(Unpredictable) یا دوړاند ویني نه اخوا

Unpredictable_afghanistanدافغانستان د مسئلي  اړونده  قضایا او پیښي  دومره  په چټکه  توګه  مخته رواني  دي  چی سیاسي شنونکي یی حیران کړي ان تردې چې  یو شمیر یی (Unpredictable) یا دوړاند ویني نه اخوا پیښې ګڼي . تاریخ  هم په ډیره  عجیبه توګه تکراریږي ، په تاریخ کی دافغانانو د شجاعت او زړه ورتیا پیښي  ډیري  دي خو ترټولو ستره یی  داده چې افغانانو تر اوسه  پورې  د خپل  اوږود تاریخ په  دوران کي  خپل هیواد افغانستان  دپردیو په لاسو کي  ښکیل شوی  هیواد  نه دي  پرې  ایښي.

بس  په دي هیواد کي  الله تعالي هر  فرعون  ته  یو موسي راپیدا کړي.  او  دادې  د اوسني فرعوني ښکیلاک  دپاې  ته رسولو  له پاره یی  هم همداسي  وګړي  غوره کړي .

د چا په  وهم او ګمان کي هم نه  راتله  چې  دشوروي زبرځواک  به ماته وخوري ،اوپه  پنځلسو ټوټو به  وویشل  شي .

دجدي شپږمه  یا ددسمبر ۲۷مه  دافغانستان  د تاریخ  همداسي  کرغیړنه ورځ  وه  لکه د اکتوبرپه اوومه  چې  ستر یو قطبي  استعمار  په دې  هیواد عسکري یرغل وکړ . روسي یرغل  لس کاله وروسته مات  شو او دادې  امریکایی یرغل هم  لس کاله وروسته دخپلې ماتي د پټولو په  هڅو کي  ښکیل دي .  

دهغې یرغلګرو  امپراطوري  له منځه  ولاړه  او ددي یرغلګرو امپراطوري  د ډول ډول داسي ستونزو سره مخ  ده  چې  پخپله ددي  امپراطورۍ  د سیاسي آند خاوندان یی دخپلو امپراطوریو اخري ځنګدن  بولي .

دا چې  دغه  امپراطوری به هم  دنورو په څیر دتاریخ  یوه برخه وګرځي او که نه ، ماته  دومره  د دلچسپۍ  وړخبره  نه بریښي ،خو دخپل هیواد د ازادۍ  او په  دغه جنګ ځپلي هیواد کي مو د ارامتیا او سکون  سره  دلچسپي ده ، دا مو هدف دي چي هیوادوال مو لکه د نورو  هیوادونو په څیرازاد  او  په ډاډمنه  توګه  دخپل ژوند پاته شپي سبا کړي .

دامپراطوریو دماتې  او دافغانانو د اتلوالیو په  اړه  مي   دیوه شنونکي «سجاد»  طنزیه  شننه  لوستله  چې  په کي یی دحزب اسلامي د امیر د یوې پخوانۍ بیانیی یوه برخه  په طنزیه توګه راخیستی وه او  لیکلي یی  ووچې: «روس مو ۱۵ ټوټی کړ او امریکا به ۵۲ ټوټی کوو!!!(ان شاالله)!!! دغه دویمه ماته ګپ ښکاریده خو زه څه خبر وم چی حکمتیار صیب دومره لرلیدونکی دی!!!»

اما اوسني ګړندي بدلیدونکی حالات   دښاغلي سجاد شننه   تر ډیره حده  سهي  ثابتوي  او ډاګیزه وی  چې  دغربي نړۍ ځواکونه  ریښتیا هم په افغانستان کي په ګونډو شوي.

دښاغلي حکمتیار خبره  هغه وخت  هم خلکو بابس  ګڼله  اوکه د  ۲۰۰۱ میلادي کال په لمړیوشپو  او ورځو کي  چا همدا خبره  کولي او د غربي ځواکمن فوځي بلاک  په  مقابل کی یی دمقابلي له پاره  غږ  پورته کړې واي   نوپه طبیعي توګه  به پرې  د یوه سیاسي بې چاره   ګمان  کیده.   

