نظــر

دهلمند دکانکور تیره غټه ازموینه دی تاسو غټو ته مبارک وی

helmand_educationدرنو دوستانو تاسو به اوریدلی وی چی څواونۍ وړاندی د هلمند ولایت دکانکوردغټی ازموینی کوربه وو په سلګونو ددوولسم ټولګیو فارغانو برخه پکښی واخیستل ډیره غټه لاسته راوړنه ده زه په غټ اخلاص ترټولو دمخه دهلمندد ښاغلی والی صاب څخه دزړه له کومی مننه کوم دا لاسته راوړنه دده دهڅو برکت دی  پښتانه وایی میړه مړ که خو مړانه یی مه وژنه زه داد والی میړانه بولم نر دی دکارونو ترشا یی غټ افغانی ننګ اوغیرت ملګری دی کور یی ودان خدای ج دی نور هم توفیق ورکړی.

ګرانو دوستانو دازموینی په ډګر کی زموږ غوړ او غټ داولس استازی هم غټ غټ ګرځیدل اغلی  اوغټه مټه حبیبه جانه نستیږل سوی نسیمه جانه خوبن میرولۍ لالا او دوالی مشاورکمکۍ وحیدالله جان  دوی هم په صحنه کی غټ غټ اودرانه درانه ګامونه اخیستل چی په لیدو یی ماته دهندستان غټ غټ فاتحین راپیاد شول دوی ددی غټی ورځی دخوښۍ دلمانځلو پرځای خپلو خوښیو را په مخه کړیوه په صحنه کی یی خپل خپلوان ناست ول هغوی ته یی دنقل زمینی برابرولی او نقلونه یی ورته چمتو کول درواغجن دخدای دښمن دی درواغ نه وایم هر څه می پخپله ولیدل.

خوږو دوستانو دا هرڅه چی زما په لیکنه کی تاسوګوری یو ستر او غټ حقیقت ته مو پام اړوی هر څه می د زړه ددرد زیږنده دی دهیچاسره تربورګلوی او پنډل شریکی مسایل په والله که شړم دلیکنی غټه موخه می د یوه غټ حقیقت برملا کیدل دی زه پوهیږم چی دا لیکنه به دژوندی وجدان اوغټ ضمیر خاوندان په غټو مننو سره ومنی او په دی هم پوهیږم چی دمړه وجدان دخاوندانو پر دماغونو به غټ اخلاقی ګذار وی په هر صورت زه د بینوا ددوستانو څخه یوه غټه ارزو لرم چی دا مقاله دی نشرکړی که نه د ابد لپاره به ځینی خوابدی شم.

ګرانو دوستانو څومره دغټ شرم خبره وه چی داولسی جرګی یا ددولت دا غټ رتبه کسانو دازموینی په ډګر کښی خپلو خپلوانو ته په ډیره غټه سپین سترګۍ سره غټ غټ نقلونه ورکول  دغټ ښایسته هلمند نوم یی په ډیره غټه کچه بدکړ کاشکی ددی غټانو سره دهلمند ښایسته او دویاړه ډک نوم نه وای غوټه  زه به ضرور ددوی دا پنډ بی ډوله  کرکجن اوغټ انځورونه  غټومطبوعاتوته بیله کومه ډاره غوټ راباسم او دا ړوند او مظلوم اولس به تری خبروم  ما هرڅوک هلته په غټو سترګو ولیدل چی  ډیر غټ غټ کیدل خوډیر واړه او ټیټ کارونه یی کول  دا غټ ټول ما دخپلی وړی کمری په واړه نونی کښی راویستی دی اونسی راڅخه  پوټیدلای  خو  غټ افسوس پر داسی کسانوچی و خپلو ګڼوخلکو ته غټی بازﺉ او فریبونه ورکوی او دخلکو په نامه پر خپل ژوند په ډیره لیوالتیا سره نارواغټی اووړی ګټی ترپی  په هغه غټ مغز دی دوی ټوله لیونی سي چی دا غونډه خاوره تری بیغمه سی اوخلک په ریښتنینی توګه نور سپیڅلی او ریښتینی غټان ولټوی که په دی تش په نامه غټو کښی رښتیا هم دانسانیت غټ اودریښتینی پیرزوینی  زړونه پراته وای نو اول خو دا غټه خبره وه چی دا پلیته کړنه(نقل) یی دکانکور دازموینی په ډګرکښی په غوڅه توګه بندکړیوای اوخلک یی پریښی وای چی داستعداد او وړتیا له مخی دازموینی ویشل سوی پاڼی ډکی کړی  دلته ډیر داسی  کسان دازموینی په ډګرکښی ناست ول چه دیوی ساده لیکی په لیکلو کښی ګوډ اوړانده کیدل زه دخپل مظلوم اولس په مظلومیت غټ قسم اخلم که به دسوال چپه یا راسته ورته مالومیدل نو ایا دداسی خلکو کامیابیدل به ددی مظلومی ټولنی په اړه غټ ظلم نه وی دا خو سبا دغټوپه زور ترپوهنتون هم همداسی ړانده وځی څوک به انجنیر وی او څوک به بیا غټ ډاکتر وی دوی به پیا په کوم مغز غټی نقشی وباسی اوڅنګه به بیا ددی ناروغه ټولنی غټ علاج وکړی دا هریو به دخپل وخت غټ لیوه جوړسی اودښیګڼو پرځای به بیا دخپلوغټو په څیر دخپلو خلکو لړمنونه راوباسی  مبارک مو دی شی دیوی ټولینیزی شورا وکیل می هم ترسترګو  شو  په ازموینه کښی ناست وو زه یی له ډیره وخته پیژنم الف ته ټکی  ورکوی او له با څخه ټکی اخلی.

