افغانستان

«ملي پولیس کمزوري دي»

نن ټکی اسیا(سه شنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن په کابل کې د کورنیو چارو وزارت له لوري د هېواد د ټولو امنیه قومندانانو لپاره درې ورځنی سیمینار پیل شو.

د سیمینار د پیل په مراسمو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر عمر داودزي پخپلو خبرو کې وویل چې افغان ملي پولیس په بېلابېلو مواردو کې کمزوري ثابت شوي دي.

د نومړي په خبره افغان ملي پولیس د بشري حقونو د رعایت په برخه کې کمزروي دي. داودزي وویل چې دوی هڅه کړې چې د بشري حقونو د تحقق لپاره ګړندي واوسي خو بریالي نه دي.

د هغه په خبره د افغان ملي پولیسو په لیکو کې باید تر اوسه پورې پنځه زره تنه ښځینه پولیسي وای، خو تراوسه پورې د دې معیار تر نیمايي هم نه رسېږي. نوموړي د ښځینه پولیسو د جذب اړوند وویل: د ښځو اړوند د ګواښونو په اړه مو هڅې کړې، خو ډاډه لاسته راوړنې نه لرو.

ویل کېږي چې نوموړي د ملي پولیسو په لیکو کې د نارینه پولیسو اخلاقي نیمګړتیاوو ته اشاره وه او د ښځینه پولیسو د لږ جذب علت يې هم همدا په ګوته کړی دی.

سرپرست وزیر پخپلو خبرو کې وویل چې ملي پولیسو د سړي تښتونو او مسلح چور په برخه کې هم پاتې راغلي دي. د هغه له قوله اوس هم له نږدې هر ولایته هره ورځ د غلا او سړي تښتونې راپورونه ورکول کېږي.

عمر داودزي څرګنده کړه چې د پولیسو په لیکو کې د ډېرو نیمګړتیاوو علت دا هم کېدای شي چې په دې برخه کې ډېری پولیس د سیاسي نفوذ له مخې جذب شوي دي، نوموړي وویل چې په دې برخه دی خپله نیمګړتیا مني.

د پولیسو  سیاسي نفوذ د پولیسو په لیکو کې په واسطو مقررېدل، په واسطو د رتبو ورکړه او په واسطو او روابطو د پولیسو د ځای د تبدیلي ټکو ته اشاره ګڼل کېږي.

دغه درې ورځنی سیمینار چې «د پولیسو کمزورتیاوې» يې سرلیک ورکړل شوی دی، د ټول هېواد قومندانانو ته پکې د خپلو پولیسو د نیمګړتیاو او کمزوریو د درک او له منځه وړلو روزنه ورکول کېږي.

تر دې وړاندې هم د کورنیو چارو سرپرست وزیر عمر داودزي د تېرې میلادې میاشتې په شپاړلسمه ولسي جرګې ته په خپله وينا کې وویل، چې د روان کال دا تېرې شپږ مياشتې افغان پوليسو ته تر ټولو خونړۍ وې او طالبان له ۳۴ ولايتونو څخه په اتلسو ولايتونو کې پراخ حضور لري چې تل پکې پر بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو بريدونه او چاودنې کوي.

دا په داسې حال کې دی چې د پولیسو په لیکو کې د طالبانو له لوري نفوذ  او پر مټ يې نفوذي بریدونه ترسره کول هم ملي پولیسو ته یوه ستره ننګونه ګڼل کېږي. له دې سره جوخت ویل کېږي چې د سړي تښتوونکو او چور له بانډونو سره هم د پولیسو اړیکي شته او ډېر کله ټولنیز جرمونه د پولیسو له یونیفورم او آن پېژند کارتونو نه په ګټې ترسره کېږي، چې د زمري د میاشتې په وروستۍ شپه يې د پغمان بې نمونې پېښه یوه نمونه ګڼل کېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

وای أوښ ته یی ویل غاړه دی کږه ده،،وای کوم ځایی می سم ده ،نودؤدخانه دپولیسو دی کوم عمل دمسلمان ده مفسدین فی الأرض همدا أخبثین دی ملت یی ترپوزی راوستلی ،،مورزاده مفسدپه سمینارونو نه سمیږی هسی ملت ته دوګه مه ورکوی ځکه داخلګ خوتاسودخپل بادارپه زور پرهیوادمسلط کړل قاتلکم الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x