افغانستان

پروان: ترافيکې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د پروان ولایت مرکز ته څېرمه په یوه ترافيکي پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

ویل کېږي چې پېښه نن سهار نږدې اووه بجې د مرکز ته څېره مه په پل متک سیمه کې رامنځ ته شوه.

د پروان چارواکي وايي چې پېښه د یو سراچه موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده، چې له کاپیسا نه د کابل په لوري روان و.

ویل کېږي چې په پېښه کې وژل شوي او ټپي شپږ واړه د کاپیسا ولایت اوسېدونکي دي، چې دم ګړي ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

یاده دې وي د ترافیکي پېښو اړوند ډېری خبرونه له ګڼه ګوڼې ډکو ښارونو یاهم لویو لارو څخه ورکول کېږي.

چې د کابل ـ کندهار لویه لاره د نشه يي موټر چلوونکو له امله د داسې پېښو ډېره شاهده وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x