نظــر

د امريکايي وحشت په اړه د سيد قطب وړاندوينې!

لیکوال: زاهد جلالي

د پخوانيو ليکوالو او آن ځينو فيلسوفانو مقالې و کتابونه چې وکتل شي، له امريکا ډېر متاثر دي. کله چې امريکا يادوي، ورسره تمدن، اخلاق او د انسانيت لوړه نمونه تمثيلوي. په هغه وخت کې امريکا همداسې ښکاره کړې وه. چا چې به د امريکا نوم واخيست، ورسره به د تمدن، انسانيت، سولې او اخلاقو کلمات ضمني وو.

د ډېرو ليکوالو او آن فيلسوفانو په کتابونو کې امريکايي انسان او امريکا د انسانيت له پاره د يوې ښې نمونې په څېر يادېږي. دا په ډېرو پخوانيو فلمونو، کتابونو او د نشر په نورو سايلو کې ښکاري.

د راسل نظر، د مثال په توګه

د تېرې پېړۍ ستر غربي فيلسوف برتراند راسل نظر به د مثال په توګه راواخلو. برتراند راسل، په «نامشهوره مقالو» کې د «بشريت راتلونکي» تر سرليک لاندې مقاله ليکلې. مقاله اوږده ده، خو د ده د نظر خلاصه دا ده چې، د نړۍ راتلونکی به له دغو درې فرضيو سره مخ وي:

بشریت به کاملا ختمېږي او ژوند په پر ځمکه له منځه ځي،

 یا به څه نا څه انسانان پر ځمکه پاتې کېږي، خو د دوی ژوند به داسې وي، لکه پخواني چې «عصر حجر» کې اوسېدل، خو د تمدن د بېرته راګرځېدو امکانات به وي، ځکه انسانان به د ځمکې پر سر پاتې وي،

 یا به د امريکا او شوروي تر منځ له جګړې وروسته يو هېواد پاتې کېږي او نړيوال حکومت به جوړوي..

دی بيا وايي چې دې جګړه کې چې امريکا بريالۍ شي ښه به وي، ځکه امريکا کې ديموکراسي شته، خو شوروي اتحاد کې استبداد دی او د دوی په حاکميت کې به څوک له کمونيستي فکره ها خوا، خبره څه چې فکر هم نه شي کولای، بلې خوا امريکا کې د بشر حقوق او د بيان آزادي.. شته.. نو د ده له نظره که امريکا د نړۍ د واحد حکومت مشر شي، ښه ژوند به وي، ازادي به وي، د بشر حقوق به نه وي تر پښو لاندې..

خو دوی نه وو ملامت

دغسې ډېر ليکوال وو چې امريکا ورته د بشريت اوچته نمونه وه، او د دوی تر چتر لاندې حکومت ورته په دنيا کې جنت ښکارېده، خو زه دوی نه ملامتوم، ځکه هغه وخت کې امريکا همداسې ښکاره کوله، د بشر حقوق په کې ظاهرا خوندي وو، دوی غلامان آزاد کړي وو، انسان ته يې حقوق وکړي وو او ديموکراسي په کې حاکمه وه، ځکه يې دغو ليکوالو ستاينه کوله.

د سيد قطب نبوغ

خو د سيد قطب شهيد پر نبوغ بايد اعتراف وشي، هغه په دغسې وخت کې چې امريکا ډېره ستايل کېده او د انسانيت يوه اوچته نمونه وه، د امريکايانو وحشتونه رابرسېره کړل او ويې ليکل چې خلک په غلطه دي..

مرحوم سید قطب په داسې حال کې د امريکايانو وحشت ښکاره کړ چې نور يې په ستاينو ستړي وو، زه يې واقعا له دې درکه متاثر شوم.

سید قطب د تېرې پېړۍ په پنځوسمه لسيزه کې د امريکايي ليدلوري په اړه ليکي: «دا يو مادي تمدن دی چې زړه او ضمير نه لري، دا تمدن يوازې د آلو غږونه اوري او يوازې د تجارت په ژبه خبرې کوي.. امريکا ټول انسانيت په دغو تلو تلي».