ښه…. مشاور وحیدالله جانه او غټو وکیل صاحبانو  نقل خومو نه کړ بند  په غټه اوپراخه کچه روان وو ددی خلکواوداولس دراتلونکی سره خومو غټه جفاوکړل که ورځ ستړی نه وه نوستاسوپه څیر غټ لیوان به له دوی نه هم دخیره سره جوړسی  افرین مو پر وجدان سه مندی مو خدای وبخښه خو په ماشومتوب کښ مو دهغوی رودلی شیدی زار سه  دا دمور اومیری سلوک مو بیا ولی کاوه؟ حبیبه  سادات دازموینی په ډګر کښي خپلوان لټوی او بیا له دننه او بهرڅخه ورته نقل راوړی  نسیمه نیازی هم په ارتو ګامونو دهمدی موخی لپاره یوی خوا بلی خوا ته منډی وهی  موږ دشنه اسمان زامنو څوک نه درلود او غټ اکثریت وو نور څه نه وه راپاته غټ غټ مو یوی خوا بلی خواته اربوزونه ګرځول  چی ګوندی یوڅه خیره یی موږ خوارانو ته هم ورسیږی هغه دخلکو خبره وی چی غوړ پر غوړ توییږی همداسی وسول ترپایه مو یو غټ او غوړ ښاغلی ونه لید .

موږ څومره خوشاله وو وکیلان راغلی دی مشاورین راغلی دی صحنه څاری هو… څنګه ښه څارنه کوی اوڅنګه غټه وړتیالری ککری یی غټی دی خو په مغزو کښی یی پلوړ لا هم نشته  شناخته ته به څه خاوری وروښیی دیته ورسه ورته ګړوب سه هی ته ورسه یوڅه تری زده کړه  څه وکړی مجبوره دی خپلوان کامیابه کوی ځوابونه ورته غلا کوی سبا او بل سبا بیا له ده سره په ټاکنیز کمپاین کښی  ناروامرسته وکی خاوری دی بیا پارلمان ته راڅخه ولاړسه چه خپله وازکټ درته اغوندم لا دی نه پریږدم دا خوب دی نور له دی غټه سره وباسه غټ سری! نورو بازیو ته دی غټ ټکی کښیږده ( غټان راغلیدینه منګل خانه وروره کوتک راواخله اووو مستان راغلیدینه شیر مادخانه وروره بوتلان راوړه). و خپلو خپلوانو ته غلا کوی چی  دسوالونو ځوابونه ورته راوړی غټ غټ کیږی نه شرم لری نه حیالری هی زما پرخپل ځان زړه درد نه کوی ما سوالونه په خپل لیاقت  څه نا څه  حل کړیدی زړه می پرنورو وروڼو اوخوندو سوځي یخ هم برتیر سو کامیابه به هم نه سی او دغوړانو خپلوان به په اعلان سوو کامیابانو کی ووینی زړه بی اضافه درد کوی.

