ټولنیزه برخه

د سخا ثواب او فضیلت

ليكوال: حامد افغان

په سخا الله جل جلاله رضا کیږې، سخا جنت ته د ننوتلو او له جهنم نه د نجات لاره ده ‘ د سخا په برکت د جهاد قافلې او علمي کاروانونه پر مخ روان دي او په سخا سره دین ساتنه کیږي، په سخا سره د خوارانو او بې وزلو وزله کیږي، د شتمنو او غریبانو ترمنځ په سخا سره اړیکي ټینګیږي او په سخا سره د مسلمانانو په منځ کې ورورولي او خوږلښت وده کوي، په سخا سره د غریبانو په زړونو کې د شتمنو پر ضد کرکه او نفرت ختمیږي او د سخا په برکت په شتمنو کې په غریبانو تکبر له منځه ځي.

د سخا په اړه څو نبوي حدیثونه

1- حکيم بن حزام رضی لله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مي سوال وکړ هغه څه راکړل، بیامي سوال ورته وکړ بیا یې څه راکړل، بیا مي سوال ورته وکړ بیا یې راکړل، او بیا یې راته وویل: ای حکيمه! دا مال ښایسته او خوږ ده څوک یې چې په داسي حالت کې ترلاسه کړي چې نفس یې سخي وي یعني سترګې یې مړې وي الله به برکت ورته په کې واچوي او که په داسي حالت کې وي چې سترګې یې پسې ایستلې وي الله برکت نه ورته په کې اچوي، لکه څوک چې خوراک کوي او نه مړیږي، لوړ لاس (ورکوونکی ) له ټیټ لاس (اخیستونکي) نه غوره ده . په دې حدیث کې راغلي: ان چې عمر وویل: ای مسلمانانو تاسو په حکیم بن حزام باندي شاهدان اوسئ چې زه د ده د غنیمت برخه ورکوم خو دی یې نه اخلي، له رسول لله صلی الله علیه وسلم وروسته حکیم تر مرګه پوري هیچا ته سوال ونکړ.

عن حكيم بن حزام- رضي الله عنه- قال : سألت رسول الله- صلى الله عليه وسلم- فأعطاني، ثم سألته فأعطاني ثم سألته فأعطاني ثم قال: يا حكيم : إن هذا المال خضرة حلوه ، فمن أخذه بسخاوة نفس بورك له فيه ، ومن أخذه بإشراف نفس لم يبارك له فيه ، كالذي يأكل ولا يشبع ، اليد العليا خير من اليد السفلى . وفيه .. حتى قال عمر : إني أشهدكم يا معشر المسلمين على حكيم إني أعرض عليه حقه من هذا الفيء فيأبى أن يأخذه فلم يرزأ حكيم أحداً من الناس بعد- رسول الله صلى الله عليه وسلم- حتى توفي. رواه البخاري – الفتح 3(1472) واللفظ له ومسلم (1035).

2- رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: یو سړی یو ځای په ډاګ کې روان و په وريځ کې یې غږ واوریده چې وایي: د فلاني باغ اوبه کړئ، وريځ له ځایه وښوریدله په یوه ځای یې اوبه تویې کړې دا اوبه په یوه خوړ کې یو ځای او روانې شوې دا سړی په اوبو پسي له شا روان شو وړاندي یې یو سړی له چارۍ سره ولید چې د باران اوبه یې باغ ته ور برابرولې، سړي پوښتنه ورنه وکړه ای د الله بنده ستانوم څه دی؟ ده خپل نوم ورته واخیست، هغه نوم یې و چې ده د وریځې له غږ نه اوریدلی و، هغه ورته وويل: څنګه دي زما د نوم پوښتنه وکړه؟ ده ورته وویل چې په وريځ کې مي ستانوم واوریده دا اوبه د هغې وریځې دي، هلته ورته وویل شو چې د فلاني باغ اوبه کړه، ته په خپل باغ څه کوې؟ هغه ورته وویل: تا چې دا خبره وکړه نو زه به درته ووایم: زه د خپل باغ حاصلات دری برخې کوم یوه خيراتوم، دویمه برخه په اولاد خورم او دریمه بیرته په باغ لکوم.

عن أبي هريرة- رضي الله عنه- قال : رسول الله- صلى الله عليه وسلم-: بينما رجل يمشي بفلاة من الأرض فسمع صوتاً في سحابة: اسق حديقة فلان ، فتنحى ذلك السحاب فأفرغ ماء في حرة ، فإذا شرجة من تلك الشراج قد استوعبت ذلك الماء كله ، فتتبع الماء فإذا رجل قائم في حديقته يحول الماء بمسحاته، فقال له: يا عبدالله ما اسمك؟ قال : فلان ، الاسم الذي سمع في السحابة فقال له : يا عبدالله لم تسألني عن اسمي فقال : إني سمعت صوتاً في السحاب الذي هو ماؤه يقول : اسق حديقة فلان ، لاسمك ، فما تصنع فيها؟ فقال : أما إذا قلت هذا ، فإني أنظر إلى ما يخرج منها فأتصدق بثلثه وآكل أنا وعيالي ثلثا ً وأرد فيها ثلثه). ( رواه مسلم في الرقائق باب الصدقة على المساكين (2984/2288/4).

3- جابر رضي الله عنه وایي: هر وخت چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه سوال شوی ده هیڅکله یې ‘نه’ ندي ورته ویلي . عن جابر- رضي الله عنه- قال : ما سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم قط فقال : لا. متفق عليه. رواه البخاري في الأدب باب حسن الخلق والسخاء وما يكره من البخل ومسلم في فضائل النبي صلى الله عليه وسلم .

4- عبدالله بن عمرو رضي الله عنه وایي: یوه سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې کوم اسلام غوره دی؟ هغه ورته وویل: خلکو ته ډوډۍ ورکوه او که څوک پیژنې یا یې نه پیژنې سلام ورته کوه . عن عبدالله بن عمرو بن العاص- رضي الله عنهما- أن رجلاً سأل رسول الله- صلى الله عليه وسلم-: أي الإسلام خير؟ قال : تطعم الطعام وتقرأ السلام على من عرفت ومن لم تعرف. (متفق عليه).

5- انس رضی الله عنه وایي: له رسول الله نه به چې هر وخت سوال وشو ده به خامخا څه شی ورکاوه. یو وخت یو سړی ورته راغی د دوو غرونو په منځ کې پوره رمه یې ورکړه، هغه سړی خپل قوم ته ورغی ورته کړه یې: ای زما قومه! اسلام ومنئ محمد دومره ورکړه کوي چې له هغه وروسته د فقر ویره نشته، که یو چا به د دنيايي ګټې له پاره اسلام ومانه هم وروسته به له ټولې دنیا اسلام ورته ګران و. عن أنس- رضي الله عنه- قال : ما سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم شيئا ً إلا أعطاه ، ولقد جاءه رجل فأعطاه غنماً بين جبلين ، فرجع إلى قومه فقال : يا قوم أسلموا فإن محمداً يعطي عطاء من لا يخشى الفقر ، وإن كان الرجل ليسلم ما يريد إلا الدنيا فما يلبث إلا يسيراً حتى يكون الإسلام أحب إليه من الدنيا وما عليها. (رواه مسلم في فضائل النبي صلى الله عليه وسلم ).

د سخا په اړه د سلفو ویناوې

1- علي بن أبي طالب- رضي الله عنه- وایي: سخا هغه ده چې د چا له سوال پرته ته پیل پرې کړې او سوالګر که څه وغواړي او ور یې کړې هغه حیا او تکرم ده. السخاء ما كان منه ابتداء فأما ما كان عن مسألة فحياء وتكرم . مختصر منهاج القاصدين ( 204).

2- ابن عباس- رضي الله عنهما- وایي : سخیان په نیا کې د خلکو سرخیلان دي او متقیان په اخرت کې. سادات الناس في الدنيا الأسخياء ، وفي الآخرة الأتقياء . أدب الدنيا والدين للماوردي (226).

3- حسن البصري- رحمه الله- وایي: سخا دا ده چې د الله جل جلاله په لاره کې پیسې ولګوې. السخاء : أن تجود بمالك في الله- عز وجل- أي في سبيل الله . الأحياء 3/2246.

4- سفيان بن عيينه- رحمه الله- وایي: له وروڼو سره ښېګڼه او مال لګول سخا ده . السخاء : البر بالإخوان والجود بالمال. (الإحياء (3/246).

5- امام الغزالي- رحمه الله- وایي : پوه شه که د چا مال نه وي هغه باید قناعت غوره کړي او حرص کم کړي او که یې مال وي باید ابثار او قرباني غوره کړي، ښه کارونه دي کوي بخل دي نه کوي، ځکه سخا د انبیاو علیهم السلام له اخلاقو نه ده . او سخا د خلاصون او نجات له اصولو نه یو اصل ده .
اعلم أن المال إن كان مفقوداً فينبغي أن يكون حال العبد القناعة وقلة الحرص ، وإن كان موجوداً فينبغي أن يكون حاله الإيثار ، واصطناع المعروف والتباعد عن الشح والبخل فإن السخاء من أخلاق الأنبياء عليهم السلام . وهو أصل من أصول النجاة) (الإحياء (3/243). نور بیا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x