نړۍ

که موږ تاريخ لوستی وای پر افغانستان مو يرغل نه کاوه

نن ټکی اسیا(سه شنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د بريتانيا پخواني دفاع وزير ډاکټر ليام فوکس ويلي، چې افغانستان کې د تهامس جيفرسن «د امريکا پخوانی ولسمشر و» ديموکراسي پلي کول د غربي هېوادو يو احمقانه فکر و.

«ويسټرن ډيلي پريس» ورځپاڼې د ډاکټر ليام له قوله ليکلي، چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر له پېښې وروسته د لويديځو هېوادونو چارواکو د طالبانو رژيم ړنګ کړ او افغانانو ته يې هوايي وعدې ورکړې او دوی فکر کاوه، چې افغانستان کې به د تهامس جيفرسن ديموکراسي پلې کړي.

ډاکټر ليام فوکس وايي، چې افغانستان کې ديموکرسي پلي کول داسې معنا لري، چې سړی په يوه غريزه سيمه کې يو ښکلی رنګين بازار جوړول غواړي.

ډاکټر ليام زياتوي «زموږ بنسټيزې ستونزې دا دي، چې زموږ پاليسي جوړوونکي مسؤولين له تاريخه ناخبره دي او که موږ له تاريخه خبر وای نو پر افغانستان مو يرغل نه کاوه»

«له همدې امله، چې موږ اوس پر کومو کارونو ترکيز کوو، په ګرده نړۍ کې راپورې خلک خاندي.»

د بريتانيا پخواني دفاع وزير وايي، چې «زموږ سياسي چارواکو تل ځانونه او خپل ولس خطا کړی او د ځمکنيو حقايقو پر ځای يې جعلي کارونه کړي دي.»

ډاکټر ليام وايي، چې دوی افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، مګر د څو کالو په تېريدو طالبانو يو ځل بيا خپلو عملياتو او چاودنو ته زور ورکړ او د خپل واک او ځواک ساحه يې پراخه کړه.

نوموړی ټينګار کوي، چې دوی بايد د خپلو عسکرو له ويستلو وروسته هم افغانستان په کلکه وڅاري تر څو دغه هېواد يو ځل بيا د طالبانو او د هغو د پلويانو لاس ته ونه لويږي.

ډاکټر ليام فوکس وايي، چې د لويديځو هېوادونو چارواکي بايد په دې اعتراف وکړي، چې دوی نړۍ او د افغانستان ولس ته کومې وعدې ورکړې وې، په هغې کې پاتې راغلل؛ ځکه چې هيڅکله يوه جګړه د سروې ګانو له امله نه ګټل کيږي او زموږ چارواکي تل په سروې ګانو باور کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x