ټولنیزه برخه

د پیدایښت حقیقت ـ د ډاروین د نظریې رد ـ څلورمه برخه

لیکوال: محمد فتح الله ګولن
 ژباړن: دادمحمد ناوک
هغه توري او کليمې چې ژبه ترې جوړېږي، څو محدود حرفونه او کلیمې دي، مګر هره خبره پر همدې محدودو حروفو او کلماتو کېږي. داسې که په یوه اووه توریزه کلیمه کې شپږ توري عین شی وي یواځې د یوه توري بدلون يې له بلې کلیمې نه بېلولای شي. په ورته توګه که اووه همدا ډول کلیمې ولرو، نو د دوی د شپږو تورو یو رنګوالی باید داسې تعبیر نه شي چې دوی له یوبل نه مشتق شوې دي. هغه څه چې دغه کلیمې يې کلیمې يې کړې دي او دې تورو ته يې شکل ورکړی د کلیمو ماناوې دي. په همدې ډول په ژوندیو موجوداتو کې هم د دندو، او جوړښتونو ورته والی یوه اړتیا ده. ژوندي موجودات د ورته والي نامتناهي تنوع لري او له ورته عناصرو جوړ شوي دي، ټول ورته والي يې عین ارادې، قصد او مانا ته اشاره کوي. پر همدې اساس څرنګه چې مانا ته په کتو کلیمه جوړېږي همدا ډول ژوندي موجودات د هغوی هدف او مانا ته په کتو پیدا کېږي او مناسب جوړښت او غړي ورکول کېږي. ځکه خو په ژوندویو موجوداتو کې ورته والي د ډاروین د نظريې په اساس اشتقاق پر مانا نه، بلکې برعکس يې خېژي.

دویمه دا چې د ځمکې پر مخ زرګونه ډوله موجودات ژوند کوي، که چېرته هر ډول ته ځانګړی، صورت، جوړښت او غړي ورکړل شوي وای، یو ډول ګډوډې به يې پیدا کړې وه. که یواځې د انسان اړوند فکر وکړو، انسان د ژوندیو موجوداتو په وړاندې یو ډول دی، که چېرته هر انسان ځانګړی، صورت، جوړښت او غړي لرلای، نو د ځمکې پر مخ به يې پېژندنه، اړیکې، همغږې، اوسېدنه او ټولنیز کېدل سخت و. او په پای کې به داسې یوه نړۍ رامنځ ته شوې وه، چې ژوند به پکې سخت و.

همدارنګه دوه یا څو ورته شیان دا مانا نه لري، چې یو دې عین هغه بل وي. مثلاً په مایع برخه کې د ګل اوبه هم مایع دي او د مالګي اسید هم؛ خو عین شی نه دي، یو سړی اراموي او بل يې سوځوي. همدارنګه، لمر، ډېوه او برېښنا درې واړه روښنايي ورکوي، خو ټولې له یوې سرچینې یا عین شی نه شو ګڼلای. له حیوان سره د انسان د یو څو غړو ورته والی یا هم لا ډېر ورته والی دا مانا نه لري چې د دوی ترمنځ دې انتقال ـ ترانسفورمیسم ـ شوی وي.ځکه چې هر موجود ته د هغه له ژوندکولو سره برابر غړي ورکړل شوي دي. داسې غړي هم په بدن کې شته چې تر پرونه بې ضرورته بلل کېدل خو نن معلومه شوه چې ډېرې سترې دندې پر مخ بیايي.