په ۲۰۰۴ کال  دیوه کنفرانس په څنډه کي  د یوه پاکستاني  لوړپوړي سیاسي  چارواکي  دا خبره اوس  هم  زما په غوږونو کي انګازه کوي  چی  راته یی ویل : « چې د ټولي نړۍ د ځواکونو سره  مقابله کول  دلیونتوب  کار دی ، غوره ده  چی  حزب اسلامي  همدا اوس  هم د نړۍ په مقابل کی ددریدو په ځاې  تسلیم  شئ  او ……»، ریښتیا  چې  هغه وخت  ماته  هم دامقابله  شوني نه ښکاریده .  

خو ددغه  لس کلن  اوږود مقاومت  تاریخ   او ۲۰۱۱کال وروستیو پیښو دا هر څه   بلمنګه ثابت کړل ، که څه هم  دا به  په یو شمیر امریکایی پاله  افغانانو باندي ښه  ونه لګیږي ، خو حقیقت  دادې  چې  غربي  ځواکونه  په  افغانستان کي  ددومره اوږود ملا ماتونکي جنګ  توان  نه لري .  

هغوي  غوښتل او اوس  هم غواړي  تخنیکي جنګ  وکړي ، نوې تخنیک  راوړي ، روبوټ  استعمال کړي ، دلرې  څخه کنټرولیدونکي  څرخي  الوتکي  او بمبارونکي  ډرون  بی پیلوټه  طیارې  استعمال  کړي ،  او دانساني ضایعاتو  د مخنیوي په خاطر د سیارو  په جنګ  تکیه وکړی .  

خو جنګ  جنګ دي ، او بیا د افغانستان  غرونه  او دښتي د داسي جنګونو  دملا تیر  ماتوی .

په داسي جنګونوکي چې دښمن  ډاګیزه  نه وي ، بلکه هره  دښته  ، هره ونه او هره  تیږه  ددښمن  دښمن  چغي  وهي ، مجبورا  به یی په مقابل کي  انساني ځواکونه استعمالوي ، اود انساني  ځواکونو  استعمال  به په طبیعي توګه   هر ډول  زیانونه   په مخکي  لري.

ددې ترڅنګ  طالبانو او دمقاومت  نورو  ډلو،دهغوې داعلامیو په مطابق ،   هوډ کړې چې  دناټوځواکونه به  په افغانستان  کي د یوه  اوږود  سوړ  جنګ  په  لور  راکاږی   اوددي هیواد  په دي  لویو ،ګرمو او بې اوبو دښتو کي به یی سره شیندي ، هغوي  هم  همداسی  وکړل او لا  لګیا دي  کوي یی.  

همدا  اوس  هغه احصایی چې په  امریکا او نوره  غربي نړۍ  کې خپرې شوي  په افغانستان  کي د بهرنیو وژل شوو عسکرو  څخه دهغو  عسکرو چې  ځانونه  یی په خپله وژلی  اویا  یی دخپلوځانو سره  خپلې کورنۍ  هم له  منځه  وړي  دوه  برابره  زیات  ښئې . ویل کیږي چې په  هرو  اتیا  دقیقو کي  یو هغه کس  چې  د افغانستان  جګړې ته  را کش کړل  شوي  ، خپل  ځان  وژني .

همدي لورې ته  د معیوبیونو  او نورو جنګ ځپلو  قطارونه  لګیدلي .  دخپل  ولس  حساب  خو دلته  ځکه  شوني   نه دې  چې  هغوې  پالونکي  او منتظم   نه لري، که شته  هم  هغوې دهغوي  په   لباس کي   پردي  دي .

ددی نه مخته  د دسمبر په پنځمه د بن د غونډي د پاې ته د رسیدو  سمدستي وروسته   په قطر کي د قطر دحکومت  لخوا  په رسمي توګه د طالبانو ددفتر د پرانستي  اعلان  وکړل  شو .

طالبانو هم دپخوانیو دریځونو برعکس  ددې دفتر دپرانستو  په  اړه  چپه خوله  اختیار کړه .

سیاسي  شنونکو هم د داسي یوه دفتر  جوړښت  د وخت  اړتیا و ګڼله ، ځکه  که  په افغانستان کي  دسولي او ارامتیا له پاره  کار کول  غواړي نو دا کار هغه وخت شوني دي  چې دمقاومت  دلیکو  ادرس  معلومه وي  او په قطر کی  دفتر  د مقاومت دلیکو د ادرس  له پاره یو ضرورت  دي .

