نظــر

چټک پرمختګونه او تاوده غبرګونونه

Qatar_Mapsتیره  اونۍ  د هیواد  د سولي او ثبات   په لور دمتقابلو او  متحاربو اړخونو تر منځ  دتودو خبرو  له پاره د ډګر دهواریدو په خاطر ګړندي پرمختګونه  اوپه مقابل کي  یی تاوده  غبرګونونه  ترسترګوشول .  امریکایان او د ناټو ځواکونه  په دي باوري شول چي  دهغوي په خلاف د متحاربینو او جنګیدونکو ځواکونوسره دخبرو اترو  پرته  د دي هیواده د  وتلو بله  لار  نه شته ، په همدي اساس یی دقطر حکومت په دي  وګماره  ترڅو  د طالبانو تر نامه لاندي  هلته  ددي  هیواد په  مرکز  دوحه کي  یوسیاسي دفتر  پرانزي . 


ددي دفتر  کارونه په چټکۍ  سره ترسره  شول.  یو شمیر راپورنه  ډاګیزه  کوي چې ددي دفتر له پاره په لسګونو میلیونه  ډالر  ځانګړی  شوي  دي . ترڅنګ  یی  یو شمیر  هیوادونو ددي د فتر  له پاره د نورو اسانتیاو د پوره کولو ژمني هم کړی دي .  داسي  راپورونه هم خپاره  شوي  چې د طالبانو یو شمیر کورنۍ  د قطر په  لور  دسفر کولو  له پاره ځانونه  تیاروي . که  څه هم  ددي دفتر د جوړښت  نه وروسته  ان  تر  دعیسوی نوي کال تر پیله  پورې   دطالبانو  مرکز  ددي خبرې  دتائید سره  سر نه خوځاوه  خو بلاخره اوس  د طالبانو  دمرکز  له اړخه   هم  دغه  ضد ونقیض  ویناوو ته دپاې  ټکي کیښوول  شو  او مسؤلینویی   هلته په قطر کی  ددفتر  پرانسته  نه  یواځې  دا چې و منله بلکه د سیاسي ډیالوګ  د پرانستو  له پاره یی  هوډ  هم  ښکاره  کړ .
خبري رسنیو خبر ورکړ چې « طالبانو د لومړي ځل لپاره له امریکايي مقاماتو سره خبرې او په قطر کې د دفتر د پرانستلو په باب خبرونه، چې له یوې مودې راهیسي خپرېدل تایید کړل.و طبیعي ده  چې د افغانستان روانه لس کلنه لانجه دوې خواوې لري چې یوه یې د امریکا په مشرۍ هیوادونه دي او بله خوا طالبان  او دمقاومت  نورې ډلي ، نو له همدې کبله طالبان   چې د مقاومت  یوه  ځواکمنه  برخه  جوړوي  اوس  د لانجې د غوڅولو لپاره له نړیوالو سره افهام و تفهیم ته تیار دي. طالبان  وایی چې : « موږ همدا اوس اماده یو چې په داخل کې د خپل قوي موجودیت په څنګ کې له نړیوالو سره د افهام او تفهیم لپاره په بهر کې سیاسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو د قطر دهیواد په شمول له اړونده لوریو سره ابتدایې تفاهم هم کړی دی.» ویل کیږی  چې د طالبانو له لوري د قطر په خبرو کې طیب اغا، ملا عبدالعزیز، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا عباس اخوند او شیخ سید رسول شامل دي.
دطالبانو له اړخه د قطر ددفتر تائید په  خپل  ذات کي د هیواد د سولي او ثبات  د خبرو اترو له  پاره  یو ډیر ښه  او غوره  قدم  ګڼل کیږي . خو دا  قدم  به  هغه  وخت  ډیر  مثمر ثابت  شوي وایی  چي  د طالبانو ، حزب اسلامي  او دمقاومت  د نورو  ډلو تر منځ  د سولي دخبرو  له پاره  خپل منځي هماهنګي  موجوده  وی او ټولو  په یوه خوله د افغانستان  د ازادۍ اوپه  هیواد  کې د یوه ولسواکه  نظام د جوړښت  له پاره  غږ  پورته کړې  و. او طالبانو د اوسنیو واقعیتونو  په  درک  کولو سره  د  ځانته پرواز (Solo Flight) دکولو په ځاې  دمقاومت  د ټولو  برخو سره  د یوې  واحدي  پالیسۍ  د جوړولو  له  پاره  قدم  پورته کړي  وې ، ترڅو ټول جانبي زیانونه  له یوه  مخي  تر بحث  لاندي  راغلی  وي  او ددي  زیانونو دمخنیوي  او هم د بهرنیو فوځونو په  مقابل کی د واحد  دریځ دخپلولو   له پاره  د فکر اوتدبر نه کار اخستل شوې  و، په  طبیعي توګه   چې په دې اړه  دحزب اسلامي دمشرتابه هیئت  هم همداسي  دروند مسؤلیت  په  غاړه  لري .
اما هغه څه  چې دامریکایانو او طالبانو تر  منځ  خبرې  اتری  ترشک  لاندي  راوړي هغه د طالبانو او دهغوي دمتقابل  لوری  امریکايی  هیئت  یو دبل  سره  متضاد  شرایط  دي  چې  یو بل یی باید و مني .  دامریکایانو  له اړخه   شرایط  دادي  چې  طالبان  به  تر ټولو لمړۍ   جنګ او تشدد  ته خداي پاماني وایی  او هغه  به  په کلکه محکوموي ،دا شرط د امریکایانو اوناټو د غړو  هیوادونو تر ټولو لمړۍ  شرط  دي ، نو که چیري طالبان  دي شرط  ته غاړه ږدی  نو ددي معني داده  چي  باید  امریکایانو  اوبیروني  فوځونو  ته په  افغانستان کي  د ارامه  ژوند کولو  زمینه برابره کړي ، او دخپلو نظامي  عملیاتو څخه  چي تر اوسه یی  په  مختلفو  ولایتونو کی تر سره  کول نور لاس  واخلي . اوس  دا  ډاګیزه  نه ده چې  ایا  طالبان  به دا شرط  ومني او  که  نه ؟  ددي ترڅنګ  د امریکایانو بل شرط  دادي  چې  طالبان  به  دافغانستان  اوسني  قانون  او  هلته  حاکم  نظام مني  او په دې  حاکم نظام کی به  ورګډیږي .  دا هم هغه  څه دې  چې  د طالبانو  دغورزنګ  سیاسي  اونظامي  خوزښتونه  دپوښتني  لاندي  راوړي  او تر اوسه  پورې نیول  شوي دریځ  یی  تر خاورو  لاندي کوي .  ځکه  چي  دا معلومه    نه ده   چي په  اوسني نظام  کي د طالبانو   ورګډیدو  او یا ددي نظام  د ځواکمنو  ځایو  نیول  به  د طالبانو  غورزنګ  ته څومره  ګټه ور  ورسوي؟ ترڅنګ  یی د ښځو  د حقوقو  مسئله  ده چي  په طبیعي توګه  د افغانستان  خلک  مسلمانان دي او هغه  حقوق  چي اسلام  د ښځو او نرو  له پاره  ټاکلي  دي  هغه  به که هر نظام  منځته   راځي  ، دهغوي  له  پاره ورکوي . خو هغه حقوق  چي  یو شمیر  غرب پاله  ښځي  یی د غربي  ټولنو په څیر  په دغه  سنتي مذهبی  ټولنه  کی تر لاسه کول غواړي  ،  زمونږ دټولني تر منځ  مردود  دي او په  ټولنه  کي  ورته  ځاې  نه  شته .
دبله اړخه  که څه  هم طالبان  اوس  په دې  اصرار کوي  چي  امریکایان دي ددوي  د مرکزي شورا  هغه  بندیان  چې  په ګوانتانامو کي پراته دي  سمدلاسه  را  خوشی  کړي   تر څو دمذاکراتو  په غونډو کي  برخه واخلي ، امریکایان  وا یی   چې  په دې  اړه  فکر کوی .  
خودامریکایانو په مقابل کی  طالبان  هم  کلک  شرایط  لري .  دهغوي  د شرایطو  څخه  اولین او اصلي  شرط  دادې  چی  بهرنی  ځواکونه  دي  د افغانستان  څخه  سمدلاسه اوبی  له ځنډه ووځي  ، او حکومت  دي  بیرته  همغو طالبانو ته  چې د ۲۰۰۱کال  داکتوبر  په  میاشت کی  یی ترې اخستي و  ور حواله کړي .   که څه هم د دې  شرط  دلمړۍ برخې سره په لږ څه توپیر  د طالبانوسره  د مقاومت  نورې  ډلي  لکه حزب  اسلامي  افغانستان  هم  ورشریک  دي .  خو داسي نه بریښي  چې امریکایان  دي  دومره  ژر  دي شرط  ته تسلیم  شي .  په دې کي شک نه شته چې امریکایان  به دافغانستان څخه وځي  خو هغوي د خپلو وتلو  له  پاره  دابرومندانه  لارې د پیدا کولو  تر څنګ   هلته په افغانستان  کي خپل  فوځي  شتون   ته اړتیا  لری اودا هغه  وخت   شوني ده چي طالبان  دامریکایانو سره په  دي اړه  کومي  معاملي ته ورسیږي . خوکه چیري داسي معامله  صورت  هم  و نیسي  ، دطالبانو د غورزنګ  له پاره  به ستونزمنه  وي چي  خپلی  لیکي  دپخوا په څیر  مستحکمي و ساتلي شي . ځکه  همدا  اوس  د  مولوی جلال الدین  حقاني  ډله  چی د حقاني دډلي  په نامه  یی  شهرت  موندلي  دطالبانو د اوسنیو  سیاسي معاملاتو څخه  راضي  نه بریښي .  په طبیعي توګه  به  دا  ډول معامله دطالبانو لیکي  په څو برخو ویشي .
همدا  راز  که له یوه  اړخه  طالبان د خپل  پخوانی  نظام  بیرته  اعاده  کول  غواړي  خو امریکایی  کړۍ  دا په  زغرده او په  ډاګه  وایی  چی  حاضر نه دي  په افغانستان کی یو ځل  بیا  طالبانیزم حاکم شي . دامریکایانو دا  دریځ  په  ډاګیزه توګه  طالبانو ته  یو ګواښ  او دهغوې  دپورتني شرط  سره  متناقض  دې .
همدا راز  دپاکستان  او ایران  فکتورونه  هم د طالبانو له پاره  ډیر مهم  دي .  طالبان همدا اوس  په ایران کي  رسمي دفتر لري او ایرانیان  دطالبانو دیوې خاصې  ډلې سره  په دي خاطر کومک اوبسپنه کوي  چې په افغانستان کي  پرې د خپلو نورو ګټو د ساتلو تر څنګ د  هزاره  ټولني خونديتوب  هم  ډاډمن کړي .  دا ډله په  مطلقه توګه د ایرانیانو په لاسو کي  لوبیږي .او همغه  څه  کوي  چې  دهغه  ځایه  ورته  هدایت ا و لارښوونه  کیږی. خو دطالبانو نور مرکزي  عناصر دپاکستان  په لومو کي دی او هغوي  به همغه  څه کوي  چې د پاکستان  ګټي  ورته  اجازه  ورکوي . پاکستان غواړي ددي  لوبي په  پایښت کی مرکزي   رول  ولري او دادي دهمدي  رول د ادا  کولو له  پاره  ځانونه  تیاروي، نو دا چي دطالبانو د قطر  دمذاکرتي ډلی او امریکایانو  تر منځ  د خبرو اترو  پایلي  به  دطالبانو  په  ملاتړو هیوادونو ،د طالبانو په مرکزي  قیادت او هم د طالبانو په لیکو کي  څومره اغیز  ولري   وخت  به  یی  پریکړه کوي .
یو شمیر شنونکي  په  دې آند دي  چې  امریکایانو  د سولي دخبرو په  بهانه  د طالبانو د تحریک د له  منځه وړلو  هوډ کړي دي ، غواړی  ددي لارې  طالبان   په  څو برخو  وویشي او هغه  بریایی  چي  په  تیرو لسو کلنو کي  د مقاومت  او طالبانو په خلاف   دخپل ټول  نظامي  ځواک  د استعمال  له  لارې تر لاسه  نه کړاې  شوه  ددي لارې  تر لاسه  کړي .  دا  شنونکي په دي  عقیده هم دي  چې  طالبان   دیو سیاسي  خوزښت  په  ځاې  یو نظامي هجومي  غورزنګ  دي  او په سیاسي  لومو کی په  راګیریدو سره  به  یی  د لیکو هغه شمیر کسان  چي د بهرنیو  ځواکونو  په خلاف  یی  دجنګیدو  ستره ارزو درلوده ددي لیکو  څخه  په  تدریجي توګه  جدا کړی  ،  اوپه دي توګه   به و توانیږی  چي د طالبانو  په  هجومي لښکر  برلاسي  ومومي. ترڅنګ  یی  د طالبانو ملاتړي  هیوادونه دهغوي  دنظامي اوسیاسي مرستی څخه  لاس  په  سر کړی .په هر صورت  دا هغه  څه دي  چې وروستۍ  ورځي  به یی  را ډاګیزه کړي .
هغه څه چې  ددی ډول خبرو دپیلامي  څخه را برسیره کیږي   هغه  دادي  چې  د امریکا دولسمشر  اوباما  شاوخوا  کړۍ هڅه کوي  دمخالفینو سره د نزدی کیدو  له لارې هلته په امریکا کي خپل ټاکنیز کمپاین  ځواکمن کړی ، اما دا  شوني  نه بریښي  چې  ددي خبرو څه پایلي دي  د ۲۰۱۲ کال د نومبر دمیاشتي نه مخته  رابرسیره  شي .  بلکه  دهغي ورځي وروسته چې کوم نظام  منځته  راځي  هغه  به  په دي اړه  خپله پالیسي  جوړوی اوبیا  به دهمغي  پالیسیو له  مخي  دغه  ډول  خبرو ته  دوام ورکوي.
ددې  تر څنګ  د حزب اسلامی افغانستان  یو لوړ پوړې هیئت  هم  د۲۰۱۱کال د دسمبر  په  ۲۹ مه او ۳۰مه  هلته په کابل کی  وو او د هیواد د اوسنيو داقتدار دخاوندانو سره   یی تفصیلي لیده کاته کړي دي . دا  د حزب اسلامي  او د ولسمشر کرزي د حکومت  تر منځ  دویمه  رسمي  لیدنه  کتنه  وه  چې  تر سره شوي ، ددي نه مخته د حزب اسلامی  یو پلاوي  د ۲۰۱۰ کال د فروري او مارچ  په میاشت  کي  کابل  ته   تللي و اوهلته یی د اوسني  نظام  دواکمنانو په ګډون  د یو شمیر بیرونیو اوکورنیو  اړوندو اړخونو سره  لیده کاته کړی  وو . دهغو  لیدنو کتنو  پایلي  ډیرې  مثبتي  را ووتلي  اوهغه  طرحه  چې دحزب اسلامي  افغانستان   له اړخه  وړاندي کړل  شوي  وه  ټولو بین المللي مؤسسو او د ناټو  غړو  هیوادونو ته  د  یو اساسی  پلان په څیر وړاندي کړل  شوه .  په  هغه وخت  کي  هم  او  په اوسني وخت کي هم  دهغي  طرحی  لمړۍ  برخه  چی د بیروني  ځواکونو په تدریجي  وتلو باندی  بناء  شوی  ده، نه  د ولسمشر کرزي  حکومت  ته او  نه  د بین المللي  فوځونو  له پاره دمنلو وړ  وه  او نه  اوس  داسي  ښکاري  چي دمنلو وړ  به وي . دا  چي په دي لیدو کتو کي  څه  خبري  شوي  او کومي  خبري دي  چي  حزب اسلامي  یی  هیلمن  کړي ، دلته  یی   په اوسني وخت کي  دشرایطو د نابرابرتیا په خاطر  د رابرسیره کیدو څخه   ډه ډه  کوم ، خو حزب اسلامي افغانستان  د یوه  سیاسي  ولسواکه  ګوند  په  څیر  تل  د خپلو پالیسیو په بنسټ   غواړی  ټولي  افغاني  خواوی  که  هغه  په اطاعت کي دي او که  په مخالفت کي  ، دخپلو سیاسي پروګرامونو او هم دهیواد  دغې  غمیزې ته د پاې د ټکي د ایښوولو او دخپلی طرحي  د توضیح  په خاطر  را ونغاړي  .  د افغانستان  د دولت  اوسني واکمنان  د افغانستان د ولس  یوه برخه  ده   نو په دي  اساس  حزب  اسلامی  غواړي  هغوي  هم  دخپلې  دغه  طرحي  دپیاده کیدو  له پاره  دخبرو میز ته راکش  کړي . تر څنګ  یی  حزب اسلامي افغانستان  غواړی  دخبرو  او مذاکراتو اصلي  ځاې  اومرکز دافغانستان  پایختت  کابل  و اوسي. ځکه په  نورو  هیوادو کي  دداسي خبرو کول  په طبیعي توګه  د هغو هیوادو  د جاسوسي  ایجنسیو  لاس وهنو ته  لاره همواره وي . اما د ضرورت  په وخت کی بیا هر څه  روا کیږي .  
یو شمیر افغاني او ژورنالیستیکي  کړیوته دا  اندیښنه  راپیدا  شوي  او پوښتنه کوي چي ایا حزب اسلامي  په دي اړه دکوم امتیاز  غوښتنه کوي  او یا یی کړي ده او که  څنګه ؟  دا باید  ډاګیزه وي چي نه خو حزب اسلامي  افغانستان  پخوا  دغسي کومه غوښتنه درلوده او نه  به یی په راتلونکي  کي  ولري ، ځکه حزب اسلامي افغانستان د ائتلافي   حکومتونو پایلي  ډیر منفي ګڼي  او د ۱۹۹۲کال  ترخو تجربو  دا ثابته  کړې  چي  ائتلافي   حکومت    یعنی  د ولس په سر  د نا اهله  او بی کفایته نظام   ور بارول دي.  حزب اسلامي په دي  عقیده  او ګروهه دي  چې  په  افغانستان کي   که قیادت  ټاکل  کیږي  هغه  به د ولس  په خوښه  او د پردیو دمداخلي نه پرته د ولس په ازاده  رایه  سره ټاکل  کیږي . په دي اساس    حزب اسلامي  افغانستان  هم  د بین المللي  اوهم د کورنیو  اړخونو سره  دخبرو  په وخت  کي  په دي اصرار کړې  او  کوي  یی چی  دبهرنیو ځواکونو د وتلو سره   سم  دي د یوه  صالح  اوغیر متنازع  فیه  موقت  نظام  له مخي   په  هیواد کي  د ټولټاکنو له پاره زمینه برابره کړل  شی  ، د ولسمشرۍ ، ولسي جرګي  او ولایتي  شوراګانو  له پاره  دي  په یوه  وار  ټاکني تر سره شي  اوټول  سیاسي ګوندونه  دي  په دي ټاکنو کي  برخه  واخلي  ،  او د هیواد  نظام  دي  د ټولټاکنو په پایلو کي منځته راشي.  
کابل  ته  دحزب اسلامي  دپلاوی ورتګ هم  په ګرمه سیاسي فضا  کي ، یعني  په  داسي وخت کي  صورت نیولي  چې  له یوه اړخه   په  قطر کی د طالبانو او امریکایانو تر منځ  په هیواد کی  د سولي اوثبات د راوستلو په خاطر  خبرې کیږي او دبله  اړخه بین المللي ځواکونه غواړي د افغانستان  څخه  خپل ځواکونه   دخپل  اعلان  شوي  مهال ویش  له مخې بیرون کړی.
دعراق  قضیه  که  څه  هم دافغانستان د اشغال نه وروسته  پیل شوي وه خو دادې دعراق  څخه دامریکایی  فوځیانو،چې د ۲۰۱۱کال ددسمبر  دپاې ته درسیدو  نه مخته  ووتل او هلته په کویټ او سعودي کې  ځاې په ځاې  شول، پاې ته ورسیده .  امریکایان  دخپلو  اقتصادي اوسیاسي  مجبوریتونو په  خاطر  دادې  د افغانستان  څخه  هم  د ۲۰۱۲ کال تر اخره  پورې  په لسګونو  زره  فوځیان کاږی ، ترڅنګ  یی ناټو  هم  غواړی  په خپلو  فوځونو کی ښکاره کمښت  راوړي . خو اوس  د فوځي پرسونل د وتلو دستونزې  سره سم  بله  ستره ستونزه   په  مخکي لري  اوهغه  د فوځي  وسایلو دویستلو  مسئله ده . ځکه  ناټو وایی چې  دوې  به دافغانستان څخه  د ۳۰ ملیاردو  ډالرو په اندازه  وسلی او مهمات  بیرته  باسي  خو د ویستلو  لاره  یی  معلومه  نه ده .
« د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو یوه جګپوړي مقام  وویل چې ايتلاف باید د ۲۰۱۴ کال تر پای مخکې، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه او امریکايي پوځیان په افغانستان کې خپل حربي رول پای ته رسوي د پوځي وسایلو د ایستلو پروګرام تیار کړي.»
اوس  دناټو فوځي مشران  وارخطا دي  ، او  لاره  لټوي  چې  په کومه لار او څه ډول  دغه  د وسلو دغه  ستره  ذخیره  ددي  هیواد  څخه   بیرون کړی . دوی دغه وسایل  ټول  د پاکستان  له لارې افغانستان ته  راوړي وو ، خو اوس دپاکستان او ناټو د ځواکونو تر منځه اړیکي  هم هموره  نه دی  لکه  چې  پخوایی ګمان کیده . اوس  ناټو او امریکایان د ماتي په حال کي د افغانستان  څخه  دتیښتي  لارې  لټوی اود تیښتي په وخت کي ملګری پیدا کول  اسانه کار نه  دې . په  دې اساس  د ناټو فوځي  چارواکي وایی چي :« د زرګونو زغرګاډو، پوځي موټرونو، توپونو او نورو پوځي قطعاتو ایستل باید ژرتر  ژره   پیل کړل شي.»
بدبختانه  چې  هغه ناټو او امریکا  چې دافغانستان د بیا رغوني او د افغانستان داردو  د جوړولو له پاره  دغه هیواد  ته  په پوره  کبر او غرور  سره  راغلې  وو ، اوس تر دي  ځایه  په  افغانانو بې باوره دي  چی وایی «ناټو او امریکا نه غواړي چې خپلې وسلې افغان امنیتي ځواکونو ته پرېږدي. دوی د دې پرځای غوره بولي چې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو لپاره د روسیې ارزان بیه وسله راونیسي.»
په کار خو داوو او  اوس  هم دي  چې   دناټو ځواکونه  خپل دغه  شته وسایل  بیرته له ځانه سره یو نه سي ، بلکه دا  وسایل  ټول دافغانستان  اردو او پولیسو ته پریږدي .  په دې اړه   اړینه  ګڼم چي ټولو سیاسي  اړخونو ته ، که  په دولت  کي دي او که په   مخالفت  کي  دا  وړاندیز  وکړم چي  د بهرنیو  فوځونو د مسؤلنیو سره د لیدلو کتلو په وخت  کي دا  خبره  بیا بیاپه زغرده   وکړی  چي دا وسایل  افغانستان  ته  را وستل شوي ،اوباید  همدلته  په افغانستان  کي  د افغانانو د اړتیاو په خاطر  پاته شي . ځکه زمونږ  هغه وسایل چي د روسي  زبرځواک  د عسکرو د تیښتي  په  وخت کی ز مونږ ولس   ته  پاته شوي وو هغه  دهمدی غربي  جاسوسي کړیو  په لاسو  له منځه ولاړل  ، اوس افغانستان  د داسي  بی باکه او تیري کونکو ګاونډیو  تر تیری  لاندي دي چې  هر  یو یی د اتومي وسایلو خاوندان  دي .  نو که  افغانستان  هم  د  څه  پرمختللو وسایلو خاوند شی  نو دا  به  په سیمه کي  د انډول د جوړښت  له پاره غوره  مثبت  ګام  وي.  په دې  اړه تودو  غبرګونونو ته  اړتیا ده .
خوبدبختانه  چې  ددوې  ارزو  داده  چي  د افغانستان  اردو او پولیس  یو ځل  بیا په  روسي  نظامي او فوځي وسایلو باندی متکي شي  په دې خاطر  غواړی  د امریکا په پیسو دروسي  څخه  د  وسلود رانیولو لړۍ  ته دوام  ورکړي  چې د راپورونو له مخي  تراوسه پوري   یی یوشمېر روسۍ هیلي کوپترې  را نیولي  او  افغانستان ته یی  ورکړي دي .
پوښتنه داده  چې  ولي امریکایان  افغانستان  ته روسي  زړې  وسلي  په خپلو پیسو  رانیسي ؟ او ولي  خپلی  دغه موډرن او پرمختللي وسلي  دخپلو همغو  پیسو په  مقابل  کي افغان ځواکونو ته   نه پریږدي  چې ر وسانو ته یی ورکوي؟ څرګنده  ده چې د روسانو او امریکایانو تر منځه  د افغانستان  په سر بله کومه ناولي او کرغیړنه معامله  تر شا  لوبیږي.
دغه   روسي زړې او بی کاره   وسلي  به  په  هیڅ  ډول د افغان ولس  ددفاع  له پاره  بسنه ونه  کړي  اونه  به  دغه  څو زاړه  هلي کوپتر  اویا  څه  نور  زاړه وسایل  دافغانستان  اردو  اوپولیس ددي جوګه  کړي  چې د تیري کونکوبدسترګو ګاونډیو  په مقابل کی  دخپلو جغرافیایی  پولو څخه دفاع وکړاې شي .
قریب الرحمن  سعید
04.01.12

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close