افغانستان

په اندړو کې د اربکیانو پر ضد لاریون کوونکو باندې ډزې شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): نن د غزني ولایت په اندړو ولسوالي سلګونو تنو په دې ولسوالي کې د مېشتو اربکیانو پر ضد پراخ لاریون وکړ، چې د اربکیانو له لوري په ډزو کې پکې یو تن وژل شوی دی.

د غزني چارواکي وايي چې دوی ځکه په لاریون کوونکو ډزې کړې دي چې لاریون کوونکو د طالبانو په غوښتنه دغه لاریون ترسره کړی دی.

خو له سیمې نه یو تن د تلیفون په کرښه د نوم نه خپرولو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی د دوه ورځې وړاندې وژل شویو عامو وګړو د پوښتنې او په سیمه کې د اربکیانو د وحشت پر ضد لاریون ترسره کړی دی.

لاریون کوونکي وايي چې په سیمه کې اربکیان له خلکو نه په زور پیسې اخلي او که يې څوک ونه لري نو په وهلو او زنداني کولو او آن وژلو يې ګواښي.

دوی وايي چې دوه ورځې وړاندې هم د اندړو ولسوالي په چهاردېوال سیمه کې د پکتیکا څلور تنه ملي سوداګر د اندړو اربکیانو ولوټل او وروسته شهیدان کړل.

د غزني چارواکي هم مني چې په اندړو کې د اربکیانو پر ضد پراخ لاریون ترسره شوی دی، د غزني والي موسی خان اکبرزاده رسنیو ته ويلي چې لاریون کوونکو د دوی له خبراوي پرته لاریون ترسره کړی دی، چې ښه يې نه دي کړي. نوموړی وايي دوی به د خلکو غږ واوري او د خبرو له لارې به یو هوارې ته سره ورسېږي.

یاده دې وي په لنډه موده کې د اربکیانو پر ضد خورا توند ولسي غبرګونونه رسنیز شوي دي چې په ټول هېواد کې د اربکیانو له چلنده عام وګړي ځورېږي، خو لوړپوړي دولتي مسوولین پرې پټه خوله دي.

تر دې وړاندې هم د کندهار په ژېړۍ کې د اربکیانو یو تن قومندان شېر اغا څو تنه عام وګړي د باج د نیستۍ له امله سخت ډبولي و، چې په ټولنیزو رسنیو کې يې توند غبرګونوه راوپارول.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x