که څه هم دي ته اړتیا وه  چې  دغه  دفتر یواځي د طالبانو له پاره نه  بلکه  دمقاومت د ټولو  لیکو  له پاره  جوړ  شوي وې خو په  هر  صورت  اوس که دطالبانو تر نامه لاندې  جوړ شوي هم یو غنیمت ګڼل کیږي .

ځکه  مونږ افغانانو ته  دهر څه  نه مخکي  د خپل  هیواد  استقلال  او ارضي تمامیت  مهم دې  

اودا هغه وخت  شوني  ده چي   په افغانستان کي دخیل  ځواکونه  که  هغه د بهرنيوهیوادو  ځواکونه  دي او که  دمقاومت  ډلي او مجاهدین په خپلو منځو کې سره سرونه  نژدې کړي  او د خبرو اترو  له  لارې زمونږ  ولس  ددي  غمیزی  څخه را بیرون کړي .

د ډاډ وړ  خبره  داده  چې  طالبانو  هم، دحزب اسلامی  افغانستان  په څیر ، اوس دخپلو  پخوانیو پالیسیو  برعکس  دادي د بهرنیو ځواکونو سره دخبرو  اترو  له  پاره ځانونه  تیار کړي دي .

د ځینو راپورونو له مخې دطالبانود غورزنګ  مهم  غړي لکه سید طیب اغا، شهاب الدین دلاور او شېرمحمد ستانکزي، په دي دفتر کې  دطالبانو داسلامي غورزنګ دمشر ملامحمد عمرمجاهد له لوري ټاکل شوي اوهمدوی ته دنده ورکړل شوي ترڅو د امریکايي مقاماتو سره په قطر کې خبري اتري وکړي .

ددي ترڅنګ د طالبانو یو بل مسؤل ،سید محمد اکبر اغا ،وايي چې طالبان له امریکایانو سره په خبرو کې کومه ستونزه نه ویني. .«طالبان له لومړي سره د سولې خبرو ته خوشبینه وو، خو د دوی له هیلو سره سمې خبرې نه دي شوي.»

طالبان  وایی  چې د خبرو لپاره  یی یو شرط دا دی چې زمونږ یوشمېر بندي غړي  هم  پدې خبروکې  حاضر وي.

په دې  اساس  شوني  ده  چې  امریکایانو  د طالبانو دا شرط  منلي  وي چې د ګوانتنامو له بنده د هغوې  څو مشران لکه مولوي خیرخواه (د هرات پخوانی والي)، نورالله نوري، مولوي واثیق، محمد نبي خوستی، حاجي ولي محمد او ملافضل الله  راخوشي شي او د قطر په خبرو کې یی ورګډکړي.

خپرنیزو سرچینو ښکلي  چې امریکایانو  طالبانو ته  دیوشمیرجنوبي  او شرقي  ولایتونو د ولکي د ورکولو  وړاندیز  هم  کړې   او طالبانوته یی  ویلي چې د افغانستان شمالي ولایتونه دې نور ګوندونه، چې له امریکا سره ښې اړیکې لري، اداره کړي خو جنوب دې ستاسو وي. په همدې توګه  ویل کیږي چې   حزب اسلامي افغانستان  ته هم  ورته وړاندیز کړل شوي وو  چې په هغو ولایتونو کې  چې ددې ګوند اړوند وګړي فعالیت  ولري هغه  به  دهمدي ګوند  کسانو ته ور حواله کړي .

خو دواړو  ګوندونو، طالبانواو حزب اسلامی افغانستان د بهرنیو ځواکونو دا وړاندیزونه   نه دی  منلي او ددي په ځاې  یی د سولي په  خپلو  وړاندیزونواو د یو موټي متحد او غښتلي  افغانستان د ازادیدو  غوښتنه کړي  او په  همدي  باندی یی  ټینګارکړي .

په هیواد کې دښاغلي کرزی  ددولت  له اړخه  د سولې  دشورا  تر نامه  لاندي  پروګرامونه  هم ددي شورا د مشر استاد برهان الدین  رباني د وفات نه ورسته  په ټپه  ولاړ دي .

