افغانستان

داودزی: زموږ ځواکونه په ټول هېواد کې حاکمیت لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر عمر داودزی د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له امنیه قومندانانو سره په خبرو کې وویل چې دولتي امنیتي مسوولین په ټول هېواد کې حاکمیت لري.

عمر داودزی په داسې حال کې پورته څرګندونې وکړي چې تېره ورځ د همدې وزارت د مسوولینو پر تائید د طالبانو له لوري په سرپل ولایت کې څلوېښتو تنو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

سرپرست وزیر امنیه قومندانانو ته ډاډ ورکړ چې دوی باید خپلې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو له نړیوالو ځواکونو پرته په ټول هېواد کې حاکمیت لري، او د نړیوالې ټولنې یواځې مالي او نظامي وسایلو مرستې ته اړتیا لرو.

شنونکي د عمر داودزي پورته څرګندونې یواځې د خپل ښې ادارې د تبلیغ په ډول وړاندې کوي، د دوی په خبره که چېرته رښتیا هم دولتي امنیتي ځواکونو د هېواد په ټولو برخو کې حاکمیت لرلای، د طالبانو له لوري دومره پراخ فعالیت او څو ورځني بریدونه به نه کېدل.

عمر داودزي په داسې حال کې په ټول هېواد کې د حاکمیت دعوه کوي چې طالبانو د نړیوالو نظامي ځواکونو په موجودیت کې هم تر اتیا سلنه د ډېرې خاوري د تسلط خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزیر د تېر میلادې میاشتې په شپاړلسمه ولسي جرګې ته په خپله وينا کې وویل، چې د روان کال دا تېرې شپږ مياشتې افغان پوليسو ته تر ټولو خونړۍ وې او طالبان له ۳۴ ولايتونو څخه په اتلسو ولايتونو کې پراخ حضور لري چې تل پکې پر بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو بريدونه او چاودنې کوي.

د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو جوړښت او روزنه ستره لاسته راوړنه بولي، خو د سیمې او مرکزي اسیا د چارو کارپوه احمد رشید پخپله یوه مقاله کې وايي چې امریکا له دوه زره دویم میلادي کال څخه تر اوسه افغانستان کې پراخ نظامي حضور درلود او تر دې مهاله يې ۶۴۰ميليارده امريکايي ډالر په افغانستان کې مصرف کړل مګر تر اوسه يې هيڅ داسې لاسته راوړنه نه ده موندلې، چې سړی ورته خوشحاله شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x