افغانستان

بهرني عسکر د هلمند شوراب د لويې پوځي اډې «کمپ باسټن» څخه ووتل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې۲۳مه، ۱۳۹۳ل): هلمند ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، امريکايي او بريتانوي عسکرو د هېواد په سويل کې تر ټولو ستره پوځي اډه «کمپ باسټن» خالي کړه.

دغه پوځي مرکز، چې کمپ باستڼ او ليدرنيک په نوم ياده، چې يوه برخه يې د بهرنيو عسکرو وه او ليدرنيک برخه کې يې افغان عسکر اوسيدل خالي کړه.

دغه ستر پوځي بیس، چې عام خلک يې د شوراب په بیس پيژني، د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه شمال لويديځ نادي علي او واشير ولسواليو تر منځ سيمه کې جوړ شوی و.

يادې اډې څخه بهرني ځواکونه د تلې پر ۲۴مه ووتل خو رسنیو یې راپور نن د لړم پر ۴مه خپور کړ.

د بريتانيا پخواني لومړي وزير ټوني بلير خپلو عسکرو ته ويلي و، چې دوی به له دغه پوځي بیس څخه د افغانستان په ګډون ګرده سيمه څاري، مګر د طالبانو له لوري پرې پرله پسې بريدونو او چاودنو بالاخره دې ته مجبور کړل، چې دغه پوځي اډه خالي کړي.

که څه هم ايساف او ناټو وايي، چې دوی دغه پوځي اډه د خپلې سترايژۍ له مخې پرېښې، مګر د امريکا د دفاع پخوانی وزير رابرټ ګيټس وايي، چې امريکا او ايتلافي هېوادونه افغانستان کې د خپلې جګړې لپاره هيڅ ستراتيژي نه لري او هر څه په پټو سترګو روان دي.

د ۲۰۱۲ م کال سپتمبر مياشت کې د طالبانو پنځلس کسيزې ډلې پر دغه بيس ډله ييز سرتيري بريدونه وکړل.

د لويديځو رسنيو له قوله په دغو بريدونو کې بريتانوي او امريکايي عسکرو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي وو.

بريتانوي رسنيو ليکلي وو، چې دغه بريد کې د ايساف لسګونه عسکرو ته مرګر ژوبله اوښتې وه او د نورو زيانونو په ګډون اته جنګي الوتکې ويجاړې شوې وې.

د بريتانيا د د فاع پخواني وزير ډاکټر ليام فوکس تېره ورځ بريتانوي ورځپاڼې «ډيلي ويسټرن پريس» ته ويلي و، چې د غربي هېوادونو دا فکر، چې افغانستان کې به د تامس جيفرسن ديموکراسي پلې کړي، يو احمقانه فکر و.

نوموړی وايي، چې «زموږ پاليسي جوړوونکي د تاريخ له پاڼو نا خبره دي او که زموږ چارواکو تاريخ لوستی وای، نو هيڅکله به يې پر افغانستان بريد نه و کړی»

ډاکټر ليام زياتوي، چې دوی افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، مګر د څو کلونو په تېرېدو دغه دی طالبان ورځ تر بلې قوي کيږي او دخپل واک اوځواک سيمه يې پراخيږي، چې دا کار د امريکا او بريتانيا په ګډون د ګردې نړۍ لپاره د شرم خبره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x