 دلته مرحوم سيد قطب د امريکايي تمدن مټرياليستيک اړخ ته توجه کوي او وايي چې روح په کې ځای نه لري. دی همدا رنګه ليکي چې امريکا کې مينه، يعنې شهوت او جسد ته د بل جسد رسېدل دي عميق او روحي مفاهيم هلته نه شته.

شهید سید قطب د امريکايانو وحشت او جګړه پال ذوق له ننه څلور شپېته کاله مخکې درک کړی و، هغه وخت کې چې د غرب ستر فيلسوف، راسل يې د انسانیت نمونه او د بشري حقوقو ستر ساتونکی بولي.. سيد قطب ليکي: «نه پوهېږم ولې په دنيا کې داسې خرافه خوره شوې؟! دا چې امريکايانو سوله خوښوي! امريکايي په خپل فطرت کې جنګي دی او جګړه خوښوي».

 سيد قطب ادامه ورکوي، «د امريکايي انسان په وينه کې د جګړې او شخړې فکر نغښتی، دا يې په اخلاقو کې ښکاري؛ او همداسې يې تاريخ هم دی، په لومړي وار ځينې ډلې امريکا ته د استعمار، جګړې او شخړې له پاره لاړې، هلته يې په خپلو منځو کې جګړې وکړې، بيا يې د دې سيمې اصلي اوسېدونکو سره جګړه وکړه، او تر اوسه يې د ختمولو له پاره جنګېږي.

بيا انګلو-سکسونيان له لاتينيانو سره وجنګېدل، بيا د جورج واشنګټن په مشرۍ له انګلستانيانو سره تر آزادۍ وجنګېدل.

بيا د ابراهام لېنکلن په مشرۍ شمال او جنوب په خپل منځ کې وجنګېدل او دا جګړه يې د غلامانو د آزادۍ جګړه وبلله، په داسې حال کې چې اقتصادي عوامل يې لرل.  افريقايي غلامانو د شمال په تودې هوا کې ګوزاره نه شوه کولای، نو جنوب ته لاړل. په جنوب کې خلکو په ټيټ نرخ کار کاوه او شمال کې په اوچت، نو جنوبوالو اقتصادي پر مخ لاړل، بيا شمالوالو د غلام د آزادۍ جګړه پيل کړه».

سید قطب د صليبي خيالاتو وړاندوينه کوي

له ننه څو لسيزې مخکې چې امريکا له اسلامي نړۍ سره کومه دښمني نه لرله، سيد قطب د امريکايي صليبي تمو په اړه هېښنده خبرې کړې وې.

سيد قطب وايي، «موږ دا هېره کړې چې امريکا او اروپا تر اوسه صليبي روح لري او د اسلامي نړۍ د ختمولو له پاره په يوه صف کې ولاړ دي، زموږ د ناخبرۍ دليل دا دی چې ډېر داسې خلک راکې شته چې ځانونه يې غافل کړي او ډېری مغرضين مو بې لارې کوي، دوی خلک داسې پوهوي چې امريکايان له وروسته پاتې او مظلومو ملتونو سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې د اسلامي امت له زخمونو وينې څاڅي او امريکا يې سيل کوي، له دې سره سره ځينې داسې خلک شته چې په نيويارک کې د آزادۍ مجسمې په اړه غږېږي!».

مرحوم سيد قطب په خپل عميق درک د امريکا اساسي ستونزې درک کړې وې، دا داسې ستونزې وې چې سترو مفکرينو او د غرب مشهورو فيلسوفانو ورته توجه نه وه کړې.

سيد قطب د امريکايي انسان وحشت ښکاره کړی، دی وايي امريکايان فطري وحشيان دي. همدا رنګه په امريکا کې د جګړې شوق د اجګړې اوږده تاريخ په اړه يې ليکل کړي او د اسلامي امت په وړاندې د امريکا او اروپا صليبي ليدلوری او زموږ بې تفاوتۍ ته ځير شوی.

دا هغه څه دي چې څو لسيزې وړاندې د هر چا سترګې پرې ړندې وې، ډېرو دا حقايق درک نه کړای شول. خو شهید سید قطب ورته متوجه و.

د سيد خبرې رښتيا شوې!

