نظــر

په دولتي اداروکې له فساد سره دمبارزې په ضد مبارزه – دریمه برخه

bribeدبیارغونې اواستوګنې لپاره  دښارجوړولو پروژې :

دمالیې وزیر ښاغلی زاخیل وال وايي چې تراوسه پوري نړیوالې ټولنې شاوخوا ۶۹ ملیارده ډالر له افغانستان سره  مرسته کړې ، چې ددغومرستو ډیری برخه په بیلابیلو برخوکې دبیارغونې په پروژوکې لګیدلې، خو ددومره زیات مقدار پیسوله مصرفولو سره سره په افغانستان کې څوک  دبیارغونې  اثر نه ویني .

دغه  په لسګونوملیارده ډالر یواځې په څو پل چکونو ،ځینو لویو لارو باندې په غیرمسلکي توګه قیر اچولو ، په دفاع اوداخله وزارتونوکې دملي اردو او ملي پولیسو په نوم دڅو پلارأزاره اوباشانو په رآ ټولو لو مصرف شول . په ټول هیواد کې نه ورباندې کومه بنسټیزه زیربنايي اقتصادي پروژه جوړه شوه ، نه چیرې ورباندې کوم نوی داوبو بند جوړ شو ،نه کوم سرک اونه بل څه .

یواځې په پخوانیو احداث شویو سرکونو باندې دکریړ اچولو په نوم په ملیاردونو ډالره مصرف شول ، هغه هم په داسې کیفیت چې له  جلال آباده یې شروع کړي چې ماهیپرتنګي ته رسیږي دشالخوا بیرته هغه  ترمیم شوی سرک تخریب شوی وي.

اوهمداسې ټولې دبیارغونې په نوم  تیر ایستونکې پروژې.

په کندهار کې يو سياسي فعال فيض محمد کاريګر په هیوادکې ددغو تیرایستونکو پروژو په اړه داس وايي:

(دوه کاله مخکې کاناډا د کندهار د دهلې بند لپاره پنځوس ميليونه ډالر بېل کړل. بېله دې چې لويه وياله په نامسلکي او نااساسي ډول پاکه شي، هېڅ هم نه دي شوي. پيسې ټولې ورکې شوې، هېڅ چا ونه ليدلې چې څنگه راغلې او څنگه ولاړلې.

ماخذ: http://www.surgar.net

 دټولګټواو دکلیودپراختیاوزارتونو له لوري  داستوګنې لپاره دښارجوړولو پروژې چې دکابل په شمول  دهیواد په ډیرو ولایتونو کې  په کار اچول شوې  دمالي فساد او دولتي شتمنیو دغصبولو  لپاره ښه زمینه مساعده کړې .

له فسادسره دمبارزې دکمیسون مشر عزیزالله لودین دڅرګندونوله مخې  تراوسه پوري  ، شاوخوا ٤ميليونه جريبه ځمکه د هېواد په کچه دزورواکو له لوري غصب شوې او د فساد په ضد ادارې د ١٣٠ تر ١٤٠ميليونه ډالرو د ځمکو او د دولتي شتمنيو د غصب او اختلاس دوسیې  څېړلې او لويې څارنوالۍ ته يې سپارلې دي. مأخذ:     Dec 11, 2011  www.pajhwok.com

دښارجوړولو له پروژوڅخه یوه هم دکندهار  ولایت عینو مینې پروژه ده چې  په ۴۰۰۰۰ زره جریبه ځمکې پیل شوي خو اوس یې  دجوړشوې ساحې پراخوالي   ۲۴۰۰۰۰ دوه لکه څلویښت زره جریبه ځمکې ته رسیدلی .

دغه پروژه  دولسمشر کرزي دورو  احمد ولي کرزي لخوا احداث شوې  اوپه پارلمان کې  د امنیتی کمیسیون مشر محمد نعیم لالی په وینا دهغې ټول  دولتي عائد  خپله داحمد ولي کرزي  جیب ته لویده .

محمد نعیم لالي له طلوع تلوزون سره دتودې خبرې په پروګرام کې  : TOLOnews 13 December 2011 TOWDE KHABARE

امنیتي کمپنۍ  او دهغوئ بي بند باره  وسله  وال

نن سبامو په هیوادکې  دخوا وشا ۱۵۰۰۰۰ بهرنیو ځواکونو او(۳) لکه  کورنیو پوځیانو او پولیسو ترڅنګ  په لسګونو امنیتي  کمپنۍ هم شتون لري  . دغه امنیتي کمپنۍ  چې  دامنیت ساتلو په ځای يې  دهیواد په بیلا بیلو برخو کې   په یوشمیر زیاتو ګډوډیو ،قتلونو ،غلاګانو اونوروبي شمیره  ستونزوکې  ښکیل والي ټول ولس ته ښکاره دی   په  تشکیلاتي لحاظ  په (۲)  لوړپوړو زورواکو پورې مربوطې دي :

اول : دولسمشر کرزي  په کورنۍ او دوهم  دهغه دمرستیال  قسیم ( بهیم )  او ددفاع  وزیرجنرال عبدالرحیم (وردګ ) په کورنیو پوري  .

دغه  په اصطلاح امنیتي کمپنۍ  سربیره په دې  چې  له بهرنیو تمویلوونکو څخه دامنیت ساتلو په پلمه  په ملینونو ډالره ترلاسه کوي  په  بیشمیره  جنايي جرمونو،قتلونو اودخلګو دشخصي شتمنیو په لو ټولوکې لاس لري .