ددغه  شورا  اړوندې کړۍ  کله کله  په مطبوعاتو کی  دبیانییو  په واسطه   خپل  ځانونه را څرګندوي  خو دې  شورا هماغه وخت  خپل  ماهیت  له لاسه ورکړ چې  ددي شورا مسؤلینو د غربیانو  دسولي  شعاورنه  تکرار کړل .

همدا  څو ورځي مخته  ددی شورا  دبهرنیو اړیکو  یوه مسؤل هماغه د ناټو د ځواکونو د سولي ترانه  چې په کي ویل شوی : مخالفین دي وسله  کیږدي ، د اساسي قانون  درنښت دې  وکړي  او دښځودحقوقو  درناوي  ته دي سره ټیټ کړي ، یو ځل بیا  تکرار کړه .

ترڅنګ یی ددې  شورا  غړو اومسؤلینو دا  ډاګیزه کړي  چې  په دې تیر یوه کال کي دوې نه  دې توانیدلي دطالبانو سره  اړیکي کلک کړي .  

ددي  علتونو څخه معلومیږي چې نور نو د سولي د عالي شورا کار  پاې  ته  رسیدلي .

اودا  بنیاد، که چیري همدا  اوس په کي جدي  اصلاحات  رانه وړل شي  ، نود ملت د بودجي په سر به  یو ډیر دروند اوناوړه  بار ګڼل کیږي  .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم  په دې  پوه  شوي  چې  دسولي شورا  خپل افادیت  له لاسه ورکړي ،او هغه هڅي یی چې  دطالبانو او دمقاومت د نورو ډلو سره د اړیکو د کلکولو  له پاره تر لاس  لاندي وي  هغه  اوس  د بهرنیو ځواکونو لاسو ته ورغلي دي .  

په  قطر کی دطالبانو ددفتر  دپرانستو یو هدف  هم  همدا  وو  چې  امریکایان او بهرني  نور ځواکونه په  اسانۍ سره او د افغانستان  د دولتي مسؤلینو د مداخلي  نه پرته  د طالبانو  سره  دخبرو دمیز تر شا  کیني .

په دي اساس  به  دا خبرې  اتری  د کابل د حکومت  او هم  ددي حکومت د لارې د تشکیل شوي  دسولي دعالي شورا  د مداخلي نه پرته  دوام  کوی .

په همدی  خاطر ولسمشر کرزي  هم   د ډیرو واویلاو  وروسته  دامریکایانو دي  پریکړي ته  سر ټیټ  کړ او اعلان  یی وکړ چې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره موافق دی.

په  قطر کي دطالبانو تر نامه  لاندی  ددفتر د پرانستي بله موضوع  به  په طبیعي توګه دپاکستان داغیز څخه دطالبانو دخلاصون  مسئله هم وی، ځکه  پاکستان  غواړی د افغانستان د مسئلي  دحل په اړوند مرکزي  کړچار  ولري. ترڅنګ  یی طالبانو هم دامریکایانو سره دخبرو  اتر وله پاره  داسي هیئت  ټاکلي چې هغوې دپاکستان  نه بیرون  او دا لس کاله په پرلپسي توګه د ګوانتانامو په زندان کي  پاته شوي.

او هغه ټول  به ،په کابل کی د طالبانو دنماینده  او دکوټي دشورا سره  دارتباط  د مسؤل سید طیب اغا  په  ګډون  هغه کسان وي چې امریکایان  به یی  نیغ په نیغه د ګوانتانامو دزندان  څخه  دقطر  مرکز  دوحي ته  را انتقالوي .

طالبانو ته په قطر کی  ددفتر  پرانسته  لا زمونږ  په  ذهن کي انګازی کولی  چې  دامریکایی ولسمشر معاون  «جوبایډن» ناڅاپی دریځ هم سیاسي شنونکي حیران کړل .

که څه  هم دهغه  خبرو  په  بین المللي سیاسي کړیو کې  لږڅه ګونګوسي  راپیدا  کړل  خو مونږ  افغانان یی دخپل هیواد اوولس له پاره  نیک شګون  ګڼو.  

ځکه د یو شمیر سرچینو له مخې  ویل کیږي : چې له لسو میاشتو راهیسي د امریکایانو او طالبانو ترمنځ پټې خبرې روانې دي.

