افغانستان

طالبان: «د سرپل جګړه کې مو ۶۷ عسکر وژلي او ۸ ژوندي نیولي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د تېرو دوه ورځو راهیسې د سرپل ولایت په دره علف سفید نومې سیمه کې د طالبانو او دولت تر منځ سختې نښتې شوي.

طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په دغه دوه ورځېنۍ جګړه کې ۶۷ عسکر وژل شوي او ۸ نور یې ژوندي نیولي.

طالبانو د نیول شویو عسکرو ته د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

په عین حال کې د سرپل ولایت سرپرست والي عبدالجبار حقبین وايي چې لغمان کلي په دره علف سفیدنومې سیمه کې تر هغې وروسته جګړه ونښتله چې  دولتي ځواکونو کاروان د کوهستانات ولسوالۍ څخه ولایت ته تللو.

د حقبین په وینا د دولتي عسکرو شمېر ۲۰۰  و چې له منځه د پولیسو او اردو په شمول ۲۲ يې ووژل شول، ۱۷ ټپیان،  ۶ طالبانو ژوندي نیولي او  د ۷  رینجر موټر په شمول ۱۳ عراده موټر له منځه ولاړې دي. نوموړي همدا راز وویل چې جګړه د شپې پر ۱۱ بجو پای ته ورسېدله.

خو قاري یوسف احمدي وايي چې په دغه دوه ورځينۍ نښته کې يې ۶۷ دولتي عسکر وژلي،  ۶ رینجر موټر يې ویجاړ او ۸  عرادې رینجر یې نیولي.

احمدي همدا راز وايي چې په دغه نښته کې دوی د ۸ عرادو رینجرو سربېره ۴ ټانکونه، ۲ عرادې اکمالاتي غټ اورال موټر، یو کرینک ۱۵ ثقیله، ۳ دشکې، ۳ راکټونه، ۷ شل ډزې، ۱۱ کلاشنکوفونه او ګن نور مهمات یې نیولي.

که څه هم د سرپل سرپرست والي عبدالجبار حقبین د ۲۵ طالبانو د وژنې  ادعا کوي خو طالب ویاند دا ردوي او وايي چې په برید کې د دوی یو ملګری وژل شوی او ۲ نور سرسري ټپیان دي.

احمدي همدا راز وايي چې د دولت هوايي ځواک د ورک شوو عسکرو په لټه کې دي چې تر دې مهاله یې هیڅ درک نه دی معلوم کړی.

دفاع وزارت ویاند  جنرال ظاهر عظیمي وايي چې په دغه برید کې ۱۲ عسکر وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي چې د ژوبل شوو عسکرو تداوی کیږي.

عظیمي د ۶ نیول شوو عسکرو په اړه تر دې مهاله هيڅ څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x