
د فیسبوک نوی او غوره وړاندیز
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): فیسبوک په پیل کې یوازې پیغام لیږلو په برخه کې د شکلونو (Stickers) څخه استفاده کیدی شوه؛ خو اوس فیسبوک د شکلونو رول په ویب پاڼه کې زیاتوي.
فیسبوک اوس د تبصرې (Comments) په برخه کې هم د شکلونو د استعمالولو اجازه ورکوي چې دا خبر کیدی شي هغه خلکو ته ځوروونکی وي چې د شکلونو پر ځاي لیکل شوي توري غوره گڼي.
فیسبوک کې د شکلونو په برخه کې ډیر زیات مختلف کارتونونه او نور شکلونه له حیواناتو څخه نیولې تر لیکل شويو تورو پورې موجود دی.
د شکلونو په برخه کې ډیر وړیا شکلونه هم موجود دي، په داسي حال کې چې ځینې نور يي د پیسو په بدل کې پیرودل کیږي.
فیسبوک د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو به د شکلونو په بدل کې پیسې واخلئ که نه وویل چې په دې اړه مونږ تر اوسه تصمیم نه دی نیولی.