افغانستان

د خوست چارواکي: دیارلسو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د خوست ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو کې د عملیاتو په لړ کې د یوې چاودنې له امله اته تنه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ رسنیو ته ویلي دي چې د دوی عسکرو تېره شپه په یاد سیمو کې عملیات کول چې د يوې چاودنې له امله اته تنه ځای پر ځا ووژل شول او پنځه نور سخت ټپیان شول.

د والي د ویاند له قوله دغه چاودنه په سیمه کې د یو موټر بم په واسطه ترسره شوې ده اوپه خبره يې دوی د همدې موټر بم د کشف په مؤخه عملیات پیل کړي و.

بل لوري ته يوې بلې سرچينې رسنیو ته ویلي دي چې په یاده سیمه کې یوه سرتېري بریدګر په نیمه شپه کې د عسکرو له کتار سره خپل موټر جنګولی دیو چې خورا دروند زیان يې ور اړولی دی.

تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د خوست والي د خپلو دیارلسو عسکرو په مرګ ـ ژوبله خواشیني ښوودلې ده.

یاده دې وي د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د طالبانو له لوري په بریدونو کې لسګونو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې چې د ګډ حکومت لوړپوړي چارواکي يې هم جدي اندېښمن کړي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x