نړۍ

په ریاض کي یو امریکايي وژل شوی، بل ټپي دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): نن د سعودي عرب په پلازمینه ریاض کې د امریکايي اتباعو په یوه موټر باندي ډزي شوي، چې له کبله یې د چاوراکو په وینا یو امریکايي وژل شوی، او بل سخت ژوبل  دی.

د تفصیلاتو سره سم نن په ریاض کې د ملک فهد د ورزشي لوبغالي ته نیژدې په یوه پټرول پمپ کې د امریکایانو په یوه موټر باندي یوه سعودي وګړي مخامخ ډزي وکړې، چې له کبله یې یو امریکايي مړ او بل ټپي شو.

امنیتي چارواکي وايي چې د پيښي وروسته یې بریدګر سره د ډزو تبادله کړې، او هغه یې وروسته تر ټپي کېدو ژوندی نیولی دی.

امنیتي سرچینو ویلي چې تر اوسه د پيښي نور عوامل نه دي څرګند شوی، او زیاته کړې چې د تحقیقاتو تر مخه نه شي ویلای چې ددې برید تر شا به د القاعده، اسلامي دولت او یا د هغوی د پلویانو لاس وي، او که نه.

بل خوا د اسلامي دولت پلویانو ویلي چې دا برید په سعودي کې د اسلامي دولت د پلویانو له خوا چې شمېر یې تر یوه زیات وو، تر سره شوی، چې له کبله یې یو امریکایی مړ او بل ټپي شو.
هغوی زیاته کړې چې امریکایان په یوه امریکایی موټر (شاورلیټ – تاهو) کې ناست وه، چې دوی برید باندي وکړ، او له پيښي وروسته په تیښته بریالي شول، او زیاته کړې چې یو کس د امنیتي پولیسو له خوا محاصره شو.

باید وویل شي چې سعودي په عراق او شام کې د اسلامي دولت په خلاف په امریکايي ایتلاف کې پراخه ونډه لري، په عراق او شام کې دبمباریو تر څنګ ویل کیږي چې د نړیوال ایتلاف د جګړې مصارف هم د سعودي په غاړه دي، چې له کبله یې د سعودي د حکومت په خلاف په مسلمانانو کې کرکه زیاته شوې، او د شنونکو په نظر په مصر کې د اخوان المسلمین په ضد د فوځ پارونه، په یمن کې د حوثیانو ملاتړ، په لیبیا کې د حفتر په نامه پخواني سیکولر فوجي ملاتړ، او همداسی په عراق او سوریه کې د سعودي مشبوه سیاست د سعودي اکثره وګړي د سعودي د حکومت څخه ناراضه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x