دسمبر دنیوواک په هنداره کې

army_injured_in_afghanistanتیر دسمیبر په افغانستان کې تر صلیبي نیوواک لاندې یوولسم دسمیبر وو. دهوا دسړوالي او له هډو څخه دنیوواکګرو ځواکونو دنه وتلو له امله پدې میاشت کې دتلفاتو  شمیره دتیرو میاشتو په خاصه توګه داوړوي دمیاشتو په پرتله لږ وي. ولې دا هیڅکله هم پدې معنی نده چې ددښمن له اعلان شوې شمیرې دې صحیح وي بلکه دصلیب دوژل شویو حقیقي شمیرې څو ځله د هغې ډیرې دي په کومو چې دوی اعتراف کوي.

دنیوواک دلومړي کال ددسمبر میاشت د ۴ وژل شویو شاهده وه په کومو چې دوی پخپله اعتراف کړی وو، دورپسې کال پدې میاشت کې دا شمیره دوه ځله لوړه شوه. ولې صلیبی دښمن له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ کلونو په اوږدو کې یوازې له یوه څخه تر ۹ کسانو په وژلو کیدو اعتراف وکړ. د ۲۰۱۰ کال ددسمبر میاشت ددې کال دنورو میاشتو په څیر دترټولو لوړې شمیرې وژل شویو په کومو چې دښمن اعتراف کړی وو شاهده وه او پکې د۴۱ صلیبیانو په وژلو اعتراف وشو. په ۲۰۱۱ کال کې هم سره له دې چې له تیرو وروستیو دوو کلونو څخه دوژل شویو شمیره لږ وه مګر له هغې مخکې کلونو څخه ډیره زیاته ده. د ۲۰۱۱ کال ددسمبر میاشت لږترلږه د ۲۷ تنو صلیبیانو دوژل کیدو شاهده وه چې ۱۵ تنه یې امریکایان او پاتې یې دنورو نیواکګرو هیوادونو وو.

ددې ۲۷ تنو په وژلو سره په افغانستان کې دصلیبیانو دوژل شویو شمیره ۵۶۶ تنو ته رسیږي چې ۴۱۸ یې امریکایان او پاتې یې نور وحشي نیواکګر دي. او له ۲۰۱۰ کال څخه دا ترټولو لوړه شمیره ده چې دښمن ورباندې اعتراف کړی دی.

سربیره پردې تلفاتو ددښمن په زرګونو کسان ټپیان او معیوب شوي دي چې دقیقه شمیره یې په لاس کې نشته. ددښمن لخوا دټپیانو اعتراف شوې شمیرې ښیي چې دنیوواک له پیله تراوسه پورې له پوځ څخه ۹۷۱۰ تنه، له سمندري (نیوي) ځواکونو څخه ۲۷۹، له سمندري ټوپکیانو (میرین) څخه ۴۰۳۶ تنه او له هوایي ځواکونو څخه ۳۱۷ تنه ټپیان شوي دي. دیادونې وړ ده چې دا شمیرې یوازې دهغه ټپي شویو امریکایانو شمیره ښیي کومه چې له حقیقي شمیرې څخه څو ځله ټیټه ښودل شوې.

ددښمن لخوا داعتراف شویو شمیرو له مخې دتیرو لسو کلونو په اوږدو کې دامریکا دکلفورنیا ایالت د۸۸۶ ټپیانو او ۱۸۴ مړو په ورکولو سره ترټولو لومړی او دتکساس ایالت د ۷۹۱ ټپیانو او ۱۴۶ مړو په ورکولو سره دوم او دنیویارک ایالت د ۴۹۱ ټپیانو او ۷۹ مړو په ورکولو سره دریم ګڼل ګیږي او دورجینیا ایالت د ۲ ټپیانو او یوه مړه په ورکولو سره ترټولو په آخر کې موقعیت لري.

سربیره پردې ځاني تلفاتو دښمن بې شمیره مالي خسارې هم لیدلې دي اما له خپل عادت سره سم یې سترګې ورباندې پتې کړې دي.

ددسمبر په ۱۸ او ۱۹ نیټو مجاهدینو دزابل په ولایت کې ددښمن دوې چورلکې راوغورځولې. لدې دوو چولکو څخه دوهمه یې هغه مهال وویشتل شوه کله یې چې غوښتل د ۱۸ام نیټې دراغورځول شوې چورلکې ټوټې راټولې کړي. ددواړو چورلکو سورلۍ په بشپړه توګه ووژل شوې ولې دښمن یې په یوه هم اعتراف ونه کړ.

ددسمبر په ۲۰مه نیټه دملګرو ملتونو سرمنشي ددې سازمان په درۍ میاشتني رپوټ کې چې دامنیت شوری ته یې وړاندې کړ وویل چې د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې په منځني ډول هره میاشت (۱۹۹۵) امنیتي پیښې په افغانستان کې رامنځته شوې دي.

