نړۍ

يهودي عسکرو د مسلمانانو اوله قبله د مسلمانانو پر مخ وتړله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): يهودي ښکېلاکګرو عسکرو د يهودانو د خوښۍ په موخه د مسلمانانو اوله قبله د مسلمانانو پر مخ تړلې او سلګونو مسلمانان يې اقصی جومات کې له لمونځ کولو منع کړي دي.

عربي رسنۍ وايي، نن درېيمه ورځ ده، چې مسجد اقصی او شاوخوا سيمو کې د مسلمانانو او يهودي ښکېلاکګرو تر منځ شخړې روانې دي او نن ناوخته ښکېلاکي عسکرو اقصی جومات د مسلمانانو پر مخ بند کړ او يهودانو ته يې اجازه ورکړه، چې اقصی جومات ته ننوځي.

د الجزيرې ټلويزون خبريال وايي، چې شاوخوا ۱۵۰ افراطي يهوادن اقصی جومات ته ننوتل او د مسلمانانو اولې قبلې ته سپکاوی وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د اردن شاهي کورنۍ د مسجد اقصی رسمي خادمان دي، مګر عملا اقصی جومات د اسراييلي ښکېلاکګرو له لوري اشغال شوی او له ډېرې مودې راهيسې دغه جومات کې پر هغو مسلمانانو بنديز لګولی، چې عمرونه يې له پنځوسو کالو کم وي او دا درېيمه ورځ ده، چې د اقصی جومات او شاوخوا سيمو کې د مسلمانانو او يهودي اشغالګرو عسکرو تر منځ شخړې او تاوتريخوالی روان دی.

بيت المقدس د مسلمانانو او له قبله ده او له ډېرې مودې يهودي ښکېلاکګرو اشغال کړې، مګر مسلمانان يې د ازادۍ په اړه هيڅ فکر نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mukhtar

نه پو هیږم العیاذبالله چی موږ بی ایمانه سوی یو—– او که ښڅینه د نارینو په شکل یو خو مسلمانی ښحی هم تر موږ غیرت منی وی…….. الله ته به څه جواب وایو

محمد عیسي نبیل

!!!!!افسوس افسوس!!!!!
چي مسلمانان ځوانان په خپله اوله قبله (مسجداقصی » کي دلمونځ کولو هم بې برخې شو اواسرائیلو ئي په وړاندي سخت بندیز لګولی ، اوعرب دي خپله فحاشي ته دوام ورکړي چي موډ ئي خراب نشي اویوازي دي داسلامي دولت په خلاف فتواوي ورکوي، که ده مسلمانانو دغه حال وي نولري نده چي په ابراهیمي کعبه دي هم په لمانځه بندیز ولګيږي او خرڅ شوي مفتیان به ئي بین الاقوامي پرېکړه بولي .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x