ځوانان

لیکوال: اسدالله غضنفر

علامه اقبال په خپل یوه نظم کې چې ( انقلاب ای انقلاب ) نومېږي، وایي چې په دې ټولنه کې بوډاګان د ماشومانو غاړې کوي او زلمي بوډاګان دي، نو ځکه انقلاب پکار دی. د شاعر مطلب دا دی چې د ټولنې مشران او د پاخه عمر کسان لازمه تجربه نه لري او په همدې وجه یې ماشومان بللای شو خو له بلې خوا زلمي او زلمکي دومره له مستۍ او انرژي بې برخې دي چې بوډاګانو ته ورته شوي دي.

زموږ د ټولنې ځوانان که څه هم کله نا کله د ځوانۍ مستانه خنداوې کوي خو کلتوري بندیزونو، اقتصادي ستونزو، اجتماعي بې عدالتیو او سیاسي بې ثباتیو یې ملا د بوډاګانو غوندې ورکوپه کړې ده. د نولسمې پېړۍ شاعر حنان بارکزی وایي:

که هر څو میخانې غواړم نه یې مومم
هغه می چې په پیاله کې د ځوانۍ و

خو زموږ د یوویشتمې پېړۍ ځوانان شاید له ځان سره ووایي چې دوی هم د بوډا شاعرغوندې په دغو میو پسې ګرځي او نه یې مومي.

د ځوان کلمه مونږ ته ممکن هر هغه څوک رایاد کړي چې وېښته یې لا تور دي او څلوېښت کلنۍ ته نه دی رسېدلی خو کله چې د ځوانانو په مشکلاتو خبرې کېږي او ځوان د یو خاص قشر په حیث یادېږي نو منظور ورنه معمولا هغه کسان وي چې د پنځلس او څلرویشت کلنو تر منځ عمر لري.

پنځلس کلن زموږ په ژبه کې زلمکی او پېغلوکه بلل کېږي. که څه هم په دې عمر کې بنیادم جنسي بلوغ ته رسېږي خو عقلاني بلوغ ته لا نه وي رسېدلی ، حال دا چې زموږ په کلتور کې له پنځلس کلنه ممکن هغه توقع وکړو چې له پنځه ویشت کلنه یې کوو او داسې ځکه کوو چې د جنسي بلوغ او عقلاني بلوغ توپیر ته مو پام نه وي. له جنسي بلوغه وروسته ذهن ناکرار او عواطف پارېدلي وي. پوهان ټینګار کوي چې کورنۍ باید د دې عمر له کسانو سره نرم چلند وکړي، په محبت ورسره وچلېږي، احترام یې وکاندي او ستونزو ته یې غوږ ونیسي، خو مونږ شاید برعکس د دغه عمر کسانو تېروتنې او عصبانیتونه ونه زغمو او د دوی د سالمې ودې مخه ونیسو. له کوره د تېښتې، له درسونو د تېښتې او د ځان وژلو هڅې د نوې ځوانۍ او زلمیتوب په کلونو کې ځکه زیاتې لیدل کېږي چې د دغه عمر کسان په ذهني لحاظ نازک او په عاطفي لحاظ پارېدلي وي خو کورنۍ او ټولنه ورنه د لویانو چلند غواړي.

د وخت په تېرېدو سره د نوي زلمیتوب د وخت روحي بحرانونه کمېږي، ولې نور مشکلات زیاتېږي. تر څلرویشت کلنۍ پورې اکثره کسان معاش نه لري او ټولنې جذب کړې نه وي. څېړنې ښیي چې ځوان قشر ته په اسانه څوک کار نه ورکوي او که ځوان چېرته استخدام شي او په کار کې اشتباه وکړي نو د ده اشتباه ممکن ونه بخښل شي. دی له یوې خوا د ځوانۍ په نشه کې وي او د ځوانۍ غرور ورسره وي خو له بلې خوا چې وزګاره وي ، تش لاس یې ځوروي او د کورنۍ فشار هم ورباندې وي چې ولې وزګاره ګرځې؟

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ځوان خبرې ته چندان غوږ نه ایښودل کېږي. د جنګ د اور تر ټولو لوی قربانيان د همدې قشر کسان دي. دوی د واده په کولو کې ډول ډول مشکلات لري او تش لاس یې شاید تر ټولو لوی دښمن وي. ځوانان نه یوازې د ژوند د ملګري په انتخاب کې لازمه ازادي نه لري بلکې په کلیو کې ولور او په ځینو ښارونو کې د هوټل مصارفو او نورو لګښتونو واده ورته په لوی خنډ بدل کړی دی.

اعتیاد د افغان ځوانانو یو بل لوی مشکل دی. د ملګرو ملتونو له احصاییو سره سم په افغانستان کې د معتادانو شمېر د نړۍ د نورو ټولنو د اوسط دوه برابره دی. معتاد ځوانان نه یوازې د علاج کافي مرکزونه نه لري، بلکې د کور کلي چلند هم ورسره داسې نه وي چې له اعتیاده په راوتلو کې یې مرستندوی شي. دا سمه ده چې د اعتیاد اصلي ګناه د کوکنارو د کرونده ګرو او د هیروینو د سوداګرو په غاړه ده خو که چېرې کورنۍ او د چم ګاونډ خلک له ځوانانو او زلمکو سره په لازم چلند پوهېدلای نو ګڼ هغه ځوانان به چې اوس معتاد دي، معتاد نه وو او عادي ژوند به یې کاوه.

د افغانستان ځوانان د تفریح ، ورزش او خوشحاله ژوند په برخه کې له ګڼو کلتوري خنډونو سره مخ دي. ځواني د خندا او مستۍ عمر دی. دا یوازې فقر او تش جېب نه دی چې د خوند او خوشحالۍ مخه نیسي بلکې کلتوري خنډونه هم ژوند تریخولای شي. ځوانان ورزش ته اړتیا لري خو زموږ په هېواد کې د نجونو د ورزش مخه د قاف هومره لویو غرونو ډب کړې ده او زلمکي مو د لوبغالو په ځای په کوڅو کې کریکټ یا فوټبال کوي. کورنۍ معمولا د زلمو او زلمکو ورزش نه تشویقوي. دغه راز اکثره کورنۍ دې ته تیارې نه دي چې زلمکي یې هنري بوختیاوې ولري او له ژونده خوند واخلي. په کورنۍ کې، په ښوونځي کې او په کلي او کوڅه کې له زلمکو او زلمو سره د مشرانو چلند ډېر رسمي او آمرانه وي.

مونږ د ځوانانو د ټولنو، اتحادیو او سازمانونو په برخه کې هم ډېر مشکلات لرو. اکثره ځوانان مو په ټولنو کې راټول نه دي او د ځوانانو ځینې ټولنې صرف په تشریفاتي چارو بوختې دي. د ځوان اواز اورېدل، ځوانانو ته د اجتماعي فعالیت فرصت برابرول او یوه داسې کلتوري، اجتماعي فضا رامنځ ته کول چې ځوانان په ځان باور پیدا کړي، زموږ د ټولنې ځینې نورې اړتیاوې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د