د ژوند تر ټولو ستره تیروتنه

دوهمه برخه
پاڅه او خپل باور د خپلې لارې مشال وگرځوه

ژباړن: محمد ابراهیم حمزه

پاڅه، ځان ته ښه ځیر شه، حرکت وکړه او ټولې نړۍ ته خپل شتون ثابت کړه. له دې سره که ته وغواړې او که نه ته به ولیدل شې. په دې توگه به خپل رښتینی تصویر احساس کړې.

پاڅه، خپل فکر او ګروهه په زغرده بیان کړه؛ ځکه چې ته هغه څوک يې چې ستا د خلقت لپاره خدای پلانونه جوړ کړی پلانونه لکه:

د مور مینه، د ژوند ملگرې مینه، د انسان پېچلی عصبې سیستم چې په ملیاردونو عصبې سلولونو څخه جوړ شوی، لمر او سپوږمۍ ستا د گټې لپاره پیدا شوي، د خدای تعالی په دربار کې د پرښتو استغفار ستا لپاره، د شپې او ورځې پرلپسې والی د انرژي او فعالیت غوره کیدو لپاره، باران وروونکي وریځې ستا په چوپړ کې؛ خو ټولو څخه مهمه هغه پښې دې چې پوره ایمان او باور سره پاڅې او په پوره امید سره مخ په وړاندې حرکت وکړې!

دا هغه څه دي چې ستا رب يې له تا تمه لري چې ځمکه او زمان، اسمان او پرښتې، خلک او نور خوځېدونکي ټول یو بل ته لاسونه ورکړي تر څو ته پاڅې او د بې شمیره امکاناتو په وسیله د خپل ځان او چاپیریال په روښانه کولو کې رول ولوبوې او د یو رښتیني انسان په توگه یو نیکمرغه ژوند ولرې، نه دا چې د یوې مړۍ ډوډۍ محتاج اوسې.

د پښو له خلقت څخه مقصد پاڅیدل او مخ پر وړاندې تګ دی، که پښې نه لرې خپل هدف وساته هرومرو دغه دوه وسیلې یعنې پښې به په نورو شکلونو ښکاره شي. د انسان سترگې چې د هغه د لارې لارښوونکې دي د سر په شاتینۍ حصه کې نه دي. یعنې شاته تگ منع دی!

کله چې پاڅې او خپل لوړ هدف پر لور قدم اوچتوې ټول کاینات د خوښۍ جشن لمانځي. خدای تعالی پر خپل داسې بنده ویاړي او پرښتو او نورو موجوداتو ته د همکارۍ فرمان صادروي:

« تَبَارَکَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِینَ» (مومنون-۱۴)

ستا پاڅېدل دوې گټې لري:

۱ـ نور ستا پاڅېدل وینې او په دې شیبه کې ستا کړنه تاییدوي او ستاسو لورې ته مثبته فریکوینسي په شفاهي او غیر شفاهي ډول استوي چې عزت نفس په زیاتولو کې خورا اهمیت لري؛ ځکه چې د عزت نفس زیاتولو یو مهم فکتور له نورو څخه تایید اخیستل هغه هم ستاسو د وړتیا په دلیل د ښو او هدفمندو کارونو په اجرا کې دی.

په دې حالت کې ته یو مسولیت لرې هغه دا چې ته باید طبیعت ته چې د نړۍ حاکم نظام دی «د نیکي ځواب نیکۍ» په اساس یو مثبت پیغام واستوې.

۲ـ دوهمه گټه يي دا ده چې کلک باور پیدا کوې چې کولی شې خپلو هیلو ته، هغه هیلې د کومو لپاره چې الله (جل جلاله) پلان جوړ کړی او تا ته د دغې هیلې لاسته راوړلو پوهه او وړتیا درکړې ورسیږې.

خپل او د نورو منفي نظرونه له دې لاسته راوړنې سره کم رنگه کیږي او په زړه کې امید تازه کیږي او قدم په قدم به درته لارې خلاصیږي او دغه فکر به مومې:

چې د لمر ټیټېدو پر مهال، لمر وڅارې او ورپسې نورو وچو ته د غم او تیارو څخه د خلاصون لپاره سفر وکړې؛ ځکه چې د لمر خلقت څخه مقصد ستا د لارې روښانول دي او بس.

که د پاڅون لپاره شرایط برابر نه دي، نو بدل یې کړه.

هر څیز له فکره پیلېږي؛ له قوي افکارو پرته به پرمختگ ناممکن وي.

کامیاب انسان، کامیاب فکر کوي او ضعیف انسان، غریب او کمزوری فکر لري.

څوک چې د ژوند له هر اړخه نا خوښ دي، که چیرې يي افکار په لابراتوار کې تجزیه کړو نو ډیر زیات منفي فکرونه به لري.

که وغواړو خپل منفي فکرونه په مثبتو بدل کړو، انساني احساسات به هم تغیر وکړي او د یوه غوره تگلارې شکل به خپل کړي.

هغه منفي موقعیت او شرایطو کې واقع کیدل چې موږ په منفي ځواب ورکولو مجبوروي هیڅ بله لار نه لري مگر دا چې دغه موقعیت او شرایطو ته تغیر ورکړو.

په داسې شرایطو کې واقع کیدل او ټول عمر منفي ځواب ورکول به د مثبتو افکارو موجودیت هم بې اثره کړي؛ ځکه چې د کلاسیک – محرک زده کړې پر اساس ځواب ستاسو په ذهن کې جوړ شوی وي او هر کله په همدې موقعیت کې واقع کیږئ ځواب ورکول کیږي. په همدې اساس د شرایط تغیرولو سره ستاسو ذهن کې نوی ځواب جوړیږي او په تدریج سره کولی شئ خپل خوي د مثبت شرایطو پر بنسټ جوړ کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د