نړۍ

خيبر ايجنسۍ کې چاودنې ۱۲کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ کې يوې چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او اووه نور ټپيان دي.

امنيتي چارواکي وايي، چې دغه چاودنه د خيبرايجنسۍ تيراه سيمې پيرمېلا کلي کې شوې ده.

لومړي راپورونه وايي، چې د دغې چاودنې هدف د سيمې د اربکيانو مشر و.

له پېښې وروسته طبي مرستندويه ډلې او امنيتي کسان د پېښې ځای ته ورسيدل او د پېښې قربانيان يې سيمه ييز روغتون ته ولېږدول.

خيبر ايجنسي نیمه خود مختاره قبايلي سيمه ده، چې ختيځ لور ته يې پيښور او لوديديځ ته افغانستان او پاتې برخه يې شمالي وزيرستان سره لګيدلې ده.

پاکستاني پوځيانو له تېرو څو مياشتو راهيسې شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د پلويانو پر ضد ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي او خيبر ايجنسۍ کې يې د امن لښکر په نوم اربکيان هم جوړ کړي، چې پاکستاني طالبانو سره جګړې کوي.

پاکستان طالبان د امنيتي چارواکو تر څنګ پر قبايلي اربکيانو هم وخت پر وخت بريدونه او چاودنې کوي، چې تر اوسه يې د قبايلي اربکيانو ګڼ شمېر مشران وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x