wolasi jarga

ولسي جرګې د نړیوالو میثاقونو او تړونونو د قانون طرحه تصویب کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه ۱۳۹۳ل): ولسي جرګې د نړیوالو میثاقونو او تړونونو د قانون طرحه نن د تلې په ۲۳مه تصویب کړه.

ددغه تړون له مخې باید  وزارتونه  د دغه ډول ميثاقونو او معاهدو تر لاسليک مخکې له بهرنيو چارو وزارت څخه باورليک ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې نړیوالو چارو کمېسیون  دغه طرحه په ۶ فصلونو او ۱۷ مادو کې نن په عمومي ناسته کې تصویب کړه.

د یاد کمېسیون رییس عبدالقادر ځاځي ویلي چې ددغه قانون طرحه  دوه میاشتې وړاندې د حکومت لخوا ولسي جرګې ته لېږل شوې وه چې دغې جرګې کمېسیونونو پرې اوږد بحث وکړ او اختلافي مواد يې ترې لرې کړل.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد قانون د طرحې اساسي هدف د نړیوالو میثاقونو او تړونونو تنظیمول دی.

نوموړي وویل چې له دې وروسته هيڅ وزارت نشي کولای چې په خپل سر نړیوال میثاقونه او تړونونه د بهرنیو چارو د وزارت نه د باور لیک د ترلاسه کولو پرته لاسلیک کړي.

د ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې د ټولو ۱۲۴ حاضرو غړو څخه ۱۲۳ دغې طرحې ته رایه ورکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د