مشاور وحیدالله جان خو بیا دپښتو اوپښتنو بیخی سږمی پری کړی پزه خویی لا څه کوی دی بیا دسروشونډانوغټه جذبه لری ترتورو غټو سترګوبیخی نه سی تیریدلای کمر باریکه یی ترغټواوپنډو ډیری خوښیږی او دکرک په څیریی قفس ته اچوی د ول ول او مارپیچه غټو زلفانو  ډیرغټ شاکره دی خپل ور په پردیو سوکونو اوغټو لغتو ماتوی خوترښکلو نه سی تیریدلای  دسر په دواړو غټوسترګوړوند سی ددی جنۍ سره ستا څه اړیکه وه چی دتیلیفون دلګړی په څیر ورته ولاړ وی او نقل دی ورکاوه بیغمه وسه ستا می تر ټولو غټ او روڼ عکس اخیستی دی ژر به یی له خیره سره ووینی  او خوند به بیا درمالوم سی  ماته خو ترهرچا ستا مالومات سته څنګه نه شرمیږی دخدای پښتو اوپښتون څخه که نه شرمیږی ددی منګل صاب څخه خو لږ وشرمیږه ولی یی بیا دعزت پرجامه غټ داغ لګوی لوړ وګوره کښته وګوره شاومخ ته په غټو وګوره ولی داسی کوی دهلمند ابرو اوعزت ستا غوندی ډم په کورکښی نه ده پیدا سوی لږ یی خیال وساته که دی خپله جامه خیرنه ده دیوه غټ او غونډ اولس پرجامو مرداری مه پاشه ته لا تر اوسه کمکۍ یی کوښښ وکړه  دعزت او عفت نوی ژوندزده او پیل کړه ستا دا کړنی خو دباچا سایه هم ترمردار اوپلیت سیوری لاندی راولی دهغه په اړه خولږ فکروکړه قربان دی شم مشاورصاب!

اغلی حبیبی سادات اونسیمی  ته خوته مه ګوره دهغو په څیر ستا ملا غټه او قوی نه ده او نه هم ته دهغو به شان  غټ اودرانه بارونه وړلای شی هغوی پخی شویدی لالیه قربان دی سم هغه دواړی دغټو موږیانو په زور دمنګل بیچاره خبرو ته دبوسو ارزښت هم نه ورکوی ته یی ګوری میل میل ورته کیږی خوتراوسه لا خدای دمنګل غټ ملګری دی سلیپونه یی پر وکړل له سږمو څخه دودان ورته راووتل خو ښور نه شی ورکولای  لالیه ته دچا ډوډﺉ مست کړی ستا خوړل او څښل خو دمنګل صاب پر سترخوان دی ګوره نمک حرامی به نه کوی پر تیرو غټه توبه وباسه اوسړی سه.

ښاغلو دوستانو ترپرونه پوري والی منګل دا ناری وهلی چی ما دهلمند خلک ښه کارکولو ته نه پریږدی  په یواځی سرخو څوک دغټو لاسته راوړونو نه سی جوګه کیدای په یواځی ځان به زه دا اولس دهغوی ترکوم غټ ارمان پوري ورسوم؟ زه دهلمند سرلوړی غواړم زه دهلمندیانو غټه ارامی او سوکالی غواړم. دبیچاره خوله په دی خبروڅیری شول خو موږ نه ورسره منل دا هرڅه مو په خپلو غټوغوږونو اوریدل خوخپلی غټی سترګی مو دیوه غټ حقیقت څخه په ډیره غټه بی پروایی پټي کړیوی.

هو موږ دوجدان خوزښت ته غټ اودرانه زنځیرونه وراچولی وه موږ دمنګل بیچاره خبری دقومیت په چټلو او ناپاکو غوږونو اوریدلی موږ دهغه لاسته راوړونو ته دچټل او خوسا قومیت په چټلو سیښو کی کتل موږ دضمیر اووجدان په سترګو او غوږونوکښی د قومیت چټل لوش تخته کړی وو  نه مو حق لیدل او نه مو هم اوریدل  دا هرڅه دڅه لپاره او دچا لپاره موږ وکړل؟ ایا ددی خپلوغوړو خثټوروغټانولپاره ؟

څه وکړم په سینه کښی می غټ دردونه پراته دی زور به یی ترلیکنه ضرور باسم نو رغټ څه خو می په وسه نه دی دومره غیرت هم خدای نه دی راکړی چی ددی غټو څخه مو دتل لپاره خلاص کړم.

خیردی که می لیکنه د روا احساساتو تر اغیزی لاندی راغلیده ما ته غټه بخښه وکړی او تاسو یی په غټه حوصله ترپایه ورسوی او دحقیقت ملګری وکړی.  زه هیڅ بل هدف نلرم او یواځی څه کولای نشم ستاسو ویښول اوبیا ستاسو په وسیله دنورو راویښول دهرپاک اوسپیڅلی وجدان چیغه ده نوردا اولس له دغو پر غټوناروا ګټو مینانو مشرانوڅخه تر سږمو راغلیدی هغوی دخلکو وکیلان نه دی یواځی اویواځی دکمیشن کارانو دنده پرمخ وړی سوداګری یی شروع کړیده ټول وزیران یی په نه لیدلو خیراتونه کوی دموکلینو او وطندارانو ستونزی او کارونه په کمیشن ورخلاصوی دغه کمیشن کاری دی ددوی په لړمانه کښی د دوږخ سکروټی شی او په ودی شرمیږی لکه شرمیدلی چی دی.

مننه

منصور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close