
هند: «هد هد» سمندري طوفان ۲۴ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د هند په ختیځ کې ساحلي سیمو سره سمندري توفان «هدهد» ۲۴ کسان وژلي او تر ۴ لکو زیات خلک بې کوره کړي.
تر دې وړاندې د هوا ادارو د «هدهد» سمندري توفان وړاندوینه کړې وه.
هندي رسنیو د راپورونو په اساس د سمندري توفان له امله په سلګونو کورونه ړنګ شوي، د بريښنا نظام فلج شوی، سرکونه شکېدلي او د اندراپردیش او اړیسه ایالتونو فصلونه له منځه تللي.
د هوا ادارو همدا راز د هند په ۶ ایالتونو کې د سخت بارانونو او له امله يې د سیلابونو د راوتلو وړاندوینه هم کړې.
په هند کې د یکشنبې د ورځې راهیسې دغه توفان د اندرا پردیش ایالت د وشاکا پتم ولسوالۍ کې زیاتې سیمې له منځه وړي.
د یادې ولسوالۍ هوايي ډګر پر سړک اوبه ولاړې دي او زیاتو سیمو چتونو يې غورځېدلي.
د وشاکاپټنم ولسوالۍ په ساحلي سیمو کې د دغه توفان سرعت ۲۰۵ کیلومتره في ساعت ښودل شوی .
د یادونې وړ ده چې په ۱۹۹۹زکال په اړیسه ایالت کې د «شپرسایکلون» توفان تر ۱۰زرو زیات کسان وژلي وه.
د هند د اندرا پردیش ایالت په ساحلي ولسوالیو کې شاوخوا ۱۴ میلیونه خلک ژوند کوي چې «هد هد» طوفان د دوی لپاره ستر ګواښ دی.
«هدهد» سمندري طوفان عموما په اپریل او نومبر میاشتو کې راځي چې د هند په شمول بنګلادیش ته هم زیات شمېر ځاني او مالي تاوانونه اړوي.