نظــر

د طالبانو سیاسي دفتر د امریکا سیاسي ماتې

amrican_flag

لکه څنګه چې په افغانستان باندې د امریکا حمله مختلف ابعاد لري همداسې یې ماتې او شکست هم مختلف ډګرونه لري.

امریکا په افغانستان کې په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې، ددوی پرمختللې وسلې او پوځي تکنالوجي په افغانستان کې بې نتیجې ثابتې شوې، هره ورځ یې لږ ترلږه د لسو په شاوخوا کې عکسر مړه او ژوبلیږي، په همدومره شمیر کې نظامي کاروانونه او بیسونه یې د طالبانو لخوا تر حملو لاندې راځي، او د تلفاتو کچه یې د هغې اندازې څخه په څو چنده لوړه ده چې دوی یې اټکل کړی وه.

په فرهنګي ډګر کې هم طالبانو امریکا ته شکست ورکړی، په دې شکست باندې آن په ۲۰۰۹م کال کې یو امریکايي لیکوال رابرت هادیک اعتراف کړی او په (Foreign Policy) نومي مجله کې یې په دې اړه یوه مقاله لیکلې، او وخت په وخت د غرب لوړ پوړو چارواکو هم دا واقعیت منلی چې طالبان په فرهنګي او مطبوعاتي ډګر کې په خپل دښمن برلاسي دي حال دا چې د امکاناتو له نګاه څخه د دښمن په پرتله تش لاس او محدود وسائل په واک کې لري.

او دا دی بالآخره امریکایانو د طالبانو پر وړاندې په سیاسي ډګر کې هم ماتي وخوړه، له څه مودې راهیسې په مطبوعاتو کې دا خبره ګرمه ده چې د قطر هیواد په خپله خاوره کې د طالبانو لپاره د یو سیاسي دفتر د پرانیستلو پر سر له دوی سره موافقه کړې او ښایي د راتلونکي میلادي کال په اوایلو کې طالبان په قطر کې (د افغانستان اسلامي امارت سیاسي دفتر) په نامه د یوې سیاسي او رسمي نمایندګۍ خاوندان شي.

که څه هم لا تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو که دا ګونګسې حقیقت ولري نو دا به د امریکا لپاره یو سخت سیاسي شکست وي. د نن څخه تقریبا لس کاله وړاندې چې کله امریکا او ایتلافیانو یې په افغانستان حمله کوله او افغانستان یې تر خپلې ولکې لاندې راووست امریکا په وار وار دا اعلان کاوه چې طالبان په مکمله توګه له منځه یووړل شوه او نور به هیڅکله دومره شیمه ونه لري چې د امریکا د پولادي ګزارونو په مقابل کې راپاڅي. د کرزي حکومت هم د طالبانو د بشپړې تصفیې ادعاوې کولې او عام خلک چې د مطبوعاتو تر اغیز لاندې راغلي وو، هم په دې باور وو چې نور نو د طالبانو دوهم ځلي د سیاست په میدان کې مطرح کیدل هسې خوب او خیال دی. خو طالبانو به په هر ځل د امریکا او د کرزي ادارې ادعاوې ردولې او په خپلو نظامي بریاوو د اتکا له مخې به یې په نژدې راتلونکي کې د امریکا د ماتې، او قدرت ته ددوی د بیرته راستنیدو وعدې ورکولې. نو ددې ضد او نقیض ادعاوو په منځ کې ځینې خلک په دې باور وه چې وخت به دا ثابتوي چې آیا طالبان ریښتیا هم د امریکا د ادعا له مخې مات شوي او که برعکس د طالبانو ادعا سمه ده او د دروغژنو مطبوعاتو د پردې تر شا طالبان په امریکا برلاسي دي؟؟ که وګورو نن هماغه وخت دی چې د برلاسو او شکست خوړلو دواړو خواوو څخه پرده پورته کيږي او هر سترګور ته دا حقیقت لکه د لمر په څیر روښانه دی.

نن امریکا خپل ولس ته په هغو لاپو کې دروغژنه شوې چې طالبان مات شوه، طالبان دوباره د سر اوچتولو توان نه لري، طالبانو ملاماتونکی ګزار خوړلی، او داسې نور.. اوس به امریکا خپل ولس ته ددې ټولو لاپو شاپو حساب ورکوي، چې دا لس کاله په لس هاوو زره عسکر د څه لپاره قرباني شول؟، په میلیاردونو ډالر د څه لپاره ولګول شول؟، دومره ستړیاوې او ستومانۍ د څه لپاره وګالل شوې؟، که د دې جګړې هدف د طالبانو له منځه وړل وي نو اوس هماغه طالبانو د پخوا څخه به لا ښه شکل تبارز وکړ، د نړیوالو څخه یې د شبه رسمیت پیژندلو موافقه ترلاسه کړه، امریکا خپل هدف ته په رسیدلو کې ناکامه شوه ځکه چې طالبان یو ځل بیا د سیاست په میدان کې وځلیدل او دا کار د امریکا د نړیوال اعتبار پر مخ یوه درنه څپیړه ده.