دا راپور دځمکنیو حقایقو پر بنسټ تیار شوی دی. اما له بلې خوا بهرني نیواکګر ځواکونه او مزدور دفاع وزات تل زیار باسي ترڅو حقیقي شمیرې پټې وساتي.

دکابل مزدورې ادارې ددفاع وزارت ویاند په ډیره بې شرمانه توګه په هیواد کې دامنیتي وضعیت دښه والي خبر ورکوي او ادعا کوي وضعیت ۲۶ په سلو کې ښه شوی، ولې دملګرو ملتونو دوروستي رپورټ پر بنسټ دامنیتي پیښو کچه دتیر کال په پرتله ۲۱ په سلو کې لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې دناټو نیواکګرو ځواکونو اعلان کړی چې د ۲۰۱۱ کال په لومړیو یوولس میاشتو دمجاهدینو په بریدونو کې دتیر کال دورته مودې په پرتله آته په سلو کې کموالی راغلی.

سره لدې چې بهرني او کورني دښمنان دتلفاتو او خسارو دپټولو په هکله یې اتفاق کړي ولې ددرواغو ویلو به اندازه یې اتفاق ندی کړی او له همدې کبله بهرنيو نیواکګرو هغه آته په سلوکې او داخلي مزدورانو ۲۶ په سلو کې اعلان کړ. دا پداسې حال کې دی چې ملګرو ملتونو چې دنیواک پالونکي او بنسټ ایښودونکی دی له دې اتفاق څخه بهر پاتې دی او په حقیقت باندې یې اعتراف وکړ او دمجاهدینو په بریدونو کې یې ۲۱ په سلو کې لوړوالي اعلان کړ.

دیادو شویو خسارو ترڅنک یو لړ نور تلفات هم شته چې هغه نیواګګر ته دمزدورې اردو او پولیسو په لیکو کې دیو شمیر موجودو کسانو دبریدونو په وجه ور اوړي.

ددسمبر په ۲۴ نیټه داردو او پولیسو په لیکو کې دشته کسانو له ډلې څخه یو تن دفراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې په امریکایي سرتیرو برید وکړ چې په نتیجه کې یې دوه امریکایان ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

په یوه بله ورته پیښه کې ددسمبر په ۲۹ نیټه نیواکګرو ځواکونو اعتراف وکړ چې یو تن چې دملي اردو یونیفورم یې په ځان کې وو دافغانستان په شرق کې ددوی دځواکونو په لور ډزې وکړې چې په نتیجه کې دوه نیواکګر سرتیري ووژل شول.

دا پیښې دنیواکګرو په وړاندې دخلکو دنفرت لړۍ ده چې په ټول هیواد کې روانه ده او له کبله یې په لسګونو سرتیري یا وژل کیږي او یاهم ټپیان کیږي. دا سرتیري چې داردو په لیکو کې موجود دي او پدې کار لاس پورې کوي هغه کسان دي چې له مجاهدینو سره اړیکې لري او ددې عملیاتو دترسره کولو په موخه داردو لیکو ته ورننوزي او دا کار دنیواکګرو او مزدورانو ترمنځ یې دبې اعتمادی او تشویش لامل ګرځیدلی.

دالوتکو دراغورځیدو په لړۍ کې ددسمبر په ۲۳ نیټه ددښمن یوه چورلکه دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې راوغورځیده او ټوله سورلۍ یې هلاکه شوه ولې دښمن اعتراف ورباندې ونه کړ.

ددښمن دالوتکو راغورځیدل او په هغه باندې ددښمن اعتراف نه کړل او دراغورځیدو په ځای د بیړنۍ ناستې خبر خپرول په افغاني رسنیو کې یو عادي خبر ګڼل کیږي ولې دلومړي ځل لپاره ددسمبر په ۲۷مه نیټه نړیوالو رسنیو یو ډیر دتعجب وړ خبر خپور کړ هغه دا چې دپکتیکا په احمد آباد ولسوالۍ کې یوې امریکایۍ بې پیلوټه الوتکې بیړنۍ ناسته کړې. امریکایانو ددې خبر په خپرولو سره دنړیوالو په سترګو کې خاورې وشیندلې او ویې غوښتل چې نړیوال احمق وګرځوي.

همدارنګه دسرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ددښمن یوه بله چورلکه راوغورځیده چې دښمن تراوسه اعتراف ندی ورباندې کړی. اما پدې ولسوالې کې دکابل ادارې ولسوال او امنیه قوماندان دا پیښه تایید کړه ولې ویې ویل چې ددې چورلکې په راغورځیدو سره یوازې پیلوټ ټپي شوی او نوره سورلۍ روغه رمټه راوتلې.

ددښمن په سلوګونو موټرونو، ټانکونو، ټانکرونو او نورو دانتقال دوسایلو الوزول او سوځول په پورتنیو یادو شویو تلفاتو او خساراتو کې شامل ندي کوم چې هره ورځ دهیواد په ګوټ ګوټ کې پیښیږي او دهغې دقیقې شمیرې نه خپریږي.

احمد فارسی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د