افغانستان

پکتیا: د امریکایي الوتکو په بمبار کې یو ځل بیا افغانان وژل شوي

تن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې۲۳مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې  د پکتیا ولایت مرکز ته نیږدې دامریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د اوو تنو ولسي وګړو له وژنې یوه اونۍ لا نه ده اوښتې،د دغه ولایت  د زرمت ولسوالۍ چارواکي وايي، چې امریکایي بې پېلوټه الوتکې تېره شپه پر یوه موټر برید کړی او ټوله سپرلۍ يې وژلې ده.

د پکتیا د زرمت ولسوال کپتان اخلاص د پېښي د پخلي ترڅنګ ویلي، چې دا پېښه تېره شپه د زرمت ولسوالۍ د شاهي کوټ په سېمه کې هغه مهال را منځته شوه،چې یو موټر چې ښايي وسله وال طالبان یې لېږدول، د بهرنیو ځواکونو تر هوايي برید لاندې راغی.

د ولسوال په خبره، به برید کې په نښه شوي کسان طالبان دي.

نوموړي ادعا وکړه،چې د وژل شویو کسانو په ډله کې یو طالب قوماندان هم شامل دی.

خو د سېیمي خلکو او طالبانو د حکومتي چارواکو د دې په اړه تر دم ګړیه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده ، چې درې ورځې وړاندې هم د پکتیا ولایت مرکز ته نیږدې امريکايي ځواکونو ۷ تنه هغه کلیوال چې د لرګیو په راټولو لګیاول په ډیرې بي رحمۍ شهیدان کړل.

 چې  په غبرګون کې یې د یادو شهیدانو خپلوانو د هغوی جسدونه د ګردیز په ښار کې د ولایت مقام ته د اعتراض په توګه راوړل او له نوي حکومت نه یې د خپلو هغو ژمنو چې واک تر رسېدو مخکې د ولسي مرګ ژوبلې او ړندو بمباریو په باب یې ورسره کړي وې، پلي کول وغوښتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x