امریکا چې د خپل دومره قوت د استعمال څخه وروسته بیاهم ونه توانیده طالبان په سیاسي او فزیکي لحاظ محو کړي نو د دې شرم څخه د تیښتې په توګه کله د طالبانو سره د عدم دښمنۍ اعلان کوي، او کله د تور لیست څخه ددوی د مشرانو د نوم ویستنې خبرې کوي، په دې توګه غواړي خلکو ته دا ذهنیت ورکړي چې دوی خو د طالبانو سره دښمني نه درلوده، په داسې حال کې چې د همدې طالبانو، چې نن یې نومونه د تور لیست څخه باسي، د شهیدانولو په موخه یې آن په داسې نیمه اتومي بمونو هم صرفه ونکړه چې په نړیوالو قوانینو کې یې د استعمال اجازه نشته. خو کله چې ونه شول کولی د دوی مقاومت وټکوي او د پاڅون غږ یې چوپ کړي نو د ناکامې ورځې څخه یې د طالبانو په اړوند په دریځ کې بدلون راووست او لکه د هغه کس په شان چې په اوبو لاهو شوي او له لاسه وتلي بوټان یې خیراتول.

ددې څخه هیڅوک انکار نه شي کولی چې که طالبان ریښتیا هم دومره د ضعف په حالت کې وی لکه څنګه چې یې مطبوعاتو ادعا کوله او کوي یې نو امریکا به هیڅکله دې شرم ته غاړه نه وی ایښی چې د هغو طالبانو سره چې تر پرونه ورسره جنګیدل او د بریا ادعاوې یې کولې نن ورسره د مذاکراتو پر میز کیني، ځکه چې په دې کې هیڅ شک نشته چې د هیواده بهر د طالبانو د سیاسي نمایندګۍ پرسر موافقې ته چې امریکا څه شي مجبوره کړې هغه په نظامي ډګر کې د امریکایانو روزمره درانه ځاني او مالي تلفات دي.

د طالبانو بله سیاسي کامیابي او د امریکا سیاسي ناکامي په دې کې دی چې د نن څخه لس کاله مخکې د امریکا د حملې نه وړاندې طالبانو په بار بار دا غوښتنه کوله که امریکا له دوی سره هره ستونزه لري د خبرو له لارې دې حل کړي، خو امریکا چې خپل مادي قوت ته غره وه د طالبانو هرډول د سولې او مذاکراتو غوښتنې یې بابیزه وګڼلې او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف یې په افغانستان نظامي تیری وکړ. خو لس کاله وروسته چې امریکا ملا ماتوونکي ځانی او مالي تلفات ګالي د طالبانو هماغې غوښتنې ته غاړه ږدي او دوی سره د خبرو او مذاکراتو په میز کیني. اوس به امریکا نړیوالو او خپل ولس ته دا ځواب هم ورکوي چې د څه لپاره یې لس کاله د وینو سیلابونه بهولي او ولې مخکې د طالبانو سره خبرو ته نه کښیناسته چې ددومره مالي او ځالي تلفاتو ورکولو څخه وروسته کینې؟.

د شهید عمرالمختار یوه مشهوره وینا ده چې (الضربة التي لا تقصم ظهرک تقويک) هغه ګزار چې ملا دې ماته نکړي، نور دې هم قوي کوي. د امریکا حملې طالبان له منځه یونه وړل بلکې لا یې پسې قوي کړل، د امریکا ګزار طالبان مات نه کړل بلکې راویښ یې کړل، هغه طالبان چې یو وخت ورته ټوله نړۍ لکه سره تبۍ ګرځیدلې وه اوس په یو داسې پیاوړي او ښاغلي ځواک واوښتل چې د نړۍ هیوادونه یې د سیاسي نمایندګۍ کوربه توب د ځان لپاره افتخار ګڼي. چې همدا د امریکا لپاره لویه سیاسي ماتې ده. 

الله جل جلاله دې دا لړۍ روانه وساتي او د اشغالګرو د شکست نورې بڼې دې هم راولیدل کړي.

لیکوال: فضل الله زاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x