افغانستان

طالبان: نړیوال هم په فساد کې ښکېل دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): طالبان د هرې اوونۍ په وروستیو کې د روانو حالاتو اړوند د اوونیزې تبصرې پر نامه خپل لیدلوری خپروي، چې دا ځل يې  په فساد کې د نړیوالو ښکېلتیا ته پام کړی دی.

د طالبانو دغه اوونیزه تبصره د ګډحکومت او امریکا تر منځ د هغو شلو باروړونکو الوتکو پر موضوع راڅرخي چې رسنیزې ناندرۍ يې وزېږولې.

امریکایانو ویلي و چې دوی دغه شل باروړونکې الوتکې له افغانستان سره د مرستې په نامه په ۴۶۸میلیونه ډالره پېرلې دي، چې اوس  د کباړ په بڼه د دوه دېرش زره ډالرو په ارزښت وپلورل شوې.

افغان لوری دعوه کوي چې له دوی سره د الوتکو په پېرلو کې مشوره نه ده شوې او نه هم له دې خبر دي چې دغه الوتکي په کوم خدمت کې د کباړ تر بریده ورسېدې.

طالبانو پر یاده موضوع خپل نظر څرګند کړی او ویلي يې دي چې له دې معلومېږي چې نړیوال ځواکونه چې په سرکې يې امریکا ده هم په فساد کې د افغانستان د اولنمره ګۍ لپاره هڅې کړې دي.

دوی وايي چې طالبانو تل هغه خبره چې اوس دولت هم کوي، کړې ده چې امریکا له خپلو ګټو پرته بل څه ته ارزښت نه ورکوي.

تبصره کاږي: « د افغانستان اسلامي امارت له پیله دا خبره کړې وه او کوي یې، چې یرغلګر له خپلو ګټو پرته بل هېڅ نه پېژني، کوم څه چې د کابل له ادارې سره کوي، هغه هم د خپلو شومو موخو او ځانګړو ګټو لپاره کوي، نه د بشر دوستۍ یا له افغان ولس سره د همدردۍ له امله.»

دوی د ګډ حکومت پر چارواکیو غږ کړی چې نور باید حقایق درک کړي او د خپلو ځانو د توهینولو لپاره لا د امریکا لمنه ونه نیسي.

طالبانو د حکومت چارواکي ملامت کړي دي چې دوی پرې هېواد خرڅ کړ، د ځان سپکاوی يې ومنلو خو په مقابل کې امریکا لا هم د خپلو ګټو لپاره کار کوي.

تبصره په پای کې وايي: «د پای خبره دا چې د کابل اداره نور باید د ځان لا شرمولو او ولس تېر ایستلو هڅې ونه کړي، نور باید عبرت واخلي، حقیقت درک کړي چې یرغلګر په هېڅ صورت د افغان ولس او افغان خاورې لپاره رېښتیني نه دي، بلکې له دوی سره هم ريښتینې نه دي.»

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx