نړۍ

امریکايي چارواکي: په ریاض کې په نښه شوي امریکایان د امنیتي شرکت کارکونکي دې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې هغه کسان چې نن د سعودي په پلازمینه ریاض کې د یوه کس له خوا په نښه شول، هغوی د یو امریکايي امنیتي شرکت سره کار کوی.
او ویلي چې د فینیل ارابیا په نامه امنیتي شرکت د امریکا د وزارت دفاع سره قراردادي شرکت دی، او په سعودې کې دا دنده لري چې هلته د سعودي د ملي فوځ سره همکاري وکړي.

باید وویل شي چې نن د ریاض په ختیځ کې هغه وخت د امریکايانو په موټر باندي ډزي وشوې، کله چې هغه په یوه پټرول پمپ کې موټر ته تیل اچول، د امنیتي چارواکو په قول په موټر کې درې کسه امریکایان ناست وه، چې یو یې ژوند پاته سو، بل ټپي او دریم ځای پر ځای ووژل شو.
نوموړي د بریدګر په اړه ویلي چې دوی تر ټپی کولو وروسته ژوندی نیولی، او ورسره تحقیقات روان دي، خو لومړني معلومات یی دادي چې بریدګر سعودی دی، او په امریکا کې زیږیدلی دی.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویاند منصور ترکي ویلي چې تر اوسه د پيښي اصل لامل نه دی معلوم شوی، خو په ټولنیزو پاڼو کي ویل کیږي چې په امریکایانو برید ګر د برید په وخت د الله اکبر چیغي وهلي، او امریکایانو ته یې بد رد ویل.

باید وویل شي چې سعودي په عراق او شام کې د اسلامي دولت په خلاف په امریکايي ایتلاف کې پراخه ونډه لري، په عراق او شام کې دبمباریو تر څنګ ویل کیږي چې د نړیوال ایتلاف د جګړې مصارف هم د سعودي په غاړه دي، چې له کبله یې د سعودي د حکومت په خلاف په مسلمانانو کې کرکه زیاته شوې، او د شنونکو په نظر په مصر کې د اخوان المسلمین په ضد د فوځ پارونه، په یمن کې د حوثیانو ملاتړ، په لیبیا کې د حفتر په نامه پخواني سیکولر فوجي ملاتړ، او همداسی په عراق او سوریه کې د سعودي مشبوه سیاست د سعودي اکثره وګړي د سعودي د حکومت څخه ناراضه کړي.

د وژل کیدو تر مخه

تر وژل کیدو وروسته

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x