سره له دې چې تیرکال  ولس مشر کرزي دهمدغو بي بند وباره کمپنیو  دبندولو  څو ځله  دهغوئ دکار دجواز بیرته اخیستلو  ډیر فرمانونه صادرکړل ، مګر نوموړې کمپنۍ اوس هم  موجودې او دامنیت  ساتلو ترنامه لاندې  جنایتونه  ترسره کوي.

 بهرني ساختماني  شرکتونه اودهغوئ قراردادیان :

بهرنۍ امنیتي اوساختماني کمپنۍ او همداراز دهغو بهرني قراردادیان دمالي فساد بله  مرجع ده چې له افغانستان سره  په میلیاردونوډالره مرستې  پکې  په ډیره  بي دریغه توګه  حیف ومیل کیږي .

له دغو شرکتونو سره دقراردادونو په لاسلیک کولو کې  لوړپوړي دولتي چارواکي ،دبهرنیوهیوادنو دیپلوماتیک  مرکزونه او بهرني پوځیان لوی لاس لري  .

تراوسه پوري  نه  له فساد سره دمبارزې  کمیسون او نه هم کومې بلې ادارې  په دغو قراردادونوکې  دترسره شوي  درغلي او اختلاس په اړه څه معلومات تر لاسه کړي  ،خو داسې ویل کیږي  چې  دنړیوالې ټولنې لخوا له افغانستان سره ترسره شوې  په  بلیونونو مرستې  دهمدغو ددولتي چارواکو اودغوشرکتونو د قراردادیانو ترمنځ   ورکې شوې. عزيزالله لودين په هغې غونډه کې، چې له اداري فساد سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت د کابل  کې جوړه شوې وه  دیادو قراردادنو په اړه وویل: هغه قرارداد چې د هغه ارزښت سل ميليون ډالره اټکل شوى وي، د بهرنيو شرکتونو له لوري په څو لاسونو پلورل کېږي او بالاخره د پنځو ميليونو ډالرو په ارزښت يوه افغاني ساختماني شرکت ته ورکول کیږي.  د پتڼاګان دیوې څيړني له مخي، چي په دې وروستیوکې د متحده ايالاتو کانګرس ته وړاندي شوه، په عراق او افغانستان کي د شخصي شرکتونو په لګښتونو کي 34 مليارد ډالره ضايع سوي دي .   ماخذ : دالمان غږ رادیو     24.07.2011  http://www.dw-world.de

امریکایان :

که واقعیت ته وکتل  شي نو دکرزي په اداره کې دفساد اصلي عاملین   هغه امریکایان او نوربهرنیان دي کوم چې  ددولت   درسمي مشاورینو ،امنیتي او پوځي چارواکو اونورو مختلفونومونولاندي  له دي ادارې سره  په کار لګیادي.

له فساد سره دنړیوالې ورځې دلمانځلو په ورځ  ولس مشر کرزي  هم  په دولتي اداروکې دفساد پړه مستقیماپه امریکایانو ورواچوله  چې په کابل کې دامریکې سفیر رایان کراکر  د دغه  مسؤلیت  په ضمني منلو سره وویل  دکرزي په ځواب کې وویل ښايي ځیني امریکايي چارواکې په افغانستان کې په مالي فسادکې ښکیل  او اوس هغوئ له افغانستان بهر امریکاته تللي وي ، قدیر فطرت دافغانستان بانک رئیس هم دهغو له جملې نه یومتهم دی چې اوس  په  واشنګټن کې اوسي . کراکر زیاته کړه سره له دې چې  ښاغلی فطرت  دامریکې دیوه اوسیدونکي په توګه دافغانستان لخوا په مالي فساد تورن  دی خودامریکا او افغانستان ترمنځ  دمجرمینو تبادلې  موافقه  لیک نه دی موجود ځکه نو مونږ نشو کولای چې  قدیر فطرت افغانستان ته حواله کړو. ماخذ : شبکه اطلاع رساني افغانستان    تاریخ انتشار:   ۱۰:۲۴    ۱۳۹۰/۹/۲۲

امریکایي چارواکي دافغانستان په دولتي اداره کې روان مالي فساد ښه په غورڅاري  او دفساد دهرې دوسیې په اړه پوره معلومات هم لري خو دمخنیوي په اړه يې  اقدام نه کوي ، آن تردې چې دفساد دځینو مهمو  پیښو په اړه یې ځانګړي پلاوي هم ګمارلي. دسورغر ورځپاڼې درپوټ له مخې امریکايي چارواکو دکابل بانک  دپیښې  دپلټنې لپاره یې هم ځانګړي سري ډله ګمارلې  خوهغوئ ته امرشوی چې د کابل بانک په اړه د لاسته راوړنو په ارتباط هیچا ته هم معلومات ور نه کړي.

ددغې تحقیقاتي ډلې  دپلټونو له مخې  دکابل بانک  مشرانو د پور ورکولو او لوټولو په کړنو کي د پارلمان هر غړي او هر هغه چا ته بډي ورکړي چي چوپتیا یې د کابل بانک معامله روانه ساتلای شوای،  دغه تحقیقات  داڅرګندوي چې اصلا کابل بانک د کرزی د دولت یو غیر وسلوال اړخ وو  چي د پارلمان غړو ته به یې د مقننه اجنډا لپاره د رایې ورکولو په وړاندې بډي ورکولې. دکابل بانک په اړه دامریکايي پلټونکو ډله وايي چې  ددوئ لاسته  ورغلي اسناد اوشواهد ښایي ډیر لوړ پوړي  افغان چارواکي رسوا کړي چي د هغوئ له منځه  دماليې وزیر زاخیلوال ، فاروق وردګ، د ښووني او روزني وزیر، او د کورنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هم دی.  2011-05-27. http://www.surgar.net

شاهد غزنیوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x