افغانستان

کابل: د ملي امنیت عسکرو د شخصي تلویزون خبریال ډبولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): نن په کابل کې د خورشید شخصي تلویزون یو خبریال د ملي امنیت عسکرو سخت ډبولی چې دم ګړۍ تر درملنې لاندې دی.

نوراحمدپاییز چې په خورشید تلویزون کې دنده لري په روغتون کې خبریالانو ته وویل چې نوموړی له خپلې مېرمنې سره په موټر کې کارځای ته په لاره و، چې د ملي امنیت د مسوولینو له لوري ودرول شو.

نوموړی وايي چې دی يې د مېرمنې تر مخ په د کابل ښار په ګڼه ګوڼه سیمه ملک اصغر څلور لارې کې دومره ډبول دی چې تر روغتونه ورسید.

نور احمد پاییز وايي چې د دوی یوه ملګري په موبایل باندې د ده د ډبولو ویډیو کې ثبت کړې ده، چې وروسته يې په سیمه کې پولیسو ته د ثبوت په ډول وړاند ې کړه.

هغه وايي چې د پولیسو مشر له دوی نه په کلکه وغوښتل چې دغه ویډیو باید خپره نه شي.

یاده دې وي تر دې وړاندې هم ګڼ خبریالان د دولتي مسوولینو له لوري ګواښل شوي، وهل شوي او ځینې خو يې په مرموز ډول وژل شوي هم دي.

که څه هم موجوده دولت د بیان ازادۍ ته د احترام په سترګه ګوري خو تر ډېره پورې افغاني رسنۍ په یو طرف ساتلو ګواښل شوې دي چې په پایله کې يې په ټولنه کې باور کمزوری شوی دی.

خورشید تلویزون چې له کابله څلورویشت ساعته خپرونې لري په ټول هېواد کې لیدل کېږي، چې بېلابېلې خپرونې لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x