د نن سرلیکنه

د اشرف غني حکومت به څومره د بریالیتوب چانس ولري؟ -سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: د ولسمشريزو ټاکنو له شپږ میاشتني ناندرییز بهیر وروسته ښاغلی اشرف غني احمد زی د جان کیري او په کابل کې د امریکايي سفارت په وصایت د ملي یو والي حکومت مشر شو.

که څه هم چې تر اوسه پوري د نوموړي د واکمنۍ لومړنۍ شپې ورځې دي خو له نښو نښانو یې داسې ښکاري چې د ده واکمنې به د پخواني ولس مشر حامد کرزي تر هغې ډیره بيواكه ، نا امنه او له فساده ډکه وي؛ ځکه ښاغلی اشرف غني پر نورو سلګونو ننګونو سربیره د موازي واک له تر ټولو ستر جنجال سره هم مخ دی کوم چې د امریکایانو لخوا په عمدي توګه د نظام د تضعیف په غرض د ملي یووالي حکومت تر نامه لاندې را منځته شو.

نوموړي ته په داسې مهال کې واک وسپارل شو چې له هیواد څخه بهرني ځواکونو په وتو، اوله همدي امله دلته د مافیايي کړیو ترمنځ د دولتي شتمنیو اوله افغانستان سره د نړیوالو مرستو د حیف ومیل پر سر توده سیالې روانه ده.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني چې د واکمني په لومړیو ورځو کې یې د حکومتي نظام د اصلاحاتو په ترڅ کې د سترې محکمې ، څارنوالې او کابل بانک په اړه ځیني فرامین صادر کړل هغه ټول له یو ډول ناسم غبرګون سره مخ شول.

سترې محکمې په خپل لومړني غبرګون کې ولسمشر له قضايي اجرآتو څخه په ناخبري تورن کړ او د محکمې په اړه یې د ده څرګندونې غیر مسؤلانه وبللې.

د کابل بانک په جنجالې موضوع کې چې ۲۵ تنه دولتي چارواکي ښکیل دی تر اوسه یې یواځې د دوو تنو عادي ملزمینو د ګرفتاري په اړه اقدام شوی ، پاتې ۲۳ تنه نور یې چې برحاله دولتي لوړ پوړي چارواکي او یا هم امریکايي تابعیت لري همداسې سرې سترګې ګرځي.

د اشرف غني د حکومت بله ستونزه داده چې د هغه ټول اجرائیه ځواک د داسې کسانو په لاس کې دی چې هغوی هم په ټاکنیزو منډو ترړو او هم اوس د حکومت پر مهال د نوموړی د ناکامه کولو کوښښ کوي.

پر مالي فساد او داخلي جنجالونو سربیره سخت امنیتي ګواښونه چې د نوي حکومت له جوړیدو سره یې د ټول هیواد په کچه زور اخیستی بل هغه اساسي عامل دی چې د نوموړي حکومت د ناكامي نښې ترې ښکاري.

د ښاغلی اشرف غني د ناكامي بل اصلي لامل دادی چې د نوموړي حکومت د افغاني مصالحو پرځای په امریکايي مصالحو تمرکز لری او دا هغه عامل دی چې په اړه یې هم ملي حساسیت موجود دی هم اقلیمي.

نو هغه حکومت چې د ملي حمایت پر ځای د هغه له مقاومت سره مخ وي ، داخلي تماسک یې له منځه تللی وي ، ګاونډیان یې د بي ثباتي هڅې کوي او چارواکي یې په هر عادي تصمیم کې اجنبي تمویلوونکو ته منتظر وي، زمونږ د هیواد غوندي په نامناسبو شرائطو کې به څومره د بریالیتوب چانس ولري؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

dear afghan brothers and sisters ASSALAMUALIKUM;DEAR AFGHANS YOU KNOW THIS NEW AFGHAN NATIONAL GOVERNMENT AND THAT TEAM REALY WANT TO BUILD AFGHANISTAN,THEY START REFORMS IN EACH SECTION; WE ALL AFGHANS MUST GAVE HANDS TO GETHER ,SUPPORT THIS GOVERNMENT AND START HONESTLY HELP WITH THEM. ALSO TALIBAN AND HEZBI ISLAMIC NEED TO BECOME PART OF THIS GOVERMENT,START PEACE WITH GOVERNMENT. AFGHANS ARE TIRED FROM KILLING EACH OTHERS. AFGHANS NEW GENERATION NEED TO EDUCATION,MALE AND FEMALE.THIS COUNTRY NEED TO NEW GENERATION HAVE KNOWLEGE WITH MODERN SCIENCE AND TECHNOLOGY.WE NEED TO BUILD FOR NEW POPULATION HOUSE,ROAD,SCHOOLS,MARKET,NEW MODERN AGRECALTURE,HI STANDARD EDUCATION.WE NEED TO STOP… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x