Rinjer.in. track

فاریاب: د جنرال دوستم د ګوند د یوه سیمه یېز مشر په ګډون شپږ پلویان وژل شوي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، د تلې۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال رشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند شپږ  وسله وال چې د دغه ګوند یو سېمه یېز مشر هم پکې شامل دی، د چاودنې په پایله کې وژل شوي.

د چارواکو په خبره، دا پېښه تېره شپه شاوخوا اووه نیمې بجې د ګرزیوان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په څنګ کې په داسې حال کې را منځته شوې، چې د چاودنې ځای څلورویشت ساعته د امنیه قومندانۍ  په برجونو کې د مؤظفو پولیسو تر څارنې لاندي وي.

د ګرزیوان ولسوالۍ ولسوال عبدالرزاق کاکړ پېښه تاییدوي او په دې پېښه کې یې پولیس پړه وبلل.

د ولسوال په خبره، د جنبش ګوند د ګرزیوان ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مشر محمد همایون بیکزاد او ورسره پنځه نور وسله والو،چې غوښتل يې په سېمه کې د انتن پوستې د سېمه یېزو پولیسو یا اربکیانو مرستې ته ورشي، چې په لاره کې د خښ شوي ماین چاودنه پرې وشوه او په موټر کې ټول سپاره کسان له له موټر سره یو ځای له منځه پکې لاړل.

د سېمي اوسېدونکي په دې اند دي، چې بد فاریاب په زیاترو سېمو کې د جنرال دوستم پخواني ملیشه يي وسله وال د نورو کلونو په پرتله په دې وروستیو کې بیا فعال شوي او امنیت ته یې ګواښ کړی.

تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې ایا رښتیا هم دا غیر مسوول وسله وال د اربکیانو مرستې ته ورتلل او که د میلې یا کوم بل پروګرام لپاره روان ول.

په فاریاب کې په دې وروستیو کې د عادي پولیسو ، اربکیانو او عسکرو تر څنګ د هغوی لسګونه مشران او ملاتړي وژل کېږي.

د طالبانو ویاند د پېښې په تړاو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د