افغانستان

کندهار: اربکیانو عام وګړي د باج په نه ورکړه سخت ډبولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار د ژېړۍ ولسوالي د کولک او سیلغي د کلیو اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمه کې د مېشتو اربکیانو قومندان شېراغا له دوی نه هره ورځ په زور پیسې ټولوي.

ویل کېږي وروسته له هغه چې څو تنو د پیسو له ورکړې انکار کړی دی، د دې قومندان اربکیانو سخت ډبولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د اربکیانو د دې وحشت غندنه شوې ده او د افغانستان په حکومت يې غږ کړی دی، چې د داسې وحشتونه مخه دې ونیسي.

د خالد هادي په نوم فرهنګي فعال پخپله فیسبوک پاڼه کې پر کندهاریانو غږ کوي چې د داسې ظلمونو په وړاندې دې چپ نه پاتې کېږي.

هغه لیکي: کندهاریانو دمیرویس او احمد شاه سر مو خوړلی دی ! ایا په تاسي کي د خپلو نیکه ګانو وینه نسته چي ددغسي ظلمونو په وړاندي چپ پاته یاست ؟؟؟

قومندان شېر اغا وروسته له هغه درې تنه سخت وهلي دي چې هغوی له ځانو سره پیسې نه درلودې.

دسیمې د اوسېدونکو له قوله دغه قومندان یا هم نیستمن خلک سخت ډبوي یايې لاسونو ولچک دومره کلک ورا چوي چې غبرګ لاسونه يې فلج شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار کې د اربکیانو له وحشته خلک سر ټکوي، بلکې تر دې څو ورځې وړاندې  هم د غزني – پکتیکا په لاره  د غزني د اندړو اربکیانو څلور تنه ملي سوداګر ولوټل او وروسته يې شهیدان کړل.

تر دې وړاندې د پکتیکا ولایت په اومنه ولسوالي کې اربکیانو یو ماشوم شهید او درې نورمرګوني ټپیان کړل.

د اربکیانو له وحشته او ظلمه په داسې حال کې شکایتونه او لاریونونه ترسره کېږي چې افغان دولت محلي پولیس یوه لویه لاسته راوړنه او د امنیت په برخه کې ډېره مؤثره بولي.

یاده دې وي اربکیان لومړی ځل د غزني ولایت په اندړو ولسوالي کې د ولسي پاڅون ترنامه لاندې راپورته شول، چې اوس يې له دوو کلیو پرته د واک لمنه ورټوله ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x