پر دې سربېره کله په طبیعت کې داسې شیان هم پیدا شي یا شته، چې د هغوی جوړښت له خپل چاپیریال سره په ضد کې ښکاري، مګر دا چې دغه ډول موجودات څه ارزښت لري، باید بحث پرې وشي. خو موږ تر اوسه نه یو توانیدلي چې د طبیعت ټول رمزونه معلوم کړو. کله د تزین د عنصر غوندې یو شی د پام د را اړولو لپاره په نامناسب ځای کې اېښودل کېږي. که د چا سترګې پرې ولګېږي او همدې شي ته په کتو په عمومي جوړښت حکم وکړي ښه نه کوي. هو، دا، د ازموينې ځای دی چې ډېر پکې ښویېدلي دي. یوه زر دروازه لرونکې ماڼۍ که په نظر کې ونیسو چې دوه دروازې بندې دي، د دې دوو دروازو د بندېدو په اساس د ټولې ماڼۍ پر بندېدو اطلاق ستره غلطي ده. همدارنګه، داسې یوه ونه چې رېښې، تنه، ښاخونه، پاڼې او مېوې يې روغې ـ رمټې وي، خو د دوو خرابو مېوو له مخې په ټوله ونه د خرابۍ حکم یوه جدي غلطې ده چې په عین شکل د یو دوو غړو په ـ نه ودې او نه پر مختګ ـ هغوی بې ګټې بلل او پر همدې اساس د د ډولونو ـ انواعو ـ ترمنځ د بشپړتیا د انتقال پرمانا اخیستل یوه غیر علمي غلطې ده.

ډاروین، د ورته خوځښت او د حیوان او انسان ترمنځ د ځينو ناروغیو ګډون هم یو دلیل ګڼي. دې دلیل ته يې هم پر پورتنیو خبرو سربېره باید وویل شي چې تر اوسه پورې په انسان کې لسګونه ډوله ناروغۍ تثبیت شوي دي، چې که يې ښاخونه ورسره حساب شي نو ښايي سلګونو ډولونو ته ورسېږي. نو که چېرته د هر ډول ژوندي سري ـ نوعې ـ لپاره بېلابېلې ناروغۍ وای نو د ناروغیو شمار به هم لایتناهي ته رسېده. دویم دا چې د انسان او حیوان ترمنځ د ناروغیو ګډون یوه طبیعي پېښه ځکه ده چې ډېر يې له یو ډول موادو جوړشوي او ورته دندې پر مخ بیايي. او له دې موضوع نه د ژوندیو موجوداتو د مشتق کېدو انګېرنه بېخې سمه نه ده. پر دې سربېره ډېرې انساني ناروغۍ په عین شکل یا کمښت سره په بېزوګي کې نه لیدل کېږي. خو د دې برعکس یو ډول یا ورته ناروغي د حیواناتو په مختلفو ډولو کې لیدل کېږي. مثلاً د وینې سرطان په پیشوګانو او غواوګانو کې، د شریانانو ټینګښت په خرس او کوترو کې، د وینې کلکېدل په سپوکې، د معدې تېزاب په خرسانوکې، د صفرا تېږه په سویانو کې، د بډوډي تېږه په سپو کې او …

پورته ناروغیو ته په کتو ایا ویلای شو، چې انسان له موږک، سپي یا غوا نه پیدا شوی دی ـ مشتق شوی دی ـ ؟ په انسان او حیوان کې عین ویروسونه او بکتریاوې ژوند کولای شي، دا یو دلیل هم د منشاء پر یووالي دلالت نه کوي. د ځینو الوتونکو ناروغۍ هم په انسان کې پیدا کېږي په داسې حال کې چې انسان او الوتکي مرغان په بیالوژيکي لحاظ ډېر سره لرې دي. خو که يې څوک د دې ناروغیو د ګډون په خاطر انسان مرغانو ته نږدې ور بولي هغه د ډاروین نظریې ته لا لغته ورکوي، ځکه هغه پر بشپړتیا باوري دی او د حیوان او انسان ترمنځ يې بېزوګی ټاکلی.

پاتې شته…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالهادی شاکر

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د نن ټکی اسیا اداره سخه په درنښت هیله کوو چی د اوژدی لیکنی چی څو برخی لری د لیکنی په پای کی د پاتی برخی لینک هم نشر کړی چی هرڅوک وکولایسی چی پاتی برخی هم په اسانی سره ولولی.
مننه
الله مو تل شاد او اباد لره

عبدالهادی شاکر

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د نن ټکی اسیا اداره سخه په درنښت هیله کوو چی د اوژدی لیکنی چی څو برخی لری د لیکنی په پای کی د تیری سوی برخی لینک هم نشر کړی چی هرڅوک وکولایسی چی تیری سوی برخی هم په اسانی سره ولولی.
مننه
الله مو تل شاد او اباد لره

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx