سوله څه ډول برقراریدئ شي

soolaپه والصلح خیر کې هیڅ شک او شبهه نشته او دسولې په هکله چې خیر او ښیګنې ټولې په کې نغښتې دي، ټول خیرغوښتونکي او سوله غوښتونکي افراد او سازمانونه په یوه خوله دي او ددې اصل یعنی سولې دقائمیدو او برقراره کیدو دپاره دهغې قوتونو او عناصرو سره چې خپل ناوولئ ژوند ئې دجنګ، خشونت، ترور او وحشت نه تغذیه کیږي په مبارزه او مقابله لګیا دي.

خو د سولې دپاره هم باید له بده مرغه جبراً وجنګیږو، قرباني ورکړو، تاوانونه وګالو اومشکلات تحمل کړو.

ځکه دسولې دښمنان یوازې یو منطق لري چې هغه زور، ترور، تجاوز او وژنه ده.

په زاریو، نصیحتونو، ننواتو او وعظونو ددوئ حیواني اراده نه بدلیږي.

دسولې کلمه هم لکه نورې واژې نن ورځ دسیاسي هدفونو دلاسته راوستلو له پاره دهر چا له خولې راوځي.

نن ورځ په افغانستان کې متجاوزین، اشغالګران او دهغوئ مزدوران هم دسولې نارې وهي .

په همدې ترتیب سره دازادۍ او خپلواکۍ جبهه چې عمده رول په کې دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک لري هم سوله غواړي نو باید واضح شي چې داجنګ څوک کوي او هر یو څرنګه سوله غواړي؟

په یوه ټولنه کې که یو قدرت (خارجي یا داخلي) چې ترهر نامه لاندې مسلط وي، دهر څه کولو واک په اختیار کې ولري، څوک ئې په مقابل کې د اعتراض، انتقاد او نظر د اظهار حق ونه لري، حاکمه طبقه دمحکومې طبقې د ژوند او مرګ دفیصلې صلاحیت ولري او محکومه طبقه یوازې د جابرانو او حاکمانو د دستورونو او پریکړو د اطاعت او تائید ماموریت و لري، ظاهراً یوازې فزیکي تصادمونه نه وي، مګر هرڅه په زور عملي کیږي، دخلکو خولې تړلې شوې وی او د اه ویستلو اجازه نه لري .

داسوله نه ده، بلکه ظلم دئ، تعدی ده، استبداد دئ او دخیر ځائ شر نیولئ دئ، دا یو مؤقتي او بې ثباته ارامش دئ او دباروتو هغه درمند ته ورته دئ چې هره لحظه ئې دچاودیدو او د انفجار دپاره یوې وړې جرقې او پلتې ته ضرورت لري او عواقب ئې د داسې اور بلیدل دي چې هیڅوک ئې دسوزیدو نه په امان نه پاته کیږي.

په ټولنه کې ازادي، خپلواکي، ټولنیز عدالت او سیاسي قدرت خپل اصلي ما لک ته چې وولس دئ سپارل، دیوې واقعي، باثباته، عادلانه او دوامداره سولې اساسي ستنې او اجزا دی، چې دهرې یوې په نړیدو او یا نه موجودیت کې دسولې دماڼۍ جوړیدنه او دریدنه ناممکنه ده.

که د افغانستان اوسنئ وضعیت ته وګورو او دخیالونو او خوبونو دخوږو اولوتنو نه د واقعیت صحنې ته را کوز شو او یوڅه موجوده حقایقو ته ځیر شو، واضح خبره ده چې دا جنګ ددوو قوتو ترمنځ دئ، یوې خواته تجاوز او اشغال او بل لوري ته ددې تجاوز او اشغال په مقابل دفاع او مقاومت، دریم لورئ وجود نه لري او قهراً به په دې معضله کې ټولنه او افراد او سازمانونه ئې په یوه خوا کې ودریږي او دبل لوري سره به په مستقیم یا غیر مستقیم، مسلحانه یا غیر مسلحانه مبارزه اومقابله کوي.

دلته بې طرفه اوبې پرې څوک نه شی پاته کیدلائ، ځکه دټولنې دبرخلیک دټاکلو موضوع ده او طبعاً دغه برخلیک ټاکنه د افرادو او سازمانونو سرنوشت هم ټاکي، په داسې دوه لارئ کې هدف ته درسیدو دپاره دریمه لاره نشته، که څوک ددریمې لارې فانتازي په سرکې لري، یا خو دواقعیتونو د لیدلو توان نه لري اویا د واقعیتونو سره د برخورد په برخه کې دتصمیم نیولو او پریکړې کولو جرائت او جسارت نه لري او دخپلې ناتوانۍ او بې جرائتۍ دتوجیه دپاره ګیلو او بانو ته پناه وروړي او په دې توګه یوازې خپل سرګردانه، مشوش او مذبذب ذهن ته تسکین ورکوي، نوره کومه مثبته او فعاله ونډه دټولنې په دې سرنوشت سازه مرحله کې نه شي اخستلائ.

دجنګ په دې دوو لوریو کې امریکایان هغه سوله غواړی چې دافغانستان سیاسي، ټولنیز، کلتوري، امنیتي، اداري او اقتصادي واک او په دې برخه کې دتصمیم او فیصلې کولو صلاحیت ئې باید ددوئ په لاس کې وي، افغانان باید ددوئ غلامان وي او دوئ ئې باداران.

افغانان باید دخپلې عقیدې، فرهنګ، تاریخ ملي ګټو، ملي ارزښتونو او ملي هویت نه تیر شي او هغه څه قبول کړي، چې دغربیانو دفکر او ګټو سره برابر وي.

چې په دې صورت کې د واقعی سولې اولینئ اصل او جز چې دیوې ټولنې ازادي او خپلواکې ده نفی شو او دسولې په ځائ جنګ ته زمینه مساعده شوه، نو دسولې د راتلو او برقراریدو دپاره لویه مانع د امریکایانو او ورسره غربي تجاوزکارانو او اشغالګرانو حضور او وجود او لینئ او اساسی خنډ دئ، چې باید له منځه ولاړ شي.

دجنګ بل لورئ دافغانستان وولس او دهغوئ نه جوړه شوې دمقاومت جبهه ده، چې دافغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک ونډه او رنګ په کې تر نورو بارز او قوي دئ .

دوئ د افغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دپاره په مبارزه او مقاومت لګیادي او په دې باور دي چې سوله یوازې دیرغلګرو او اشغالګرو قواوو دبې قیده اوشرطه وتلو په صورت کې امکان لري.

په افغانستان کې جنګ او وینې تویونه دغربې وحشیانو دمستقیم تجاوز او دافغانستان داشغال نه را پیدا شوي دي او دسولې دنه موجودیت اوموجوده مصیبت اصلي عاملین همدوئ دي، نو ترڅو چې دا تجاوز دفع نه شی او اشغال خاتمه پیدا نه کړي دسولې دمنځ ته راتګ امکان نشته او که دسولې د برقراریدو دپاره خبرې، مباحثه او مذاکره کیږي باید دمقاومت دجبهې او اشغالګرانو ترمنځ چې دجګړې اصلی لوری دي صورت ومومي.

بناءً دریښتني سولې دقائیمیدو دپاره په اول قدم کې دسولې اول جز چې ازادي او خپلواکې ده باید تثبیت شي چې هغه دغربي وحشیانو دظالمانه تجاوز دفع کول او دهغوئ دظالمانه اشغال ختمول دي اوترڅو چې دا قدم وانه اخستل شي دسولې برقرارول هسې په خیالونو کې چکر وهل دي.

خو ديرغلګرو او اشغالګرو په وتلو سره یوازې دسولې اوله ستنه ودریده او یو شرط پوره شو او هغه استبداد او ستم چې دیرغلګرو او اشغالګرو دموجودیت له کبله په افغان وولس حاکم وو له منځه ولاړ، نو ددې ترڅنګ دواقعي سولې د راتګ دپاره د اجتماعي عدالت تاءمینول اوسیاسي قدرت خپل اصلی څښتن ته چې وولس دئ سپارل چې دواقعي سولې نور اساسي اجزا دي هم باید دپامه ونه غورځول شي او دمقاومت دجبهې ټول غړي منجمله دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک باید ددې اجزاوو د پوره کولو او پیاده کولو دپاره خپل اهلیت او وړتیا لکه د جګړې په ډګر کې ئې چې عملاً ثابت کړل منحیث دیوه اسلامي، انساني او ملي اصل او مسؤلیت درک کړي او دیوې باامنې ټولنې دجوړیدو دپاره خپله انرژي او لیاقت دیوه لویې حوصلې او پراخه نظر په لرلو سره په کار واچوي او داجتماعي بې عدالتیو او دیکتاتوریو چې دبا ثباته او عادلانه سولې داستواریدو دپاره لوئ خڼډونه دي په له منځه وړلو کې د خپل وولس دتاریخي ارمان په پوره کولو کې صادقانه مبارزه وکړي اوهغه اعتماد، باور او حمایت چې دوولس له لوري ورته حاصل شوئ دئ، په خپلو مدبرانه او اخلاصمندانه عملونو سره د ټولنیز عدالت دبرقرارولو او یوه وولسي نظام دقائمولو په لاره کې نور هم ژور او محکم کړی .

یوه خبره باید ټول اشخاص، ډلې او سازمانونه ښه په غور او دقت واوري او هغه دا چې:

د افغانستان وولس نور دظلم، استبداد، خودکامګۍ او خپلسرۍ نه چې داشخاصو، کورنیو، ډلو او تنظیمونو له لوري په یوه او بل نامه په خپل ټول تاریخ کې ورسره مخامخ وو نور پوزې ته راغلئ او نور دداسې نظامونو دتحمل حوصله نه لری چې قدرت ئې بې له وولسه دبلې مرجع څخه سر چشمه اخستې وي.

دا خو واضح خبره ده چې افغان وولس یو متدین او مسلمان وولس دئ او هر نظام چې جوړوی، باید دوولس دعقیدې (اسلام) سره باید سل په سلو کې تطابق ولري او دالهي احکامو او نواهیو په بنیاد ولاړوي، خو د ادارې، اجرا او نظارت دپاره وولس باید تصمیم ونیسي چې څوک، ترڅه وخته او ترکومو شرایطو لاندې ددې مهم او عظیم ماموریت له پاره توظیف کوي او د هغه چا لیاقت، اهلیت، صداقت او ایمانداري چې ددې ماموریت دلاسته راوړلو له پاره ځان وړ بولي دخلکو له لوري باید تائید او تصدیق شي.

د افغانستان دطالبانو اسلامي تحریک چې دمتجاوز او وحشي دښمن سره په مبارزه کې خپله ایمانداري او فدا کاري دالله تعالی (ج) او دهغه دمخلوق دپاره په اثبات ورسوله، دافغان وولس دمظلومیت اوښکې ئې پاکې کړې، د هغه دشرف او عزت نه ئې په ډیرمدبرانه او غیرت مندانه شکل دفاع وکړه، په خپلو وینو ئې دازادۍ او خپلواکۍ نهال اوبه کړ او وچیدو ته ئې پرې نه ښود اوددې نامتوازنه او هولناکه دښمن سره ئې دجګړې په ډګر کې خپل درایت او وفاداري وښودله، همدا رنګه باید دسیاست په ډګر کې د اشغال دختم نه وروسته هم خپله وړتیا او اخلاص وښئي او لکه څرنګه چې دالله تعالی (ج) په مرسته او دخپل وولس په ملاتړ ئې ددنیا لوئ شیطان ته دازادۍ او خپلواکۍ په جګړه کې کاري ضربې ورکړې او سفاک خارجي دښمن ئې په خپلو فداکاریو او شهادتونو تیښتې ته مجبور کړ، دداخلي دښمن سره چې اجتماعي بې عدالتي او داخلي استبداد دئ هم باید نه په خلاکیدونکي مبارزه وکړي او ددې مظلوم وولس زورول او عذاب چې دستمګرانو او ظالمانوله لاسه ئې دژوند په ټول تاریخ کې ګاللئ دئ دابد دپاره خاتمه ورکړي، نه داچې دخارجي استبداد دمنځه وړلو دلاسته راړنې دقهرمانۍ او افتخار په مقابل کې دداخلي استبداد وحشتناکه کابوس په وولس تحمیل شي او د جنګ او تاوتریخوالي ددوام دپاره زمینه مساعده کړي.

ان شاء الله چې ازادي او خپلواکي دافغانانو په نصیب شي، ټولنیز عدالت تاءمین شي او سیاسی قدرت چې په ټول تاریخ کې دغاصبانو له لاسه غصب شوئ وو داصلي څښتن (وولس) په ولکه کې راشي ، بیانو دجنګ، جګړې، تاوتریخوالي او خشونت کرغیړن وجود دتل دپاره دافغاني ټولنې نه محو کیږي، باثباته او تلپاتې سوله به برقراریږي او افغان وولس به دیوه مرفه ژوند دجوړولو له پاره خپله سرشاره انرژي او استعدادونه په موثره توګه په کار اچوي اودترقۍ هغه کتار ته به چې ددنیا نور ولسونه په کې ولاړدي په متینو او مطمئنو قدمونو حرکت کوي او ځان به ورته رسوي.

د.ب.هيښ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د