ټکنالوژي

سمارټ فون کاروونکو ته ښه خبر، نوې بیټرۍ چې ۲۰ کاله به دوام کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): شاید د ډیرو باور ونه شي؛ خو څیړونکو نوې لیتیم یون (lithium-ion) بیټری جوړه کړې چې تر ۲۰ کالو پورې دوام کوي.

دغه بیټرۍ نه یوازې اوږد ژوند لري بلکې ډیرې چټکۍ سره چارجیږي هم. دغه بیټری چې خالي وي په ۲ دقیقو کې ۷۰٪ چارجیږي.

د لیتیم یون بیټرۍ چې اوسمهال په سمارټ فونونو کې کارول کېږي، د ۵۰۰ ځلو بیا چارجیدو وړتیا لري چې له دوه کالو وروسته دغه بیټری له منځه ځي. اوسنۍ بیټرۍ چارج پوره کیدو لپاره ۲ ساعته وخت نیسي.

دغه نوې بیټرۍ د ننیانگ ټیکنالوژۍ پوهنتون (Nanyang Technology University) له خوا جوړه شوي او د ۱۰۰۰۰ ځلې بیا چارجیدو وړتیا لري.

څیړونکو دغه نوې بیټرۍ د تیتانیم ډی اوکسایډ (titanium dioxide) څخه لاسته راغلې جېل (gel) په مرسته جوړه کړې ده.

څیړونکو تیتانیم ډی اکسايډ (چې هم محفوظ او هم ارزانه دی) په ډیرو وړو ټیوبونو (nanotubes) باندې بدله کړې کوم چې ۱۰۰۰ ځلې د انسان له ویښته څخه نازک دی.

دغه کار سره بیټرۍ د ژر چارجیدو او ډیرې مودې کار کولو وړتیا پیدا کوي.

د نوی بیټری پنځوونکي چېن زیاډونگ (Chen Xiaodong) هیله څرگنده کړه چې دغه بیټرۍ به راتلونکو دوو کلونو کې بازار ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x