امریکايي مقامات اوس وايي چې د دوی خبرې حساس پړاو ته رسېدلي دي او دوی به ژر اعلان وکړي چې خبرې یې بریالۍ دي او که نه دي.

«جوبایډن » په یوې  مطبوعاتي خپرونه کي  علي اعلان وویل  چی :« طالبان  زمونږ دښمنان نه دي ،دا ډیره مهمه او جدي  مسئله ده» او ویی ویل چی :تاسې به د جمهور رئیس اوباما په هیڅ بیان او خبرو کې پیدا نه کړﺉ چې ویلي یې وي، چې طالبان زموږ دښمنان دي او دا ځکه چې دا خبره د امریکا ملي ګټو ته ګواښونه مخامخ کوي.»

دبله اړخه امریکایان وایی چې  د طالبانو سره یی خبرې  حساس  پړاو ته رسیدلي ، دا چې  دا حساس  پړاو  څه ته وایی ، پرته  له امریکایانو او طالبانو پرې  بل څوک   نه پوهیږي .

خو یوشمیر شنونکي وایی چې :″فکر کیږي  چې دا به د افغانستان  د جګړې په دوام کوم ځانګړې اغیز ونه شیندي، خو له قراینو نه داسې ښکاري، چې امريکا به مخکې له طالب وسله والو سره مذاکرات کړي وي او دا یوه لوبه ده.»

اما  تیره ورځ  امریکایانو  په  لږ و  ورځو کې  دریم  ستر قدم واخست  او هغه هم د طالبانو د  ګوند دمشر  ملا  محمد عمر مجاهد څخه  دتورلست ټاپه  لرې کول  دي .  

دهیرالډ ټرایبون  دا  خبره  که څه هم  لا تر اوسه  د رسنیو  لخوا  نه ده  راغبرګه  شوی خو ویل کیږی  چې  دامریکایی ایف بي اي   اداري  له اړخه په  بریښنایی پاڼه کي  دملا محمد عمر عکس اونوم  لرې کړل  شوي دي .

ددي نه  داسي څرګندیږي  چې  د دولسمشر جوبایډن  مخکني  خبرې  چې طالبان  زمونږ دښمنان   نه د ي  او …..ددې  کار  له پاره یوه مقدمه وه .

ددي ترڅنګ  په کابل کي د امريکا سفارت ځاې د يوې خبر پاڼي په حواله خبر ورکړې، چي «د دې هيواد د فدرال استخباراتو ايف، بي، آى له تور ليست څخه د طالبانو د مشر نوم ايستل سوى دئ، خو له ياد شوي ليست څخه د ملامحمدعمر د نوم ايستل دا معنى نه لري چي هغه نور سپين دئ، د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت او د ملګرو ملتونو په تورو ليستونو کي لا اوس هم د نوموړي نوم ثبت دئ.»

د راپور له مخې امریکا د ملاعمر د نیولو یا د ده د ځای ځایګي په اړه د مالوماتو د ورکولو لپاره لس ملیون ډالره جایزه ټاکلې وه خو اوس یې د ده نوم له هغه لیسته ایستلی چې دا اداره یې تعقیبوي.

دتورلست  څخه دطالبانو دمشر د نوم دلري کولو ترڅنګ  ددي  ډیر زیات  امکان  شته چې  د طالبانو  دنورو کسانو نومونه  چې په طبیعي توګه د ملامحمد عمر مجاهد  څخه یی  مسؤلیتونه کم دي هم د تور لسته وویستل شي  .

ترڅنګ  یی  امریکایانو ته د یو بل  ستر  قدم د اخستلو اړتیا هم شته  اوهغه  دا چې  د افغانستان ټول  بندیان  چې  په سیاسي بنسټونو نیول  شوي را خوشی کړي او دهغوې دسیاسي زعامت په ګډون د ټولو نومونه  د تورلست  څخه سپین لست  ته را واړوي .

یقینا چې دا  قدم که په اخلاص  سره  اخستل  شوي وي او تر شا  یی  بله  کومه  پټه دسیسه  نه وي  ، اوامریکایان په ریښتیا هم دې  حاضرشوي وي  چې دافغانستان ددلدل  څخه  خپلې پښي  سپکې کړي  د قدر وړ  قدم  ګڼل کیږي.

