افغانستان

د خوږياڼو پر ولسوال برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوال نعمت الله او د دې ولسوالي ښاروال د طالبانو له یوې نښتې روغ وتي دي.

د خوږياڼو ولسوال وايي په نښته کې دوی ته زیان نه دی اوښتی، خو د ښاروال یو تن ساتونکی ټپي شوی دی.

دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د خوږياڼو ولسوالي په خانخېلو سیمه کې رامنځته شوه.

دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوال هم د طالبانو په یوه کمین له منځه تللی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د يادې پېښې مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې  د دوی ملګرو تېره شپه د نادعلي ولسوال حاجي محمد انور سره له دوو ساتونکو وژلی او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

طالبانو د خوږیاڼو پر ولسوال د برید اړونه تر اوسه څه نه دي ویلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x