يو څوک چې د يو ويشتمې پېړۍ په اوله او دويمه لسيزه کې اوسېږي، هغه ته د سيد قطب ليکلې شوې وړاندوينې ژوندی تاريخ دی. اوس څوک نه شته چې په دې خبرو کې شک وکړي.

آن د راسل فکري شاګرد او ستر مريد نام چامسکي هم د امريکايي انسان وحشت درک کړی، هلته يې د کپېټلېزم حاکميت، د جګړې مينه او د انسان بې ارزښتي ليدلې، ځکه نن ښکاره پرې نيوکه کوي او د دې هر څه په اړه خلک ويښوي.

د سید قطب شهيد پرونۍ خيالي خبرې، د نن ورځې مجسم تاريخ دی. کله چې امريکايانو د نړۍ په تاريخ کې تور او غير قانوني زندان په کيوبا کې جوړ کړ او هر ورځ په کې انساني حقوق تر پښو لاندې کوي، اوس اړتيا نه شته چې څوک د سید قطب مرحوم د ويناوو او وړاندوينو له پاره دلايل وړاندې کړي..

په يوويشتمه پېړۍ کې چې د مادي پرمختګ او ټنکالوژۍ اوج ته رسېدلې، امريکايي انسان بې ګناه انسانان په کې په مختلفو شکلونو تعذيب کړل، له ښځو او آن بوډاګانو سره يې په زوره زناګانې وکړې، په مړو يې متيازې وکړې او د شپې په کورونو ننوتل او بې ګناه ملکيان يې ووژل..

په يو ويشتمه پېړۍ کې چې انساني حقوقو د ساتنې ادارې په کې ښې پرېمانه دي، امريکايي انسان داسې وحشتونه وکړل چې کېدای شي د جهل تر ټولو تياره عصر کې نه وي شوي.

اوس د سید قطب خبره رښتيا شوه، امريکا د اسلامي نړۍ په وړاندې خپل صليبي تمې ښکاره کړې، افغانستان او عراق يې تباه کړل، د پاتې اسلامي نړۍ له زخمونو د دوی له امله وينې څاڅي.
دوی په مختلفو سيمو کې خپل وحشت او بربريت ښکاره کړ، دوی داسې جرمونه وکړل چې د غربي تاريخ په منځنيو پېړيو کې به نه وي شوي.

امريکايي انسان چې ځان د پرمختګ نښه بولي، داسې وسلې استعمال کړې چې د بشريت پای ته رسولو پيغام لري. په دې ځای کې د امريکا د ملي امنيت پخواني مشاور هنري کسنجر دا وينا کفايت کوي چې «د درېيمې نړۍ د نفوسو کمول بايد امريکا د بهرني سياست اولويت وي!».

دا هغه څه دي چې سيد قطب د تېرې پېړۍ په منځنيو کلونو کې ويلي وو او چا هغه وخت کې تصور هم نه شو کولای!

اخځونه

قطب، سيد. (ترتيب: جمال ماضي) امريکا التي رايت. د استفادې نېټه: 5/ OCT/ 2014
http://twitmails3.s3-website-eu-west-1.amazonaws.com/users/344430326/20/attachment/%C3%98%C2%B1%C3%98%C2%A7%C3%98%C2%A8%C3%99%E2%80%9E%C3%98%C2%B3.pdf
Kissinger, Henry. National. Security Memo 200, dated April 24, 1974.
Russell, Bertrand. Unpopular Essays. Lahore: Famous Products, 2007 third edition.

بغاوت، د زاهد جلالي کالم، نن ټکی اسیا

About the author

زاهد جلالي د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون  څخه په شرعیاتو او قانون کې لسانس کړی. شاوخوا ۶ کتابونه او لسګونه مقالې یې په ټولنیزو رسنیو، ورځپاڼو او مجلو کې چاپ شوي.  نن ټکی اسیا ته د بغاوت تر عنوان لاندې کالم لیکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

زاهدمننه په زړه پوری مالومات موراغونډکړی،أمریکاخپل ځان خپله نړی ته ور وپیژاند تعریف ته یی أړتیا پری نښوده (أمریکا یانی انسان خور)
یادأفغان جهادمؤسس شهیدسعیدمولوی نصرالله (منصور) رحمه الله په خبره أالأمریکا أُم الفساد،،والروس أبوها)

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x