نظــر

دا جگړه به څوک گټي؟

ليکوال: اوريا مقبول جان
ژباړن: احمدالله احمدزی

يهودانو لپاره دا ورځ د قيامت په څېر درنه وه، چې ۷۰م کال ۲۸ اګست کې يهودانو روميانو سره د اخري ځل لپاره د ازادۍ جګړې کولې.

دا جګړې ۶۲م کال کې هغه مهال پيل شوې، چې رومي ټولواک د فلسطين پر خاوره نا اهله او په اداري فساد او درغلۍ ککړ والي وټاکه.

دغه والي «ايلي بي نس» له بحري قزاقانو څخه پیسې شکولې او له هغه وروسته بل والي «کيسيس فلور هم» غل طبيعته انسان و. نوموړی د مال او دولت دومره ليونی و، چې د يهودو له هيکل خزانې څخه يې هم رشوتونه غوښتل.

له هغې وروسته يهودانو تورې ته لاس کړ او د رومي عسکرو پر ضد يې وسله وال پاڅون وکړ او خلکو ته داسې ښکارېده، چې يهودان ځانوژنه کوي؛ ځکه چې روميانو سره د چا وس رسيږي! مګر يهودانو ويل، چې روميان په عياشۍ او درغلۍ ککړ دي او دې وخت کې ماتې ورکول ډېر اسانه دي او همدغه وخت دی، چې د يهودو د مذهب مطابق سپيڅلی يروشليم ازاد کړي.

مګر د ۷۰ م کال په پيل کې، چې «يسپاسټين» د روم پاچا شو، نو یهودانو سره يې د جګړې لپاره خپل زوی «طيطس» ولېږه او د اويايم کال فبروري مياشت کې يې يروشليم محاصره کړ.

هغه به د لويو منجیقونو په واسطه د هيکل سليماني منځته غټې غټې ډبرې ورولې او د اګست په ۲۸ نېټه د يهودي هيکل منځته په ننوتلو وتوانېده.

دغه وخت يروشليم کې شپږ زره يهودان موجود وو او هر يو يې دې ته تيار و، چې د روميانو پر ضد تر ټولو مخکې کتار کې وجنګيږي.

عام يهودان د هيکل نه د باندې، اشرافيه دننه او مذهبي ملايان يې په يو ځانګړې سيمه کې جنګيدل.

روميانو هيکل وسوځاوه ځينې يهودان وسوځيدل، يو شمېر يې د روميانو پر لاسو ووژل شول او پاتې نور يې ګردې نړۍ کې در په در خاورې پر سر خپاره شول.

د نړۍ يوه لويه وچه هم داسې پاتې نه شوه، چې يهود دې پکې اباد نه وي، مګر اروپا کې عيسايي پاچاهانو د دوی ژوند دومره ور تريخ کړی و، چې ساری يې نه ليدل کيده. پر يهودانو دغه دوه زره کاله د اور په لمبو کې تېر شول.

هر ځای به يې وهل ټکول خوړل او هر چا به هر ځای کې پر دوی د ژوند کړۍ را تنګه کړې وه، مګر د دې ټولو ستونزو او کړاوونو سربېره يهودانو په زړه د ازادۍ ډيوه بله ساتلې وه، چې هر څنګه وي، دوی به يوه ورځ خپلې سپيڅلې خاورې ته ځي.

يهودان په دې تمه وو، چې دوی به يروشليم کې بيا اباديږي او د سلیمان عليه السلام په څېر يو بل پيغمبر به راځي او پر ګرده نړۍ به د يهودانو امپراطوري جوړيږي او د دې لپاره به دوی د نړۍ له ګردو مذهبونو او دينونو سره جګړې کوي، تر څو خپل يهودي دين پر نړۍ حاکم کړي.

د نړۍ په هر ګوټ کې چې يهود اباد شول د خپلې خوارۍ او کوښښونو له امله د سيمې د مخورو کسانو څخه شمېرل کېدل او امريکا خو بيا د دوی لپاره يو ستر نعمت و. امريکا کې دوی ته چا په بده سترګه نه کتل او نه يې د اقتصادي او نورو پلانونو مخه چا نيوله.

ګردې نړۍ کې د ژبې، قوم او سيمې په نوم هېوادونه جوړ شول او له همدې امله دوه زره کاله يو ځای اوسيدونکي يهودان د خلکو لپاره په دغو سيمو کې پردي ښکاريدل.

د يهودانو ډېری برخه يې سيکولران شوي وو، مګر د قومپالنې شعار دومره قوي شوی و، چې ۱۸۸۲م کال کې د تزاري روسيې په امر د يهودانو ټول وژنه پيل شوه.

دغه مهال يو سيکولر يهودي ليون پي نسکر په خپل مشهور «autoemenecipation » کتاب کې وليکل، چې د يهودانو له ټولوژنې وروسته دوی بايد د باوقاره ژوند د تېرولو لپاره پر يهودي ملتپالنه ولاړ يو هېواد جوړ کړي.

نوموړي په خپل کتاب کې وليکل، چې د نړۍ ژوندي خلک دوی مړه بولي، ځايي خلک يې پردي بولي، او مالداران يې سوالګر او د نورو پر اوږ بار بولي.

د همدې نظريې له مخې ټول سيکولر او مذهبي يهودان په دې سره متفق شول او هوډ يې وکړ، چې دوی بايد يو يهودي دولت جوړ کړي.

هر يهودي به په زړه کې دا هيله او ارزو درلوده، چې يو وخت به دوی د يهودي دولت څښتنان شي.

۱۸۸۲م کال کې يعنې له اتلس سوه کاله وروسته ډېری يهودان له خپلو کاروبارونو سره فلسطين ته راغلل او هلته اباد شول.

د يهودانو لومړۍ ډله وه، چې، فلسطين ته د دې لپاره راغلل، چې دلته به له سختو خونړيو جګړو او قربانيو وروسته يو يهودي دولت جوړوي او دغه يهودي دولت به د نړۍ په هره سيمه کې خپله واکمني چلوي.

۱۸۸۲م کال د يهودانو لپاره د يروشلم په سپڅلې خاوره کې پر يو منزل او يوه خاوره د راټوليدو تاريخ دی. يهودان په نړۍ کې څو څو نسلونه پاتې شوي وو او دغه هېوادونه يې بيخي خپل بلل او د اروپايي هېوادونو مهمو څوکيو ته يې ځانونه ورسول.

د هغو اقتصاد، ميډيا او د پرېکړې مرکزونه يې خپل کنټرول کې واخيستل او له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د هولو کاسټ د موضوع په اړه ټوله اروپا کې د يهودانو پر ضد د څه ويلو جرأت کول ناشوني وو؛ ځکه چې يهود په ګرده اروپا کې د پردې تر شا حاکمان وو.

اوس هم د نړۍ بنسټيزې سياسي او اقتصادي پرېکړې د يهودو پر لاس کيږي.

د دومره اسانتياوو سربېره له ۱۸۸۲م کال راهيسې يهودان د نړۍ له هر ځايه د فلسطين پر لور وخوځيدل او خلکو ته يې وويل، چې د الله پر لور سفر کوو او د دې لپاره بايد د خپل ژوند ټولې اسانتياوې پريږدي او د الله لپاره هر ډول ستونزې وګالي.

دغه مهال د فلسطين خاوره د يهودانو لپاره ناشنا وه ټوله ريګستان وه او د ژوند د اسانتياوو لپاره پکې هيڅ نه وو او هر ساعت پکې د مرګ ګواښ موجود و، مګر يهودان د ټولو ستونزو سربېره د خپل مملکت د جوړولو په فکر کې وو او له هماغه وخته يې د اسلام او مسلمانانو د ويشلو او تقسيم پلانونه پيل کړي وو او دوی په خپلو دغو پلانونو کې بريالي شول.

د ۱۹۴۸م کال د مې په ۱۴ تاريخ چې د تل ابيب ميوزيم کې «ډيويډ بن ګوريان» د اسراييلي دولت اعلان وکړ، نو د مسلمانانو په ګډون د نړۍ يو شمېر خلکو يې سخت مخالفت وکړ، هغه مهال هم اروپا کې څوک د يهودو خواخوږي نه و او له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته يو ځل بيا يهودان د نړۍ په هر ګوټ کې در په در شول.

۱۹۴۶ م کال د جون په ۲۹م نېټه بريتانيا د يهودانو پر کمپ چاپه ووهله او ۲۷۱۸ يهودان يې ونيول، تر څو فلسطين کې يهودان ډېر قوي نه شي.

دغه وخت کې يهودانو له امريکا مرسته وغوښته او له همدې لارې يې د اسراييلي دولت د تاسیسولو لارې هوارې کړې او ۱۹۴۸م کال کې يې عربو ته غاښ ماتوونکې ماتې ورکړه او اسراييلو ځانونه ښه قوي کړل.

د اسراييلو هېواد ولې او د څه لپاره جوړ شو؟ يهودانو ولې اروپا او امريکا کې خپل خوږ او ارام ژوند پريښود او فلسطين پر ځمکه يې خپل دولت اعلان کړ؟

د اسراييلو هر لوی او کوچنی په دې خبره پوه دی، چې دوی دلته د يوې لويې جګړې په موخه راغلي و دوی ته دغه وصيت د پلار نيکه څخه پاتې دی.

بل پلو موږ ته دا خبره معلومه ده؟ ايا موږ مسلمانان لږ هم دې خبرې ته متوجه يو، چې دغه جګړې مصر، سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو سره نه کيږي، بلکې دا جګړې د اسلام او مسلمانانو پر ضد دي او هيڅ په نوم مسلمان به د يهودو له جګړې ځان خوندي نه شي کړای.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما چې د مصر الازهر پوهنتون ته راغی، نو هلته يې د هيڅ هيواد نوم وانه خيست، بلکې هلته يې اسلامي امت مخاطب کړ، چې ګرد مسلمانان بايد له خپلو مغزو تروريستي افکار او عملونه وباسي.

دا خبره به موږ منو يا نه، خو د نړۍ کفار موږ د يو امت په توګه پيژني او دوی غواړي دغه امت د خپلې جګړې نښه وګرځوي.

اوس که موږ لږ هم پوهيږو، نو د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم موږ ته دا زيری راکړی، چې يوه زمانه به داسې راشي، چې تاسې به له يهودانو سره وجنګيږئ او تاسې به پرې غالب شئ. يهودي، چې د هرې ډبرې تر شا پت شي نو ډبره به غږ کوي، چې اې مسلمانه دلته يهودي پټ دی او راشه مړ يې کړه رواه البخاري ومسلم.

په حديث کې راغلي، چې دغه ډبرې به مسلمان ته نارې وهي، دا به د کوم هېواد او کوم قوم په نوم غږ نه کوي، ځکه چې دا جګړه به د امت جګړه وي، نه د قوم، هېواد او نسل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x