نړۍ

سعودي چارواکو مشهور داعي محمد العریفي نیولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې۲۲مه، ۱۳۹۳ل): یوې سعودي سرچینې «عربي ۲۱» ویب پاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دکتور محمد العریفي د سعودي د امنیتي کړیو لخوا نیول شوی او له یوې اونۍ راهیسې تر پلټنو او تحقیقاتو لاندې دی.

دکتور محمد العریفي په سعودي او اسلامي نړۍ کې یو اوڅار او پېژندل شوی عالم او داعی دی.

که څه هم د دکتور العریفي د ټویټر او فیس بوک پاڼو له لارې وخت ناوخت یوه نیمه لیکنه خپریږي؛ خو د نوموړې سرچینې په وینا یادې لیکنې د دکتور العریفي د دفتر او د پاڼې د چلوونکو لخوا خپریږي او همدا لامل دی چې ډیر خلک د نوموړي د نیول کیدو خبر دروغ ګڼي.

همدا راز یو سعودي لیکوال او ژورنالیست محمد العمر هم د ښاغلي العریفي نیونه تاییدوي او زیاتوي چې نوموړی د حج د ادا کولو پر مهال نیول شوی.

ښاغلی العمر په فیس بوک او ټویټر کې د العریفي له پاڼو خپریدونکي مطالب د نوموړي د مطبوعاتي دفتر د غړو کار بولي.

د سعودي چارواکو تر اوسه دا پیښه نه تایید کړې او نه هم رد کړې، خو ښاغلي العمر چې د ابوظبي وليعهد ته له نږدې کسانو څخه ګڼل کیږي، وايي چې معلومات یې کره او د له لوړپوړو سرچینو څخه لاس ته راوړي.

له بلې خوا د دکتور محمد العریفي کورنۍ «عاجل» ورځپاڼې ته ویلي چې نوموړی د سعودي امنیتي ارګانونو نیولی او د دوی اړیکي ورسره پرې شوي دي او نه یې دوی ته تر اوسه د ځای ځایګی درک لري.دغې ورځپاڼې د العریفي د کورنۍ په حواله ویلي چې د نوموړي ګرځنده ټلیفونونه دا مهال د کورنیو چارو وزارت له کسانو سره دي.

که څه هم د ښاغلي العریفي د نیونې لامل د نوموړي هغه نیوکې ګڼل کیږي چې د حج په مراسمو کې یې پر یو شمیر ګډوډیو، بې نظمیو او له حاجیانو سره په ناسم چلند کړې وې، خو د کتونکو په اند د نوموړي د نیول کیدو اصلي لامل له اسلامي او جهادي مفکورې سره د نوموړي خواخوږي ده.

دکتور محمد العریفي تر دې وړاندې هم څو ځله د سعودي امنیتي چارواکو د تحقیقاتو لپاره وربللی، چې د وروستي ځل لپاره څو میاشتې وړاندې په دې تور نظربند شوی و چې له اخوان المسلمین سره اړیکي لري او د ولسمشر مرسي پرضد پوځي کودتا یې غندلې.

د یادونې وړ ده چې سعودي چارواکو د روان کال د اګست په میاشت کې یو وتلی عالم او داعی «توفیق الصائغ» چې له آره د اریتیریا اوسیدونکی و او له لسیزو راهیسې په دې هیواد کې استوګن و، له سعودي څخه وایست.
ښاغلي الصائغ ته نږدې سرچینو ویلي چې نوموړي په خپلو ویناوو کې د مرسي پر خلاف د پوځي کودتا غندنه کوله او همدا یې له سعودي څخه د ایستل کیدو لامل وګرځید.

د سعودي عربستان په پټو او ښکاره زندانونو د علماوو شمیر زرګونو ته رسیږي، په دوی کې داسې علماء او داعیان هم شته چې له تیرو شلو کالو راهیسې پرته له کوم څرګند تور او یا محاکمې په زندان کې شپې سبا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x