خو که چیري دا قدم  دامریکایانو اوناټو د ځواکونو  لخوا  د خپلو  پرلپسي ناکامیو وروسته  په دي موخه  اخستل کیږي  چی  دطالبانو  مسؤلین دخپلو پټنځایو څخه  په دې  بهانه رابیرون  کړي او له منځه  یی  یوسي اویا د طالبانو دریځ  چې  په کې  یی دبهرنیو ځواکونو د وتلو  اصل  ته  دلمړیت  حق  ورکړي وو   دداسي  قدمونو په  اخستلو  تبدیل کړي  او دخپل  دغه  قدم  څخه د یوه دام په څیر  استفادوه  وکړي  نو د بهرنیو فوځونو دغسي  قدم  به د ګټي په ځاې  هم  دوي  ته او  هم زمونږ  ربړیدلي ولس  ته  ډیر  زیان ورسوي .

ځکه چې  ددي غورزنګ  د پاې ته رسیدو په ځاې  به دا  غورزنګ  نور  هم  وغځیږي. او ددي  کار  پایلي  مونږ د القاعدي دمشر  په له منځه تللو کي ښه  وینو .

اوس  چې  مسائل  دومره په بیړنۍ توګه مخته  ځي اوهغه  بهرني ځواکونه  چې  یو وخت  افغانستان ته د راتلو او په دي هیواد  کي د ځاې په ځاې کیدو له  پاره  یو دبل څخه  مخته کیدل  اوس  د خپلوفوځي  پرسونلونو د بیرته ویستلو له پاره  یو دبل  څخه  ځانونه  مخته کوي .

امریکا دادي لس  زره کسان وویستل او د۲۰۱۲ تر اخره  پورې  به  نور په لسګونو زره  کسان  بیرون کړي .

انګلستان  غواړی تر  ۲۰۱۳ پورې  خپل نیمایی  پرسونل  رابیرون کړي ، جرمني ، فرانسه  او نور  کوچني او ستر  هیوادونه  هم  په  همدي ترتیب   د افغانستان څخه په راوتلو کی یو دبل سره رقابت  لري.

اوس  دا  زمونږ د ولس  د سیاسي  زعامت د پوهي  او زیرکتیا پورې  اړونده ده   چې  په څه ډول  توانیږي ددي چټکو پرمختګونو څخه د خپل  ولس د سوکالۍ ، ازادۍ او ولسواکۍ  له پاره کار واخلي .

ترڅو زمونږ  ولس  یو ځل بیا د ۱۹۹۲ کال د کرغیړنو پيښو  سره   مخ  نه شي .

او دا کار  دڅو  لاروڅخه   شوني  ښکاري :

لمړۍ دا چې :  دهیواد ټول سیاسی ځواکونه  ، که په  مقاومت کې دي اوکه  په  اطاعت کی ، دهیواد  دسالمتیا او په  هیواد کي د یوه  ولسواکه  غیر ائتلافي نظام  د رامنځته کولو له پاره سره   سرونه نژدې  کړي .

دوخت  حساسیت  باید په  نظر کي و نیول شي، ځکه نړۍ په  چټکۍ سره  بدلیدونکي ده او زمونږ  دولس  سیاسي زعامتونه دخپلو تیارو خولونو  څخه  ځانونه  را وکاږي .  

هغوي چې  تر اوسه  د امریکایانو په مټو سپاره وو ، باید دا درک کړي  چې  نور  نوګمان  کیږی  چې  امریکایان یی په درد  ونه  لګیږي .  

دوي  باید بیرته دخپل ولس  سره  د نورو سیاسي خوزخښتونو سره په یو ځاې کیدو،  ځانونه  را یو ځاې کړی .

دویم  دا چې :  په هیواد کي  د سیاسي  استحکام  په خاطر قومی ،ژبني  او مذهبی  عصبیتونه  شاته و غورزوي او دسترو ملي  شخصیتونو په څیر د ولس  د اعلي اوسترو ګټو او دهیواد  دملي منافعو په اړه  فکر وکړي.

دعصبیتي دښمنیو په ځاې   د نورو پرمختللو هیوادو په  څیر  سیاسي  ډګر ته  را ودانګي  اوپه دي توګه د خپل  ولس ملي  غرور  وساتي .

قریب الرحمن سعید

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د