افغانستان

د بلخ اوسيدونکو د امنيتي تړون پر ضد لاريون وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د بلخ اوسيدونکو د امنيتي تړون پر ضد لاريون وکړ او شعارونه يې ورکول، چې دا تړون هيڅکله د افغانستان په ګټه نه دی او نه د مخالفينو د بريدونو او چاودنو مخه نیولای شي.

د ايتلافي حکومت نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپلې لوړې پر سبا د امريکا متحده ايالاتو او ناټو سره دوه جلاجلا امنيتي سندونه لاسليک کړل، چې له هماغه مهاله وخت پر وخت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نوموړي تړون پر ضد مظاهرې او لاريونونه کيږي.

لاريون کوونکو د ايتلافي حکومت پر نوي ولسمشر تور ولګاوه، چې امنيتي تړون يې په پټو سترګو امضاء کړی او د غه تړون کې د افغانستان هيڅ ډول ګټې نه دي خوندي شوي.

لاريونکوونکو د مزارشريف پر امنيه قوماندانۍ د طالبانو د بريدونو په اړه د حکومتي چارواکو کمزوري هم په کلکه وغندله او زياته يې کړه، چې چارواکي د ولسي خلکو او دولتي ادارو ساتنه نه شي کولای.

د سياسي او نظامي چارو کارپوهان وايي، چې چاراکو له امريکا سره امنيتي تړون په ډېره بېړه امضاء کړ او دغه تړون کې د افغانستان ګټې نه دي خوندي شوي او حکومت په خپله هم د ولسي خلکو او دولتي ادارو د امنتيت توان نه لري او طالبان کولای شي، چې هر وخت په هر ځای کې وغواړي خپل بريدونه او چاودنې وکړي او طالبان ورځ تر بلې د خپل واک او ځواک ساحه پراخوي او دا د ايتلافي حکومت په ګډون بهرنيو عسکرو لپاره د خطر زنګ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x