افغانستان

هلمند: د نادعلي ولسوال ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې تېره شپه ناوخته د نادعلي ولسوالۍ ولسوال د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک وايي، چې تېره شپه ۱۱ بجې د نادعلي ولسوال محمد انور ميرزا څلور لارې سيمې ته په ګزمه وتلی و، چې د طالبانو پر کمين پېښ شو.

ځواک زياتوي، چې دغه بريد کې د ولسوال په ګډون يو پوليس وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د يادې پېښې مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې  د دوی ملګرو تېره شپه د نادعلي ولسوال حاجي محمد انور سره له دوو ساتونکو وژلی او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

احمدي زياتوي، ياد بريد کې يو رينجر، دوه کلاشنکوفونه او يو شمېر نور مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x