افغانستان

لوګر کې ۶ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د پلازمېنې کابل ولایت په ګاونډ  لوګر ولایت  کې د طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږه ۶ پولیس وژل شوي.

د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو پر یوې پوستې سهار مهال برید وکړ.

د برکي برک ولسوالۍ ولسوال وايي چې په برید کې ۶ پولیس وژل شوي دي.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په برکي برک کې يې یوه پوسته نیولې او ۷ تنه عسکر يې په کې وژلي.

د مجاهد په وینا برید يې بېګا شپه ناوخته د چلتن غونډۍ په سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې وکړ چې له منځه يې ۷ عسکر ووژل شول.

مجاهدله قوله تر برید وروسته د عسکرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي.

طالب ویاند وايي چې په برید کې یې یوه پیکا، یو راکټ لانچر، ۵ کلاشنکوفونو او نورو مهماتو نیولي.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ طالبانو په سرپل ولایت کې په یوه برید کې ۲۲ پولیس او اردو عسکر ووژل او ۶ نور يې ژوندي له ځانه سره بوتلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x