړ!

د هغه د تقریر برخه چې دغه نظریه ترې برسیره ښکاري، څه داسې ده :

په آئینده کې هیڅ کله هم یو اروپايي طاقت د امریکا د براعظمونو خپل مستعمره ګرځولو په هکله سوچ ونه کړي، مونږ به د هغوي دغه دریځ د هغوي د سیاسي نظام خپریدل، د ملکونو نیول او د خپل آمن او سلامتې لپاره خطر وګڼو.

مونږ تراوسه پورې نه د کوم اروپايي طاقت لاندې کوم ځاې یا ماتحته سیمه کې مداخلت کړې او نه به يې وکړو. خو څومره حکومتونو چې د خپلو آزادۍ اعلان کړې، او چا چې خپلې آزادۍ برقرارې ساتلي او د چا آزادي چې مونږ تسلیمو، مونږ هیڅ کله هم د اروپايي طاقتونو له طرفه د دغه هیوادونو د ځپلو یا په کوم بل انداز د هغوي کنټرول کولو په غرض هلته مداخلت کول، به د امریکا خلاف غیر دوستانه فعل وګڼو.

که څه هم امریکایانو په دغه پورتنې نظریې باندې تقریباً تر سلو کلونو پورې عمل وکړ خو په اصل کې دغه نظریې خپل ځان سره د امپریالیستي ریښۍ لرلې.

د دغه نظریې یا پالیسي څخه مونږ دا مطلب هم نه شو اخستی چې متحده ایالاتو هیڅ هم په نړیوال سیاست کې برخه وانخسته بلکه هغوي په منځنۍ امریکا، هسپانوي جګړو، او په میکسیکو کې مداخله وکړه خو هغوي ته هغوي د انصاف او انسانیت (Justice and humanity) نوم ورکړ لکه څرنګه یې چې په افغانستان یرغل ته (Operation enduring freedom) نوم ورکړی!

ځکه خو مشهور مزاح نګار ډیو بیري د مونروی ډاکټرائین په دریو څادو ټکو کې نغښتلې ده :

۱- په دغه ځمکنې کره کې یو قام هم د بل قام په کورنیو معاملاتو کې د مداخلې هیڅ حق نه لري.

۲- خو دغه حق یوازې مونږ ته شته!

۳- ها ها ها ها ها ها

د دغو پورتنیو پالیسیو باندې متحده ایالاتو نه یوازې خپل راتلونکې اوږد پلان واوروه بلکه اروپايي طاقتونه یې هم اخطار کړل ترڅو په درست امریکايي براعظم کې ګوتې ونه وهي، داسې متحده آيالاتو ځان یو نړیوال طاقت لپاره تیاروه او دې لپاره پکار ؤ ترڅو د خپل ګاونډ څخه اروپايي طاقتونو نفوذ لیرې کړي او هغه هغوي د دغه ډاکټرائین په واسطه وکړ!

په درنښت، دویم پړاو ان شاء الله بیا……..

احمدبلال

……BS-Economics & IR (contin

aahmed.belal@hotmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x