په قرآن کې ارواپوهنه ـ درېیمه برخه

لیکوال: دکتور محمد عثمان نجاتي
ژباړن: دادمحمد ناوک

ب ـ رواني انګېزې:

دغه، هغه انګېزې دي چې نېغ په نېغه د ډانچې  فزيولوژيکي حالاتوته نه شي ور ګرځېداى، خو په ډانچې پورې تړلې فزيولوژيکې انګېزې، لکه:لوږه، تنده،…بيا داسې نه دي. ډېرى اروا پوهان پر دې باور دي چې زياتې روانې انګېزې د فزيولوژيکې انګېزو پر اساساتو ترلاسه کېږي. پردې مانا چې، هغوى رواني انګېزې د فزيولوژيکي انګېزو يو ښاخ بولي، چې په وسيله يې د انسان د  ټولنيزې ودې مهارتونه او تاثرات پيداکېږي. پردې اساس هغوى په رواني انګېزو کې د عناصرو له فطري شتون څخه منکر نه دي. د دوى ځينې ارواپوهان لکه  (اريک فروم) وايي چې: (رواني اړتياوې) د انسان فطرې او اساسي اړتياوې دي، چې له ټولنيز چاپېرياله يې نه دي اخېستې. لکه: له نورو سره پوستون، د هويت او د لويوالي اړتياوې…

ابراهام مازلو د غه د اړتياووانګېزې پر دوه ډوله وېشي: مادي او مانيزې، چې د مادي اړتيا انګېزه لکه هماغه مخکې مو چې يې يادونه وکړه، د لوږې، تندې، جنسيت او… دي. او د مانيزې اړتيا انګېزه د ژوند مانيز اړخونه را اخلي، لکه: برابري،ښېګړه، ښکلا،نظم…. مازلو باوري دى چې  د انسان مانيزې اړتياوې دهغه فطري اړتياوې دي، چې د انسان شخصيت يې د ودې په اوږدوکې پوره کول غواړي.

• د مالکيت انګېزه:

د غه رواني انګېزه انسان د خپلې ټولنيزې ودې په اوږدو کې درک او زده کوي،ځکه چې انسان دخپل ټولنيز چاپېريال له لارې، له پيسو، ځمکې او بېلابېلو شتمنيو سره مينه پيداکوي.

[وَ اَعْلَمواُ اَنّما اَلْحيوةُ الدُّنْيا وَ لَهْوَ و زينَةٌ وَ تفاخُرُ بَينَکُمْ وَ تکاثُرُ في الْاَموالِ وَالْاولادِ](حديد، ٢٠ آية).
ژباړه: پر دې پوه شئ، چې د دې نړۍ ژوند لهو، عياشي او په خپلو منځوکې پر او لادونو او شتمنيو پريو بل فخر او ځان ستاينه ده.

ځينې ارواپوهان لکه (مک دوګال) مالکيت د غريزې يوډول ګڼي، مګر نويو انساني او رواني پوهنيزو څېړنو ښوودلې ده چې مالکيت د غريزې ډول نه، بلکې يوه اکتسابي رواني انګېزه ده.

• د بريد انګېزه:

دغه انګېزه، د مقابل لوري په وړاندې د فزيکي يا لفظي بريد په وسيله څرګندېږي. الله جل جلا له په قرآن کريم کې د حضرت آدم عليه سلام او بې بې حوا عليها سلام دوستي، د  شيطان چل او له جنته د هغوى ايستلو ته داسې اشاره کوي:

[وَ قالَ اهْبَطا منْها جَميعاً بَعْضُکُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ …](طه، ١٢٣ آية)
ژباړه: الله جل جلا له ادم عليه سلام او حواعليها سلام ته وويل: له جنته کوز شئ! له تاسې نه ځينې د ځينو دښمنان يئ….
په پورتني آيات شريف کې هغه بريد اوظلم ته اشاره شوې ده، چې ځينې خلک يې د نورو په وړاندې د خپل نفس او شيطان پر پيروي روا بولي. کله چې الله جل جلا له پرېښتو ته وفرمايل:

ژباړه: او (هغه وخت درياد کړه چې) ستا پرودګار پرښتو ته وويل: زه په ځمکه کې د خپل استازى ټاکونکى يم، هغوى وويل: په ځمکه کې داسې څوک ټاکې چې په ځمکه کې فساد وکړي او (په ناحقه ) وينې توى کړي، په داسې حال کې چې موږ ستا ثنا او تسبيح وايو او پر پاکې دې يادوو،الله جل جلاله وويل: پر هغه څه (اسرارو) چې زه پوهېږم تاسې پرې نه پوهېږئ.(بقره، ٣٠ آية)

امام فخر رازي د دې ايات شريف په تفسير کې ليکي: د دې مطلب دادى چې هرو خت که شهوت او غوسه او عقل له يو بل  سره جوړه شي، نو بيا په يوه ټولنه کې چې غضب حاکم وي، د شهوت له لاسه فساد پېښېږي. کله چې پرېښتې له الله جل جلا له نه پوښتي چې (وينې بهوونکى ټاکې؟)، پردې مانا دى چې (استازى)  به د غوسې په پايله کې دغه کار(وينه بهونه) وکړي.مګر الله جل جلا له ورته وفرمايل: ((زه پره هغه څه پوهېږم، چې تاسې پرې نه پوهېږئ)).

د بشر لومړنى بريد د آدم عليه سلام  زوى قابيل هغه وخت وکړ، چې الله جل جلا له د ده قرباني ونه منله او د هابيل قرباني يې قبوله کړه نو ده له خپلې کرکې، خپلو ورور(هابيل) مړ کړ. همدارنګه قرآن کريم نورو لفظي بريدنولکه: غيبت، تهمت، ښکنځلې، تمسخر… ته هم اشاره کړې ده.

[إنْ کُمْ يکوُنوا لَکُمْ اَعْداءَ وَ يَسبُطواُ اِلَيْکُمْ أيديهم و السِنَتهُمْ بالسُّوء وَ وَدوّالوّْ تکفُروُنَ](ممتحنه، ٢آية).
ژباړه: کله چې هغو (کافران) پر تاسې واک پيداکړي (ستاسې هماغه پخوانى دښمن) چې څومره کولاى شي ستاسې پر لاس او ژبه د دښمنۍ هڅه کوي او څومره يې خوښېږي، چې تاسې هم (د دوى غوندې ) کافران شئ.

نويو  څېړنو روښانه کړې ده، چې په وړو ماشومانوکې له هغه وخته د بريد حرکات را پيدا کېږي، چې جسمي حرکات يې محدود شي، دغه محدوديت په هغه کې  محروميت راپيداکوي او په پايله کې بريدګره لار خپلوي. ځينو نورو څېړنو ښوولې ده چې يواځې د ناکامي حالت د بريدګرې (تجاوزي) لارې د خپلولو سبب نه ده، بلکې کله ځينې نورې خبرې هم د دې لارې د خپلولو باعث کېږي، لکه: له نورو د مرستې غوښتنه، غمجن کېدل، چې نشه يې توکيوته د مخ اړونې سبب کېږي. ځينې اروا پوهانو د بريدګرې لارې خپلول اکتسابي ګڼلي دي.

په انسان کې د خير او شر د تياري او زغم استعداد ته الله جل جلا له په قرآن کريم کې اشاره کړې ده، چې ډېرى ارواپوهان پرې باورلري. الله جل جلا له فرمايي:

[وَ هَدينهُ النَّجْدَينْ](بلد، ١٠ آية)
ژباړه: او ده ته مو دوه (د خير او شر) لارې ښوولې دي، چې (پرې جنت يا دوزخ ته ځي.)

هغه عوامل لکه د روزنې او ټولنيزې ودې پراختيا، همدارنګه يادونې او شخصي تجربې د دې سبب کېږي، چې سړى له خلکو سره د ښېګړو يا هم تجاوز او بريد له لارو خير او شر خپل کړي.
پاتې شته…

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د